۱ برخه
د هند ګورګانیانو او د پارس صفویانو د خپل ځواک او واک د پراختیا لپاره کوښښ کاوه، چې افغانستان ولکه کړي. دواړو غاړو هڅه کوله لومړي په ټول افغانستان او په ځانګړی ډول په کندهار ولکه ټینګه کړي.
ګورګانیانو پخپلې ټولې ځواکمنتیا هڅه کوله، چې د هند له نیمې وچې راواوړي او یو د بل پسې د افغانستان سیمې لاندې کړي.
لکه چې ومووېل، لومړی د هند په شمال کې مغلي واکمن له هغو پښتنو سردارانو سره لاس و ګرېوان شول، چې هغوئ لسګونه کاله، د بېلګې په توګه لودیانو واو سوریانو د هند په نیمه وچه سلطنت کړی وه.
دویم یو شمېر ملي ازادي بښونکي غورځنګونه ول، چې د هندي مغلو پر وړاندې پاڅونونو ته لاره اواره کړه چې دغو ملي اتلانو د هند له شمال او ختیځ نه نیولې د افغانستان تر سیمو پورې خپل مقاومت ته دوام ورکړ، چې موږ یې د ساري په توګه یادونه کوو:
۱ـ که چېر موږ د یو شمېر تاریخپوهانو څرګندونو ته تم شو، چې افغانانو د هېواد په بیلابیلو سیمو کې خپل تاریخي ویاړونه خوندي کړي دي، دې پایلې ته رسیږو، چې افغان ولس د یوه ژوندي ملت په توګه د څومره والي او څرنګوالي له مخې خپل تاریخي مسولیت ادا کړی دی.
د سلطان محمود د دربار یوه نامتو تاریخپوه ابو نصر العتبی او همدارنګه نورو لکه عبد الحی بن ضحاک ګردیزی په زین الاخبار کې، ابو فضل بیهقي، البیروني، فخر مدبر مبارکشا د غوریانو په دربار کې منهاج السراج په طبقات ناصري کې سیف بن محمد هېروي (تاریخنا مه هرات)، مراکشي سیلاني ابن بطوطه په «رحله» نومی کتاب کې او په لسګونو کورني او بهرني لیکوال یادولی شو، چې افغانانو که هغه د غور اوسیدونکي وو، یا له سیستان نه تر کندهاراوان تر پېښوره پورې دغو وګړو له سیمه ییزو واکمنیو راواخله تر ټولواکمنیو پورې، له پارس نه نیولې تر هند پورې سلطنت کړی دی.
د غوري بادشاهانو یوه منشي فخر مدبر مبارکشاه په اداب الحرب والشجاعه کې په دې ټینګار کړیدی، چې له سلطان محمود دمخه لودي افغان مشرانو د «جیپال» په دربار کې د «کوټوال» دنده په غاړه درلوده.
وروسته بیا همدغو لودي مشرانو په ملتان کې د یوه حکومت بنسټ کېښود، چې موږ شیخ حمید لودي، نصر لودي او داود لودي د ساري په توګه یادولی شو.
د غزنوي دربار یو تاریخپوه «العتبي» په دې اند دی، چې د سبګتګین زوې غزنوي سلطان محمود په لښکر کې همدغه افغانان د سرتېروپه توګه هند ته لاړل.
د طبقات ناصري مولف منهاج السراج جوزجاني کښلي دي، چې د سلطان معزالدین سام په لښکرو کې هم همدې افغانانو غوښن ګډون درلود.
جوزجاني د «الغ خاني» (چې وروسته د بلبن په نوم نامتو شول) یادونه هم کړېده چې درې زره (۳۰۰۰) پلي او سواره افغان جنګیالي د دوی په لښکرو کې په ډېرې میړانی او زړورتیا جنګېدل.
په هندوستان کې نه یوازې افغانان یو جګړه ییز ځواک وه، بلکې د خلجیانو د واک په مهال په اداري چارو کې فعاله ونډه درلوده.
