د ناول کرکټرونه یوازې د یوې کیسې د مخکښي څېرې په توګه نه رامنځته کېږي، بلکې د هغو شاته یو ژور رواني اضطراب، داخلي کړکېچ او وجودي شکونه پراته وي. همدا اضطراب دی چې د کرکټر د وجودي جوړښت د تفسیر لپاره موږ اړ باسي چې د ادبیاتو، فلسفې او روانپوهنې ګډه مځکه وڅېړو. کرکټر د یوې نمایشي څېرې پر ځای د انسان د باطني درزونو نښه ګرځي. دا درزونه کله د چوپتیا په پردو کې پټ وي او کله د ژبې په لفظونو کې راڅرګندېږ. زما په نظر هیڅ یوه کیسه د کرکټر په مرګ پای ته نه رسیږي. د کرکټر مرګ همیشه یوه نوې کیسه زیږوي. ها بیا بله خبر ده چې د کرکټر مرګ یو لیکوال په څومره اذیت اخته کوي، دا هیڅ پای نه لري. ما چې کله د ګابریل ګارسیا مارکیز ناول One Hundred Years of Solitude د کرنل اوریلیانو بوئندا د مرګ تر صحنې ولوستله، فکر مې وکړ چې د ناول کیسه به له دې وروسته هېڅ خوند ونلري. مګر د مارکیز د جادوګر قلم په واسطه کرنل بوئندا په ناول کې داسې ژوندی پاتې شو، چې د حیرانتیا خبره وه. د دې تر څنګ ما د مارکیز په زړه کې د کرنل بوئندا لپاره درد هم احساس کړ. وروسته بیا د مارکیز په یوه مکالمه The Fragrance of Guava کې (چې له خپل ملګري پلینیو اپولیئو میندوزا سره کړې وه) ولوستل.
«کله چې ــ کرنل اوریلیانو بوئندا ــ مړ شو، دا زما لپاره نهایت له عذابه ډکه لحظه وه. زه پوهېدم چې یوه ورځ به هغه مړ کوم، مګر په ما کې د هغه د مړه کولو همت نه و. یو ماسپښین مې له ځان سره وویل، دا ئی وخت دی. کله چې هغه مړ شو، زه په لړزېدلي بدن دوهم منزل ته خپلې ښځې مرسیدس ته وختم. هغې زما څېرې ته وکتل، ښايي پوهه شوه، هغې وپوښتل: کرنل مړ شو؟ ما هېڅ ونه ویل، په بستر پرېوتم او ښه ډیر مې وژړل.»
په ناولونو کې د لیکوال دا ډول عاطفي تړاو ښيي چې کرکټر یوازې د متن یوه برخه نه ده، بلکې د لیکوال د وجود یوه ټوټه ده. د ناول د تاریخ په اوږدو کې لیکوالانو د خپلو زمانو مطابق بېلابېل کرکټرونه تخلیق کړي، خو په هره دوره کې دوه ډوله کرکټرونه لیدل کېږي: یو هغه چې د یوه ځانګړي ټولنیز چاپېریال انځور وي، او بل هغه چې په خپله ځانګړې، اندروني نړۍ کې ورک وي.
حقیقت دا دی چې که څه هم ټول انسانان له یوه بایولوجیکل جوړښته جوړ دي، بیا هم هر څوک په طبعي او رواني لحاظ له یوه بله جلا دي، همدا توپیر دی چې زموږ په منځ کې ځینې اړخونه ښکاره او ځینې پټ پاتې کېږي. کله چې موږ د کرکټر د جوړښت پر مسله غور کوو، دا حقیقت ډېر راته روښانه کېږي چې یو افسانوي کرکټر څومره زموږ سره ورته یا څومره له موږه جلا دی.
په ناول کې له کرکټرونو سره د لیکوال همدردي ځینې وخت د کیسې پر خوند اغېزه کولی شي، خو په عین وخت کې د لیکوال له کرکټره بېپروايي د کرکټر د ژوند د دوام لامل کېږي. کله ناکله د لیکوال فاصله خپله د لوستونکي د همدردۍ فضا جوړوي. دا خبره په ځانګړي ډول د فرانز کافکا په ناول Metamorphosis کې ډېر ښه څرګندیږي.
