تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د اسیايي جام سیالیو په لړ کې بنګله دېش افغانستان ته په ۸ منډو ماته ورکړه. پچه بنګالي لوبډلې وګټله او لومړی یې په خپله بیټنګ وکړ. افغانستان عموماً په تعقیب کې ښه کارنامه نه لري او هماغسي چې اټکل کېده، افغان لوبډلې د بنګله دېش د ۱۵۵ منډو هدف پوره نه کړای شو.
د افغانستان د بري لپاره هیلې له هماغه پیله مړاوې شوې چې پیلګر او تکړه لوبغاړی صدیق اتل په لومړي توپ وسوځېد.
د افغانستان برعکس د بنګله دېش پیلګرو لوبغاړو خورا ښه لوبه وکړه. تنزید حسن ۵۲ او سیف حسن ۳۰ منډې وکړې.
د وروستیو لوبو خلاف نن رحمان الله ګوربز نسبتاً ښه و، په ۳۱ توپونو یې ۳۵ منډې وکړې خو ابراهیم ځدراڼ یوازې ۵ منډې وکړای شوې. په ۱۶ منډو د ګلبدین نایب او په ۱۵ منډو د محمد نبي له سوځېدو وروسته عظمت الله عمرزي ته هیلې غوړېدې هغه په ۱۶ توپونو ۳۰ منډې وکړې.
کریم جنت د تېرو لوبو په شان ژر وسوځېد. نوموړي چې ۶ منډې کړې وې، رن اوټ شو. خو راشد خان په ۱۱ توپونو ۲۰ منډې وکړې. په پای کې نور احمد د ۲ شپږو په مټ په ۹ توپونو ۱۴ منډې وکړې. ده په باولینګ کې هم تر ټولو کمې منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول. د بنګله دېش ۲ نور لوبغاړي ۲ راشدخان او یو هم عمرزي وسوځاوه.
داسی ښکاري چې افغان لوبډله په خپل ترکیب کې بیا کتنې ته اړتیا لري، په تېره بیا کریم جنت پر ځای یوه تکړه باولر ته اړتیا ده.
د افغانستان بله لوبه، له سریلانکا سره ده. له سریلانکا سره، چې ظاهراً تر بنګله دېش پیاوړی ټیم دی، سیالي به معلومه کړي چې افغانستان بل پړاو ته وتلی شي او که نه. که افغانستان وبایلله سریلانکا به د لومړي او بنګله دېش د دوهم ټیم په توګه بل پړاو ته ووځي او له هند او پاکستان سره به په نیمه پایلوبه کې مخامخ شي. په بله سیالي کې به افغانستان ته مهمه وي چې په نسبتاً لوړ توپیر سیالې لوبډلې ته ماته ورکړي ځکه چې د بي ګروپ ۳ ټیمونه به ۴ امتیازونه لري.
سبا (چهارشنبه) به پاکستان او متحده عربي امارات مخامخ شي او د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۷) به افغانستان د سریلانکا په وړاندې میدان ته ووځي.