د بېلګې په توګه د سلطان علاوالدین خلجي په دربار کې د« اختیار الدین افغان مل» په نوم یو نامتو سردار، د عباس سرواني د څرګندونو پر بنسټ شتون درلود.»[1]
اختیار الدین افغان مل د خلجیانو په واکمنۍ کې د ښه نوم څښتن و او ان د سلطان محمد په مهال هم د حکومت ادارې چارې پر مخ وړلې. د ده وړوکی ورور ملک افغان مل هم نامتو وه او د خلجیانو د واکمنۍ په مهال حکومتي چارې سمبالولې.
سرواڼي عباس ټینګار کړیدی، چې د قطب الدین مبارک شاه خلجي د سلطنت په پېر کې او هم د سلطان غیاث الدین «تغلق شاه» د واک په مهال پریکړه وشوه چې د هند جنوبي سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، دواړه وروڼه (افغان مل) د سلطان علاوالدین خلجی په مخورو کسانو کې شامل وو.
د سلطان محمد بن تغلق شاه د واک او ځواک په مهال هم یو شمېر نامتو افغانان وه، چې حکومتي چارو کې لاس درلود او ان دا چې یو شمېر کسان یې په دندو وګمارل، چې په هند کې د مسلمانانو یوه حکومتي تشکیل ته لاره اواره کړي.
۲- د دغو مخورو افغانانو په لړ کې یو هم ملک شاهو لودي و، نوموړي په ۱۳۳۴ ز کال د ملتان د والي «بهزاد» پر وړاندې پاڅون وکړ او د سلطنت اعلان یې وکړ، ولې د ډيلي د ځواکونو پر وړاندې مقاومت ونه کړ، له هند نه افغانستان ته راغی.
له ملک شاهو وروسته، ملک اسد خان لودي (۴۰۵ ز کال)، ملک شاه بهرام (اسلام خان ۱۴۱۱ ز) لودي د خضر خان په وسیله «سر هند» لاندې کړ او ګڼ شمېر جنګیالي یې ځان پسې روان کړل.
د لودي کورنۍ یو بل نامتو ملک سلیمان لودي وه، چې د ملتان خلکو ترې ملاتړ کاوه. ده په ۱۴۱۸ ز کال په کابل کې له مغلي چارواکي شیخ علي سره په جګړه کې ووژل شو.
د دې ټولو هلو ځلو په لړ کې، لودي بهلول هغه څوک وه، چې په هند کې د یوه ستر سلطنت بنسټ کېښود، چې د ۴۰ کالو په شاوخوا کې سلطنت وکړ.
له دغه شهینشاه وروسته د ده زوی او لمسي، ورپسې سوري شېر شاه او د هغه زوې یو د بل پسې په هند حکومت وکړ.
ولې کله چې ګورګانیان په هند کې د واک او ځواک خاوندان شول بیا هم افغانان لاس تر زنې پاتې نشول، د بابر، همایون، جلال الدین اکبر، جهانګیر، شاه جهان، اورنګ زیب او نورو مغلی چارواکو پر ضد مبارزه وکړه، چې موږ په دغه لړ کې یو شمېر پښتانه نوابان، پير روښان او د هغه کورنۍ، خوشحال خان خټک او د هغه کورنۍ، ایمل خان او دریا خان د ساري په توګه یادولی شو.
سره د دومره قربانیو او هلو ځلو ختیځو افغانانو په افغانستان کې د یوه ملي حکومت بنسټ ټینګ نشو کړی او لویدیځ پلو ته پرتو افغانانو هم نه یوازې د ګورګاني سردارانو او هندي مغلانو پر ضد پاڅونونه وکړل، بلکې د صفویانو پر وړاندې هم ودرېدل او په دې لاره کې ډېره قرباني ورکړه.
که افغانانو او په دغه لړ کې لودیانو، سوریانو او نورو افغان قومونو او ټبرونو د زورواکو مغلو پر وړاندې وسله واله مبارزه او پاڅونونه وکړل ، بل لورته د صفویانو او د نورو افغان ټبرونو تر مینځ هم داسې سیاسي او جګړه ییزو ستونزو هم شتون درلود.
