پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهازبکستان په ۶ میلیون ډالرو په بلخ ولایت کې ستره مدرسه جوړوي

ازبکستان په ۶ میلیون ډالرو په بلخ ولایت کې ستره مدرسه جوړوي

تاند (چهار‌شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) په بلخ ولایت کې د طالبانو د والي دفتر پرون (سې شنبې) وویل چې د ازبکستان حکومت به د ۶ میلیون ډالرو په لګښت په مزارشریف کې تر ټولو لویه دیني مدرسه جوړه کړي.

د دې ادارې له خبرپاڼې سره سم، دا مدرسه به څلور برخې لري چې لومړۍ یې اوس د بشپړېدو په حال کې ده.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د سې شنبې په ورځ د دې پروژې د کار بهیر وکوت.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په داسي حال کې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي، عصري علوم مباح بللي او د مدرسو جوړولو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت د ثور په ۲۱مه اعلان وکړ چې په تېرو درې کلونو کې د دیني زده کړو شاوخوا ۲۳ زره مرکزونه یا مدرسې جوړې شوي دي. دغه وزارت زیاته کړه چې په همدې موده کې تر ۳۰۰ زرو ډېر زده‌کوونکي په دغو مرکزونو کې شامل شوي دي.

تر دې دمه طالبانو د عصري ښوونځیو په جوړولو کې له لویو پانګونو ډډه کړې ده.

ازبکستان، په خپله خاوره کې له افراطیت کلکه مبارزه کوي او حتي له معتدل اسلام سره هم چندان ګوزاره نه کوي خو په افغانستان کې ښايي د دې لپاره دا ستره مدرسه جوړوي چې د طالبانو رژیم تر بل هر شي د مدرسې په جوړولو خوشالیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...