کله چې د کافکا “ګریګور سامسا” په حشره بدلېږي، نو د هغه د دروني اضطراب، د کورنۍ بېپروايي، او د انسان د وجودي پوښتنو د ټکر په پایله کې له سامسا سره د لوستونکي داسې یوه همدردي پیدا کېږي، چې د هغو په ذهن کې کلونه پاتې کېږي. دا همدردي په خپله د کافکا د لیکوالۍ د سبک یوه فلسفي فیصله ده، ځکه هغه کرکټر یوازې د یوه فرد د بدلون کیسه نه ده، بلکې د انسان د بېځایهګۍ، د کورنۍ په وړاندې د بېارزښته کېدو، او د ژوندۍ چوپتیا یو سمبول دی.
د کردارونو د افسانوي مقدر په اړه هنري جیمس د خپل ناول Portrait of a Lady په پیشلفظ کې لیکي: «زما په ذهن کې د افسانوي کردارونو سره تړلې د ترګنیف (Turgenev) یوه خبره د یوه ښایسته یاد په څېر پاتې ده. ترګنیف ته اول د کردارونو یو خام عکس راښکاره شي، هغه ټول له ده شاوخوا راګرځي. له لیدلو پس یې د زمان و مکان مطابق د ژوند د یوه مخصوص طرز نماینده جوړ کړي او په ناول کې یې ولوبوي. د انساني اړیکو په ناتمامه سلسله کې دا کردارونه هغه رول لوبوي کوم چې د دوی “افسانوي مقدر” وي.»
په دې اړه د ای. ایم. فاسټر په The Art of the Novel کې د کرکټرونو پر ډولونو بحث په زړه پورې دی. فاسټر کرکترونه په دوه ډوله ویشلی یوه ته “ Flat ” او بل ته “Round ” کرکټرونه ویلي. هغه کرکټر چې یوازې یوه ساده څېره لري او د ناول په اوږدو کې نه بدلېږي، فلیټ کرکټر دی. خو هغه کرکټر چې د وخت او حالاتو په بدلون کې ځان ښکاره کوي، نو دا “راونډ” کرکټر ګڼل کېږي.
د فلیټ کرکتر مثالونه د نولسمې پېړۍ د لیکوالانو چارلس ډکنس او توماس هارډي په ناولونه کې له ورایه شکاری. د دوی کرکټرونه یوازې د یوه حالت د انځور لپاره نه دي، بلکې د ټولنې یو ډول ژوندي انځورونه دي. همدا وجه ده چې د ډکنس ناولونه د ټولنیزو طبقو، فقر، ماشومانو او کارګرانو د ژوند داسې یو ساده عکس وړاندې کوي چې تر نن ورځې هم هغسي ښکاري.
خو د دې سره د کافکا په څېر لیکوالان بیا د کرکټر په دروني اضطراب ټینګار کوي. هغوی د انساني ژوند هغه پټ اړخونه رابرسېره کوي چې نه یوازې د یوې ټولنې ستونزې انځوروي، بلکې د انسان د وجود بنسټیزې پوښتنې راپورته کوي.
په پښتو ناول کې د پروفېسر راز محمد راز د کرکټرونو داخلي بېقراري ته د Flat character په چوکاټ کې نه شي کتل کېدای، ځکه د هغه د کرکټرونو په جوړښت کې داسې یو رواني ژوروالی پروت دی چې له معمول نه ورهاخوا دی. په ځانګړي ډول د هغه په ناول «سنۍ درخته انځریز وه» کې، کرکټرونه یوازي د ټولنیز واقعیت ښکارندوی نه دي ، بلکې د خپل ځان دننه د یوې اوږدې جګړې شاهدان دي. هغوی په ظاهره له ټولنې سره مخامخ دي، خو په حقیقت کې له خپل وجودي خاليګاه، له وجدان، او له نیمګړتیاوو سره په دوامداره ټکر کې ژوند کوي.