څرنګه چې د مغلو او ګورګاني واکمنو پر وړاندې مومندو، لودیانو، سوریانو، نیازیو، خټکو، یوسفزیو او نورو افغانان قومونو پاڅونونه وکړل او د خپلواکۍ ناره یې اوچته کړې وه،همدارنګه د صفویانو پر وړاندې هم یو شمېر افغان ټبرونو لکه هوتکیانو، ابدالیانو، ناصرو، توخو، تره کو، نیازېیو او په لسګونو قومونو پاڅونونه وکړل.
هغه مهال چې د افغانستان یو شمېر سیمې د ګورګانیانو او صفویانو په ولکه کې وې، بیا هم د دغو ښکیلالګرو په مینځ کې په ځانګړي ډول یو ستر ټبر چې توخي نوميږي خپله سیمه ییزه واکمني ساتلې وه.
دغه وګړي په شار صفا، قلات، شاه جوی، ارغنداب او د زابل ولایت په بیلابیلو سیمو کې د واک او ځواک څښتن ول. د دغو خلکو نومیالی مشر شاه محمد کلاتي نومیده، چې د همایون په وخت کې د کندهاروالي وه. له ده نه وروسته سلطان ملخی یو بل مېړنی اتل وه، چې د اورنګ زیب په وخت کې د زابل حکمران وه. دده په مهال د صفویانو او غلجیانو تر مینځ سختی نښتې وشوې.
هغه وخت چې جهانګیر ګورګانی په ۱۶۰۵ ز کال د جلال الدین اکبر ځایناستی وټاکل شو، صفوي پاچا د «حسین خان» تر مشرۍ لاندي یو لښکر له هرات نه کندهار ته واستوو.
د کندهار والي شا بیګ د جهانګیر د پوځ په ملاتړ د صفویانو ځواکونه په شا وتمبول او جهانګیر هم له کابل نه بیرته هند ته ستون شو.
کندهار تر ۱۶۲۲ ز کال د هند د مغلي حکومت په ولکه کې وو، چې وروسته بیا شاه عباس ونیوه. که څه هم نوموړي ۲۷ کاله وړاندې جلال الدین اکبر ته پرې ايښی وه، خو د جهانګیر د واک په مهال یې بیرته لاندې کړ او د کندهار والي عبد العزیز ته یې ماته ورکړه.
له میرویس خان نه دمخه
د هوتکیانو له سیاسي واکمنۍ دمخه یو شمېر سیمه ییزه واکمن، چې د غلجي او ابدالي قومونو پر مټ سیاسي ډګر ته راوتي وو، صفوي او ګورګاني واکمنو ته د پام وړ ګڼل کېدل.
سره د دې چې د یوه ټولنیز مصلحت او قومي جوړښت له مخې د پنځلسمې (۱۵) پېړۍ په شاوخوا کې غلجي پښتانه په ګڼ شمېر کې د کندهار ښار شمال او شمال ختیځ پلو ته ان تر کابله پورې خواره واره پراته وه، ولې ابدالي قومونه تر ډېره بریده د کندهار ښار جنوب او جنوب لویديځ لور ته ان ترهرات او سیستان پورې اباد وو.
خو دواړو غاړو کوښښ کاوه، چې د ارغنداب ابادې ځمکې ان تر هلمنده پورې یو د بل پسې لاندې کړي.
په یادو سیمو کې مېشت پښتانه هم وېشلي وه او دوئ هم هڅه کوله، چې د خپل خیل قوم اوټبر خلک په دغو پراخو سیمو کې ځای پر ځای کړي او دغه حاصل خیزې ورشو ګانې، چې د څړځایونه یې درلودل ښېرازې اوورغوي.
