تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د کونړ زلزله ځپلو ته د مرستو په رسولو کې د ښځو له ګډون سره د طالبانو مخالفت، «احمقانه» وباله.
ښاغلي ګوتیریش وویل: هغه څه چې طالبان د ښځو د کار په تړاو په افغانستان کې کوي، «نه یوازې د زغملو نه دي، بلکې احمقانه هم دی.»
ملګرو ملتونو د وږي یا سنبلې په ۲۰مه د سېشنبې په ورځ په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل، طالبانو افغانې ښځینه مرستندویان په زلزلهځپلو سیمو کې له کاره منع کړي دي. دغه سازمان وویل چې د طالبانو دا اقدام په دغو سیمو کې د اړو او زیانګالو خلکو ته د مرستې رشیدو بهیر ستونزمن کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې پر طالبانو نیوکې یوازې د مرستو په رسیدو پورې نه رالنډېږي، خو په اوسني حالت کې د ښځو ونډه په مرستندویو چارو کې خورا مهمه ده.
هغه ټینګار وکړ چې د مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه حیاتي ارزښت لري او پرته له هغوی د افغانستان د ټولنې یوه ستره برخه د مرستو له لاسرسي بېبرخې کېږي.