Homeخبرونهد طالبانو دفاع وزیر قطر ته سفر کړی دی

د طالبانو دفاع وزیر قطر ته سفر کړی دی

تاند (سې‌شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، نن‌ (د اګست ۱۶مه) په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې ملا محمد یعقوب مجاهد د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفه سره لیدلي دي.

د مجاهد په وینا، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې شوي او د قطر له لوري د افغانستان پر ملاتړ او خواخوږۍ ټینګار شوی دی.

تېره اوونۍ اسراییل په دوحه کې د حماس پر دفتر هوايي برید وکړ چې په پایله کې یې د دې ډلې پنځه غړي ووژل شول.

ملګروملتو او اکثرو هیوادونو د اسراییل برید غندلی او قطر په دوحه کې د اسلامي او عربي هیوادونو د مشرانو بیړنۍ غونډه دایره کړه. دې سرمشرې ته د افغانستان په استازیتوب د طالبانو مشران نه و بلل شوي ځکه چې د هغی حکومت له روسیې پرته نور هیوادونه د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.

یعقوب مجاهد د ۲۰۲۴ په مارچ کې دد دوحې په نړیوال دفاعي نندارتون کې د ګډون کړی و، او هلته یې د قطر له دفاع وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...