دغه ډول هڅې له یوې خوا ډېرو نه ډېرې د یوې سیمې په کچه وې نه دې ټولو پښتنو قومونو لپاره او له بلې خوا داسې نه وه چې په هرې ټاکلې سیمه کې یوازې یو قوم اباد وه. د مثال په توګه د یوسفزیو یو ډله لکه په تواریخ حافظ رحمت خاني کې چې راغلي دي:
«یوسف زي په پنځلسمه (۱۵) پېړۍ کې له کندهار نه زابل، غزني او کابل ته وکوچېدل. »(معظم شاه ۷-۱۵مخونه) حال دا چې په یادو سیمو کې هوتکیان، توخي، تره کي، ناصر او نور قومونه هم اباد ول.
همدغسې له کندهار نه تر نیمروز، فراه، هرات او ان تر بادغیس پورې، نه یوازې غلجیان ودان ول، بلکې نورزی، بارکزي، اڅکزي، پوپلزی او نور قومونه هم استوګن ول. د دوئ تر مینځ خپل مینځي جګړې هم کېدې خو دغه جګړې د قومي شجرو له مخې داسې نه دي شوي، چې یوازې د غلجیانو او ابدالیانو تر مینځ شوي، بلکې د بیلابیلو ټبرونو او خیلونو تر مینځ هم شویدی، چې موږ د کرلاڼېیو او نورو قومونو خپل مینځي جګړې د بېلګې په توګه یادولی شو.
یو شمېر هغه قومونه چی د ستر کندهار په شاوخوا سیمو کې اباد وو دوئ که کله کله خپل مینځي ستونزې درلودې، خو تر ډېره بریده د ملي یووالي په رڼا کې یو د بل ملاتړ ته هم دریدلي دي.
د ساري په توګه «ګریفن» په دی ټینګار کوي چې کله (۱۰۳۶ ه – ۱۶۲۶ ز) خضر خان ومړ، زوی یې خدا داد خان له خپلو ګاونډېیو غلجیانو سره اړیکې دوستانه کړې او قومي جرګو او مرکو له مخې سلطان ملخي سره سلا او مشوره کوله.
صفوی دربار که سدوخان ته د امیر افاغنه لقب ورکړ، خو د ډیلي درباراوسرکار بیا د ده لمسي شیر خان ته د «شهزاده» لقب ډالۍ کړ. دوئ ان تر دولت خان پورې (دولت د سرمست زوې د شېر خان لمسی د خضر خان کړوسی او د سدو کوسی کېده) له شارې صفا نه تر ارغستان، له کندهار نه تر فراه، همغسې تر سیستان او شیڼ ډنډ پورې دغه پراخه سیمه ییزه واکمنۍ د دوئ د واک او ځواک برخه وه، ان دویم صفوي شاه عباس یو لیک (۱۶۴۹ ز) دولت خان ته لیکلی واو هغه یې د کندهار د کلا کوټوال نومولی و.
که دغه سیمه ییز واک د دولت خان په لاس کې و، خو حیات سلطان ابدالي په دغه مهال ملتان کې اوسېده.
ولې له دولت خان وروسته زوې له صفوي حکومت سره څرګنده دښمنی ځکه نشوه کولی، چې زمان خان له هغوئ سره یرغمل و.
دلته دی چې د یو شمېر پښتنو قومونو مشر توب میرویس خان ته ورپه غاړه شواوله میرویس خان هوتک نه دمخه هم یو شمېر داسې غلجي مشران تېر شوی وو، چې سیاسي اړیکې یې د پارس د صفویانو په پرتله د هند له ګورګانیانو سره خوږې وي. د بېلګې په توګه د بابر زوې همایون د کندهار چارې «شاه محمد کلاتي» ته سپارلې وي.
د اورنګ زیب د (اورنګ زیب د شاه جهان زوی، د جهانګیر لمسی، د جلال الدین اکبر کړوسی او د همایون کوسی کېده) واک په مهال سلطان ملخی د کلات والي وټاکه او هم یې (۱۶۸۱ ز-۱۰۹۳ ه) د یوه فرمان په ترڅ کې د ټولو غلجیو سردار او ملک ونوموه.