راز صاحب! د کرکټرونو په ټاکلو کې د هغې ژبې او ټولنې د رواني جوړښت سره ژوره اړیکه ساتي. د هغه کردارونه چې څومره د یوې خیالي فضا پابند دي هغومره د داسې ټولنې د رواني زخمونو انعکاس هم دي چې د جګړو، سیاسي کړکېچونو او کلتوري تضادونو تر سیوري لاندې ژوند کوي. د همدې ځایه د هغه کرکټرونه یو ډول داخلي اضطراب خپلوي، ځکه چې هغوی د خپل فردي ژوند او د ټولنیز مسؤلیت تر منځ تل په تضاد کې وي.
برطانوی نقاد ایان واټ، په خپل مهم اثر “The Rise of the Novel ” کې وايي: «په یوه ښه ناول کې لیکوال باید د کرکټرونو اعمال، نفسیات او مقدر د هغې مځکې سره وتړي، په کومه کې چې کردار لوبېږي.» د جین اسټن، ډکنس او هارډي د ناولونو ځواک همدلته پروت دی. راز صاحب! هم په همدې اصل پوه و. کله چې هغه د پښتو ژبې د خلکو د رواني نړۍ له لوری کرکټرونه تخلیقوي، هغوی د هغې ټولنې د فضا محصول وي، او له همدې امله د هغوی داخلي اضطراب د یوې عمومي ټولنیزې فضا تمثیل کوي. بل اړخ ته هغه د کرکټرونو ظاهري کړنې د هغوی د دروني اضطراب لپاره یوازې یوه پرده ګرځوي. د هغه ناولونه موږ ته دا راښیي چې کرکټر یوازې د بهرني عمل له لارې نه تعریفېږي، بلکې د هغه ریښتینی ژوند په هغه پټو پوښتنو کې دی چې د ځان په دننه کې یې ګرځوي. دا هغه څه دي چې لوستونکی تر ډېره ځوروي، ځکه موږ د دې کرکټرونو په خاليګاه کې خپل ځان هم وینو.
دا وجه ده چې د راز صاحب! کرکټرونه خپل تخلیق کار د پوسټ ماډرنه لیکوالانو په کتار کې په جګ سر دروي. د هغه کرکټرونه نیمګړي دي، د ځان په اړه ډاډه نه دي، او د یوې بشپړې نتیجې پر ځای، د پوښتنو او شکونو یو دوامداره تسلسل جوړوي. همدا تسلسل د هغوی د داخلي اضطراب سرچینه ده.
که د راز صاحب! کرکټرونه د ژبني او ټولنیز واقعیت له مخې ژور اضطراب لري، نو د رواني تیورۍ په رڼا کې دغه اضطراب لا بله فلسفي بڼه خپلوي. د سګمنډ فرایډ په نظر، د هر انسان شخصیت د «اېډ» (Id)، «اېګو» (Ego) او «سوپر اېګو» (Superego) تر منځ د دوامداره کشمکش محصول دی. د ناول کرکټر چې د ظاهري عمل تر شا د اندروني کشمکش ښکارندوی وي، دا په اصل کې د همدې ذهني حالتونو د ټکر تمثیل دی. د هغه په ناولونو کې ډېر کرکټرونه همداسې ښکاري: هغوی د خپلې غریزي غوښتنې (اېډ) او د ټولنیزو ارزښتونو (سوپر اېګو) تر منځ د جګړې په منځ کې ایسار پاتې دي. د دې جګړې په ترڅ کې د هغوی اېګو د توازن راوستلو هڅه کوي، خو د بریا پر ځای نورې شخړې زېږوي.
