تاند (سېشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) طالبانو په کندهاز، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د نوري فایبر انترنیټي خدمتونه بند کړي دي، اوله دې امله لسګونه زره افغانان له انټرنټ څخه بېبرخې شوي او د اړیکو نیولو، آنلاین زده کړو او د خبرونو د ترلاسه کولو او لېږلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
په بلخ ولایت کې د طالبانو د والي ویاند، عطاالله زاهد، په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې وای فای د «فسادونو د مخنیوي» لپاره بند شوی دی. هغه لیکلي: «له دې وروسته به د دې کیبل له لارې انټرنټ نه وي او ټولې اړیکې پرې شوې دي.»
موبایل انټرنټ، چې په ځینو سیمو کې تل نه وي فعال، تر اوسه اغېزمن شوی نه ښکاري.
ځایي رسنیو راپور ورکړی چې په جنوبي کندهار ولایت کې هم خلکو په انټرنټ کې د ګډوډۍ راپور ورکوي.
د طالبانو جګپوړو چارواکو او ویندویانو، چې له دین څخه عجیب و غریب تفسیر لري، تر اوسه د دې پالیسۍ په اړه رسماً څه نه دي ویلي. د بلخ ولایت یوه حکومتي کارکوونکي، چې د نوم له یادولو ډډه کوي، ویلي چې د وای فای د بندېدو پرېکړه د حکومتي کارکوونکو لپاره هم ناڅاپه وه. هغه زیاته کړه، لا هم د موبایل انټرنټ له لارې اړیکې نیسي، خو اندېښنه لري چې کېدای شي دا بندیز نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. د انټرنټ بندېدا د افغان نجونو او ښځو د انلاین زده کړو د پروګرامونو لپاره لوی خنډ جوړولای شي.
د ډېرو افغان ښځو لپاره، له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له سختو محدودیتونو سره انټرنټ، د ازادۍ یوه وسیله ګرځېدلې ده. طالبانو ښځې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې دي او پر تګ راتګ یې هم محدودیتونه لګولي دي.
ډېرې نجونې په آنلاین ټولګیو کې ګډون کوي، د برېښنایي کتابونو له لارې بهرنۍ ژبې زده کوي، د کریپټو اسعارو په سوداګرۍ کې بوختې دي ترڅو مالي خپلواکي ترلاسه کړي. ځینې ښځې هڅه کوي د سینماوو تړل کېدا، د ښځو لپاره د ورزشي کلپونو بندېدا او د موسیقۍ منع کېدال د یوټیوب ویډیوګانو په لیدلو جبران کړي.
بهرنیو مرستندویو ادارو د افغان زدهکوونکو لپاره د موبایل ډیټا پکیجونه سبسایډي کړي دي، چې دا تر اوسه د انټرنټ د دې بندیز له اغېزې خوندي دي.
د شواهدو له مخې، طالبان هڅه کوي چې د افغانستان پر انټرنټ نور هم کنټرول ولګوي. تیر کال تر ۱۰ ډېرو افغان یوتیوبرانو وویل چې سانسور سخت شوی او محدودیتونه ډېر شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تېر کال واشنګټن پوسټ ته ویلي و: «البته موږ داسې فلټرونه غواړو چې زموږ د اسلامي ارزښتونو استازیتوب وکړي، خو دا ګران کار دی — او اوس پیسې کمي دي.»
هغه زیاته کړې وه چې امارت غواړي د خلکو د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي.
په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت نوي مقررات عملي کړي دي، چې له مخې یې د موبایل لپاره د سیم کارټ اخیستونکی نور پټ نه شي پاته کېدای.