سلطان ملخي په ډېرې اوښیارۍ د ابدالیانو له مشر خدا داد سلطان سره نه یوازې ښې اړیکې وپاللې، بلکې د یوه تړون له مخې د «جلدک» د ګرماوناوه یې یو خپل مینځي برید وټاکه.
غلجیو د پارس له صفویانو سره ډېرې جګړې وکړې او کله چې سلطان ملخی ومړ پر ځاې حاجی عادل دهغه ځای ناستي شو، چې د واک او ځواک پلاز یې د «ترنک» د رود پر غاړه کلات او چختران وو، خو« لسترنج» یو برتانوی ختیځپوه په دې اند دی چې په مینځنیو پېړیو کې پنجوایي د کندهار پلازمینه وه چې د ارغنداب او ترنک تر مینځ پروت دي»[2]
سلطان ملخی توخی، چې د مخه وویل شول د پښتنو یو نامتو مخور مشر و،چې د نازو انا پلار کېده او د میرویس هوتک مورنی نیکه وه.
میرخان مشهور په میرویس نیکه د خپلو نیکونو په څېر د خپل ټبر مشر و تاکل شو او په ډېرې سیاسي هوښیارۍ یې د یوه ملي حکومت بنسټ کېښود.
میرویس هوتک څرنګه واک ته ورسېد؟
سره د دې چې افغانستان د دوه سترو ځواکمنو حکومتونو (د پارس صفویانو او د هند ګورګانیانو) تر ولکې لاندې وو، ولې بیا هم د دواړو ښکیلاک ګرو حکومتونو پر وړاندې یو د بل پسې د افغانانو له خوا پاڅونونه کېدل.
له یوې خوا د پرلپسې پاڅونونو رغنده رول، د خلکو اتلولي او سرښندنه او له بلی خوا د اورنګ زیب له مرګ نه وروسته د مغلي شهزادګانو کمزوري وه.
همدغسې د افغانستان بل پلو په لویدیځ کې د صفوي شهزاګانو بېباکي، چې هره شېبه یې، د ظلم، بد اخلاقي او ناوړه کړو وړو له امله ولس له ګڼو ستونزو سره مخ کړی و، چې څو بېلګې یې داسې دی.
۱ـ د یوه اروپایې تاریخپوه «ډن ګارسیا »د خولې خبره، چې ډاکتر احمد تاج بخش یې یادونه کړیده، شاه عباس به چې له کوم سفر نه راوګرځېد اعلان به وشو، چې ټول مسلمانان او مسیحان د خپلې لوڼې او میرمنې ټاکلی بازارته بوځي !؟ هلته به څو تنو ته سپارښتنه شوې وه، چې ښکلی او تنکۍ نجونې غوره کړی.
له دوئ سره به ټوله شپه عیاشی کېده او سبا به ښاریانو ښځې خپلو کورونو ته ستنې کړې او بیا به شا عباس څو ارمني نجونې حرمسرای ته بوتلې.»[3]
۲- همدارنګه د شاه سلیمان او د هغه د زوی صفوی شاه حسین د واک په مهال هم، چې دوئ به شراب وڅکل، نو بیا به یې نجونې نڅولې او ټوله شپه به یې په عیاشۍ او بېباکۍ تېره کړه، که څه هم شاه حسین په وروستیو کې مذهبي افراطیت ته هم مخه کړې وه .
۳- د مالیاتو ټولول، چې ډېر زیان یې ولس ګاله او دوئ بیا دغه شتمني او راټوله شوې مالیه په عیاشۍ لګوله، دا یو بل ستر ګواښ وه، چې خلک یې له ډېرو کړاوونو سره مخ کړي وو.
۴- د سوني او شېعه مسلمانانو تر مینځ مذهبي تاو تریخوالي، ناندرېیو او بد مرغیو ته لاره اواره کړې وه ، کوم ټولنیز ارزښتونه، چې د رنسانس له پېر سره سم د نړۍ په تاریخ کې مینځته راغلل، له پارس نه تر کندهاره پورې ولسونو ترې کومه سیاسي او اقتصادي ګټه تر لاسه نکړه بلکې د تمدن له دې بهیره وروسته پاتې شول.
