Homeخبرونهد ۲۰۲۵ دوبی د هسپانیا په تاریخ کې تر ټولو تود و

د ۲۰۲۵ دوبی د هسپانیا په تاریخ کې تر ټولو تود و

تاند (چهار‌شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) د اروپایي اتحادیې د کوپرنیکس د اقلیمي بدلون د څارنې د ادارې د راپور پر اساس، اروپا له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د نړۍ د اوسط په پرتله دوه چنده چټکه توده شوې ده.

د هسپانیا چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې سږنی اوړی د جنوبي اروپا د دغه هېواد د تودوخې له نظره تر ټولو ګرم دوبی و. هسپانیا، د مدیترانې د ټولې سیمې په څېر، د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخامخ ده.

د ملي هوا پېژندنې ادارې وویل، د هېواد منځنۍ تودوخه د جون له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۳۱مې پورې ۲۴.۲ د سانتي ګراد درجې وه.

دا هغه تر ټولو لوړه تودوخه ده چې له ۱۹۶۱ کال راهیسې یې د هوا پېژندنې اداره ثبتوي.

پخوانی ریکارډ، چې ۲۴.۱ درجې و، په ۲۰۲۲ کال کې ثبت شوی و. سږنی اوړی همداراز د ۱۹۹۱ – ۲۰۲۰ کلونو د اوسط په پرتله ۲.۱ درجې تود و.

تر ټولو توده ورځ، د اګست  ۱۷مه وه چې د تودوحې درجه د سانتي ګراد ۴۵.۸ درجې وه او د دغه هیواد د جنوب په «خیرېز د لا فرونتیرا» کې ثبت شوه.

د ملګرو ملتونو په وینا، د مدیترانې سیمه د نړیوال اوسط په پرتله ۲۰٪ ګړندۍ تودېږي.

د ډېرې تودحې له کبله د دوبي په میاشتو کې د هسپانیا په کلیوالو سیمو کې پراخ ځنګلي اورونه ولګېدل.

د اروپایي اتحادیې د «اروپایي ځنګلي اورونو د معلوماتو سیسټم» د معلوماتو له مخې، سږ کال ۳،۸۲۰ مربع کیلومتره ځمکه وسوځېدله، چې ۲۰۲۲ د ۳،۰۶۰ مربع کیلومتره پخوانی ریکارډ یې مات کړ.

د هسپانیا د هوا پېژندنې اداره وايي، دغه هېواد په ځانګړې توګه وچ دوبی هم تجربه کړ، په ځانګړي ډول د شمال لویدیځ په هغو سیمو کې چې ځنګلي اورونو تر ټولو ډېر زیان اړولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...