که د «سنۍ درخته انځریر وه» کرکټرونه وګورو، هغوی د ټولنې له اخلاقي او مذهبي ارزښتونو سره د خپلې دروني غوښتنې پر سر ډیر اختلاف لري. دا اختلاف د هغوی د ظاهري کړنو تر شا داسې یوه رواني ویره او اضطراب پیدا کوي چې لوستونکی یې د هرې جملې په منځ کې احساسوي. دا اضطراب یوازې د عمل نتیجه نه ده، بلکې د بېګانګۍ له ژورو راټوکېدلې ویره ده، هغه ویره چې فرايډ یې د « Unconscious grief» په نوم یادوي.
ژاک لاکان، چې د فرایډ نظریه یې نوي کړل، په دې باور و چې انسان د «خاليګاه» یا «کمښت» موجود دی. زموږ غوښتنې هېڅکله نه پوره کېږي، ځکه غوښتنه خپله د لاسته نه راوړلو په دوام کې ژوندۍ پاتې کېږي. د راز صاحب! کرکټرونه د همدې لاکاني کمښت ښکارندوی دي. هغوی که هرڅومره هڅه وکړي چې د خپلې غوښتنې یا مینې بشپړ انځور ته ورسېږي، نو بیا هم د نهپوره کېدونکي خلا په منځ کې پاتې کېږي. د دې خلا نهپوره کېدل د هغوی اضطراب لا پسې زیاته وي.
که د نړۍ له ادبیاتو سره ئی پرتله کړو، د راز صاحب! د کرکټرونو داخلي اضطراب د دوستویفسکي د «Raskolnikov» (Crime and Punishment) یا د ویرجینیا وولف د «Mrs. Dalloway» د کرکټرونو د اضطراب په څیر ښکاري. دا ټول هغه شخصیتونه دي چې د ظاهري کړنو تر شا د وجدان، ویرې، او د ټولنیزو فشارونو په منځ کې له خپل ځان سره جنګ کوي.
په دې توګه، د راز صاحب! ناولونه یوازې د ټولنیز واقعیت انځور نه دي، بلکې د انسان د رواني جوړښت د ژورو کندو یوه فلسفيانه بحث هم دی. د هغه کرکټرونه د دې ښکارندوی دي چې انسان هېڅکله یو بشپړ، ارام او له تضاد پرته موجود نه دی. د هغه په باطن کې تل یو څه کمښت، یوه ویره، او یوه نه ختمیدونکې پوښتنه شته چې د وجودي او رواني اضطراب سرچینه ګرځي.
د هغه په ناولونو کې کرکټرونه د جګړې، ویرانۍ او داخلي ټپونو د ښکارندوی په څېر نه وړاندې کېږي، بلکې داسې انځور ورکوي لکه د کائناتو د یوې نه بدلېدونکې ډرامې لوبغاړي وي. د هغوی اضطراب د فردي او شخصي حدودوه نه پورته کېږي، بلکې د یوه وجودی تصادف او جبر برخه ګرځي. د کاسمک سکیچولیزم له نظره، د “سنۍ درخته انځریز وه” یا “کابل ړنګ دی مینې ژاړي” کرکټرونه داسې ښکاري چې د هستۍ له یوې پټې نقاشۍ سره تړل شوي وي. هغوی که غم وړي، که له مینې بېبرخې کېږي، که د جنګ په لمبو کې سوځي – دا ټول یوازې انساني کړاو نه دی، بلکې د کاسمیک تقدیر هغه ټکي دي چې د وجود پر نقشه لیکل شوي.
که د دې لید سره د نورو لیکوالانو کرکټرونه پرتله کړو، د توماس هاردي د ناولونو کردارونه ډېر ورته والی لري. د هاردي په ادبیاتو کې هم انسان د برخلیک په وړاندې یو بېوسه موجود دی. د راز صاحب کرکټرونه هم د همدې ډول برخلیک پر وړاندې په یوه کاسمیک اضطراب کې ایسار پاتې کېږي. هغوی د یو داسې داخلي جګړې ښکار دي چې یوازې د فردي عقدو نه بلکې د کائناتی سکچولیزم د نقاشۍ برخه ده.