د دغه بوګنوونکي ناورین او غمیزو په لړ کې د صفوي واکمنو وژنې وې، چې په دې تړاو، پولینډی کشیش کروسینسکی پخپل کتاب کې داسې کښلي دي: د سلطان حسین صفوي پلار «شاه سلیمان دومره ظالم او خونړی واکمن وه، چي خپل زوې یې وواژه او میرمن یې د خپل زوې د وژنې له امله شاهي ماڼۍ ته پورته شوه او ځان یې له بامه وغورځوه. بل زوې یې هم وواژه چې د بڼ څانګې یې غوڅې کړیوې .»[4]
دغه سیلاني تاریخپوه د صفوي واکمن سلطان شاه حسین د واک په وخت کې اصفهان ته راغی او شاوخوا شپږ میاشتی هلته تېر یې کړې او د صفوي سردارانو ظلمونه یې پخپلو سترګو لیدلی وو اوحال دا چې صفوي شاه سلیمان د خپل هغه زوې چې میرزا عباس نومېده په پرتله میرزا شاه حسین هوښیار او د تاج و تخت لپاره وړ او مناسب ګاڼه.
کروسنسکي نه یوازې د صفوي شهزادګانو تېروتنې پخپلو سترګو لیدلي وې، بلکې په دې اړه یې د عثمانیانو له تاریخ نه هم ډېر څه تر لاسه کړي وو.
همدا لامل دی، چې ده د صفوی شاه اسماعیل بن «جنید» د ۴۰ کلن سلطنت ډېرې پېښی پخپل اثر کې راغبرګې کړیدي.
کروسنسکي ټينګار کوي، چې دوئ له شاه اسماعیل صفوي نه تر صفوي شاه حسین پورې واک درلود او دولس هېوادونه یې تر ولکې لاندې وو، چې عجمي عراق، خوزستان، لرستان، پارس او کرمان، مکران، عربي عراق، کندهار، زابلستان، سیستان، خراسان او مازندران، ګیلان، اذربایجان چې عبارت له «ایروان» شیروان، ګرجستان او داغستان څخه وو.»[5]
نوموړي د صفوي شاه حسین په کړو وړو ځانګړي تبصره کړې ده، چې ګنې که ده د امام رضا د زیارت کولو او د نورو مذهبي مراسمو د ادا په لاره کې پېسې لګولې، مانا دا چې دی شېعه مذهب ته ډېر ژمن و، چې ان د شراب څکلو نه یې توبه وکړه او حال دا چې خلک دومره په شرابو روږدي شوي ول، چې سلطان ته یې خواست وکړ، چې په شرابو لګول شوی بندیز مات کړي ، ان دا چې خلکو دده مور واسطه کړه، چې هغه بېرته دېته اړ کړي چې شراب خوړلو اجازه ورکړي.
مورې دده د رضا کولو لپاره ځان په ناروغۍ واچوه او په پاې کې صفوي شاه حسین ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو نیکونو په څېر د غم غلطولو لپاره یو څو پيالي شراب وڅښي ، نوښه به وي.
خو بیا هم د ده دولتي چارې له ځوړتیا سره مخ وې، چې څو لاملونه یې د پام وړ وو.
۱ـ له دولتي چارو سره بې پروايي د ده د حکومت ستنې ولړزولې.
۲- د شاه عباس د قانون له مخې د لویو ښارونو خلکو ته سپارښتنه شوې وه، چې د کعبی د زیارت پرځای په هېواد کې دننه د امامانو زیارت ته لاړ شي او که چا به حج ته د تللو نیت وکړ، نو باید پاچا ته یې رشوت او بډې ورکړې وی.
