Homeخبرونهملایعقوب مجاهد د قطر له مرستیال صدراعظم او دفاع وزیر سره وکتل

ملایعقوب مجاهد د قطر له مرستیال صدراعظم او دفاع وزیر سره وکتل

تاند (چهار‌شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) د قطر د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد د دولت مرستیال صدراعظم او دفاع چارو وزیر، شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن آل ثاني، د افغانستان له دفاع وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دلچسپۍ پر موضوعاتو او د هغو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو خبرې وکړې. همداراز، د سیمې او نړیوالو تحولاتو په اړه هم خبرې وشوې.

دا ناسته د دواړو هېوادونو د لوړپوړو افسرانو په حضور کې ترسره شوه.

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد پرون دوحې ته لاړ او د دغه هیواد د بهرنیو چارووزیر په ګډون یې له بېلابېلو چارواکو سره وکتل.

د طالبانو دفاع وزیر قطر ته سفر کړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...