هرمن هیسي! په خپلو ناولونو ( Siddhartha او Steppenwolf) کې کرکټرونه داسې وړاندې کوي چې د وجودي کړاو تر څنګ د کائناتي نظم یوه برخه هم وي. د هرمن هیسي! کرکټرونه تل د یو داخلي سفر په حال کې دي، خو دا سفر یوازې رواني نه دی، بلکې د هستۍ د یوې سترې معنا سره تړلی وي. د راز صاحب کرکټرونه هم د هغسي کړاو ښکار دي: هغوی یوازې د جګړې د ټپونو سره سیالي نه کوي، بلکې داسې ښکاري چې د کائناتو د یوه پټ نظم د تمثیل برخه ګرځي. د هغوی اضطراب د ځان، هستۍ او کاسموس ترمنځ د اړیکې په اړه یوه فلسفي پوښتنه ده.
ویلیم فاکنر! هم په خپلو ناولونو ( The Sound and the Fury او As I Lay Dying) کې کرکټرونه د وخت، حافظې او برخلیک په اوږده جال کې ایساروي. د هغه د کرکټرونو داخلي اضطراب یوازې شخصي نه دی، بلکې د یوې ټولې هستۍ د ګډوډۍ او بېنظمۍ استازیتوب کوي. د راز صاحب کرکټرونه هم د حافظې، جګړې او برخلیک په جال کې بند ښکاري. هغوی که څه هم د یوې جغرافیایي سیمې او تاریخي حالت استازیتوب کوي، خو د هغوی رواني کړاو د کاسموس په هغه ستره ډرامه کې ځای لري چې انسان یې هېڅکله په بشپړ ډول نه شي درک کولای.
په دې توګه، د هیسه د کرکټرونو د روحاني سفر او د فاکنر د کرکټرونو د وختي او برخلیکمحوره اضطراب ترمنځ، د راز صاحب کرکټرونه داسې یو منځګړی حالت نیسي چې هم د رواني عقدو ښکارندوی وي، هم د کاسمیک تقدیر لوبغاړي، او هم د انسان د هستي د ژورې پوښتنې نښه.
د راز صاحب! کرکټرونه په خپل ذات کې د داخلي اضطراب او د کاسمیک تقدیر د یوځای کیدو یوه ژوره بېلګه دي. هغوی یوازې د ټولنیزو او تاریخي فشارونو محصول نه دي، بلکې د فطرت، خدای، مینې او جګړې په منځ کې د یوې وجودی شخړې تمثیل کوي. د هغوی سکوت، چیغې، او حتا جنسي تمایلات یوازې د فردي غوښتنو نتیجه نه ده، بلکې د هغه کاسمیکس سسټم برخه ده چې انسان تل ورسره په ټکر کې ژوند کوي. هم دا وجه ده چې د راز صاحب کرکټرونه د انسان د ازلي کړاو نښه ګرځي. هغوی د ځان دننه له وحشت، بربریت او عقدو سره جګړه کوي، دا جګړه په ظاهره د یوه فرد ښکاري خو په داخل کې د کائناتو د یوې لویې ډرامې برخه ده. لکه څنګه چې باران له ځمکې سره د خاموشې مینې په ژبه خبرې کوي، د راز صاحب کرکټرونه هم هڅه کوي د سکوت په ژبه د ځان او هستۍ ترمنځ اړیکه ټینګه کړي.
د هغوی اضطراب تل څو اړخیز دی: یو اړخ یې د وجودي پوښتنو ځواب موندل دي، بل اړخ یې د ټولنیزو او تاریخي زخمونو راسپړل دي، او درېیم اړخ یې د کاسموس د نظم په وړاندې د انسان د محدودتیا اعتراف دی. له همدې ځایه د راز صاحب د کرکټرونو ارزښت یوازې د محلي تجربې په سطحه نه بندېږي، بلکې د نړیوال ادبیاتو له هغو کرکټرونو سره اوږه په اوږه دریږي چې د هستۍ د پوښتنو، داخلي اضطراب او کاسمیک برخلیک د درک کولو هڅه کوي.