۳- هر چا د صفوي دولت د زوال لپاره هڅه کوله، ان تر دې چې د دربار وزیران هم په دوه ډلو وېشل شوی وو، چې د دغه نا یووالي له کبله په دینی، دولتي او په ټولو ټولنیزو چارو کې ستره ګډوډي او بې نظمي مینځته راغله.
که له یوې خوا صفوي دولت د زوال او کمزورۍ لور ته روان و، خوله بلې خوا د کندهار مخورو په سر کې دولت خان ابدالي او «حیات سلطان» تر مینځ ناخوالو او سیاسي ناندریو هم فضا خړه پړه کړې وه.
۴– که چېری دوئ پخپلو کې ملي یووالی ټینګ کړی وی، نو د ګورګین له خوا به دولت خان سدوزی نه وی وژل شوی.
د ګورګین یوه ستره موخه دا وه، چې لومړی پښتانه پخپلو کې اخته کړي او بیا د خپل ځواک د ټینګښت لپاره ټولوژنې ته لاره اواره کړي.
صفوي دربار هم دغه ګرجي شهزاده ته ځکه د شهنواز خان لقب ورکړ، چې هغه په کندهار کې د دوئ حاکمیت ټینګ کړي، خو افغانانو دی ګورګین وباله.
د کندهار، پوشنج، بست، زمینداور، شال، مستونګ د بلوچستان کلات، غلزایي کلات، پښين، ګرشک، فراه، شینډنډ (اسفزار) او یو شمېر نورو سیمو والي یا بیګلر بیګي وټاکل شواوده په داسې ناوړه او خونړېیو کړو وړو لاسپورې کړ، چې د هیچا سراو مال خوندي نه وه.
میرویس نیکه، چې دغه مهال د غلجي قومونو مشر غوره شوی وه، نو ده ګورګین ته سلا او مشوره ورکړه، چې د دغو ظلمونو پایله به ده ته ګرانه تمامهشي ، خو سره د دې چې ګورګین د ابدالیانو په پرتله د غلجیانو مشر ته درناوی کاوه، ولې سره د هغې هم د میرویس هوتک سپارښتنو ته یې غوږ کېنښود.
میرویس ته چې ډېرې ترخې تجربې په میراث پاتې وې، کوښښ یې کاوه، چې د خلکو په مینځ کې یو والی ټينګ کړي.ده ته هغه تجربه ناکامه ښکاره شوه، چې یو مهال عبد الله خان ګرجي د کندهار د والي په توګه وګمارل شو، د ظلمونو له امله یې خلکو صفوي دربار ته (۱۶۹۸ز-۱۱۱۰ق) شکایت وکړ او چا پرې غوږونه ګروه.
نو بیا هغه وخت چې مغلي شهزاده شاه عالم چې کابل کې و، د کندهار خلک ورغلل، چې مرسته تر لاسه کړي، خو دوې پرتله له کومې مرستی بېرته راستانه شول.
۵ــ میرویس هوتک د همدې پېښو پر بنسټ غوره وګڼله، چې پخپل مټ او د خلکو د یووالي په ځواک متکي او داډه شي. ده په لږ وخت کې د پنځوس (۵۰) زره غلجي کورنیو ملاتړ خپل کړ.
دی د ګورګین په دې موخې پوه شو، چې نوموړی غواړي، له میرویس هوتک سره د دوستۍ په پلمه سدوزیان وځپي، نو ځکه یې دی د کندهار کلانتر وټاکه.
میرویس په ډېرې ځیرکتیا د همدې دندې له مخې له یوې خوا له خلکو سره لا اړیکې پراخې کړی او له بلې خوا یې د ګورګین باور هم تر لاسه کړ.
« لکهارت »هم ددې خبرو پخلی کړیدی، چې ګورګین دولت خان سدوزی وواژه، رستم خان یې لومړی زندان ته واچوه او بیا یې له مینځه یووړ، په پاتې ابدالیانو یې فشار راووړ چې د بکوا او شورابک دښتو ته یې واستوي، ځنې یې کرمان او هرات ته تبعید کړل، ددوې حاصل خیزه سیمې یې غلجیانو ته ووېشلې، چې د دوئ تر مینځ نا یوالی رامینځته کړي.
۶— «ابدالیان چې د ۱۸ مې پېړۍ په سر کې کوم پاڅون د صفویانو پر ضد وکړ، په دغه وخت کې د ابدالي ټبر شمېر، چې یوازې په هرات او فراه کې استوګن ول شپېته (۶۰) زره کورنیو ته رسېده . صفویانو د بې اتفاقي اچونې له مخې په کندهار او زمینداور کې، غلجیانو ډېر زور پيدا کړ.»[6]
۷— میرویس هوتک د ګورګین په دې ټولو هڅو پوهېده او دی نه یوازې د غلجیو له ملاتړ نه برخمن وه، بلکې ابدالیانو هم میرویس خان ته درناوی درلود او دده د هڅو ملاتړ یې کاوه.
میرویس خان د صفویانو ډېرې ترخی ناخوالې ځغملې او ډېر څه یې پخپلو سترګو لیدل، چې څو پېلګې یې دا وي:
۱ـ کندهار د خپل جغرافیوی جوړښت له مخې، د هر اړخیزو ټولنیزو ارزښتونو په لړ کې یو هم سوداګریزه پراختیا وه، چې د مینځنۍ اسیا، پارس او هند سوداګرو به خپل توکي له دې لارې نه وړل او راوړل، خو ترانزیتي عاید یې د صفویانو په ولکه کې وه.
۲- کوم پردي صفوي پوځونه چې په کندهار او شاوخوا نورو سیمو کې ځای پر ځاې وو، د دوئ لګښت د افغانانو د هېواد په غاړه وه او دا کار میرویس هوتک ته د اندېښنې وړ وه.
۳- د صفویانو له خوا د دولت خان او رستم خان له مینځه وړل د میرویس خان لپاره یو لوی درس وه او په دې پوهېده، که ګورګین له مینځه یونسي، نو دی به له مینځه یوسي.
۴- له ترانزیتي عایداتو سربېره د شل زرو صفوي سرتېرو د تغذې لپاره د مالیاتو لوړول یوه بله غمیزه وه او له دې پرته، د یوی کورنۍ ځمکې چې به یې بل ته ورکولی، نو له هغو به یې بډې او رشوتونه اخیستل.
۵- د شیعه وګړو ځواکمنتیا او د هغوئ لپاره زیات امتیازات، چې د لګښتونو بار به یې د سوني وګړو په غاړه وه، حال دا چې د کندهار او سیمې ټول وګړي سونیان ول، دا یوه بله لویه بدبرمرغي وه چې ولس ورسره مخ و.
۶- میرویس هوتک په دې پوهېده، چې خلک یوه سخت غبرګون ته سترګی په لاره دی. دی په دې هم پوهېد، که له یوې خوا د کندهار ولس د صفویانو په سر کې د ګورګین له ظلمونو تنګ راغلي وه،چې په سیاسي لحاظ یوه پاڅون ته تیارول، خو له بلې خوا د سلطان حسین صفوي کمزورتیا، خپل مینځي ناخوالې، د یوه با ثباته مرکزي حکومت نه شتون، په حرمسرای او دربار کې د پاچا ساعت تېرۍ او نور لاملونه ول، چې د صفوي حکومت نسکورېدو ته لاره اواره کړه.
۷- د خزانې تشېدل او سرتېرو ته د تنخواو نه رسېدل، د سردارانو او ځمکه والو له خوا د خلکو ځورول او په لسګونو ستونزې د صفویانو د غاړې تلک شوې.
دا او د دې په څېر نور لاملونه ول، چې نه یوازې په کندهار کې د میرویس خان په مشرۍ پاڅون ته لاره اواره کړه، بلکې د ټولواکمنۍ په ډېرو سیمو کې پاڅونونه پېل شول.
د دغو اقتصادي، سیاسي، مذهبي او بیلابیلو ټولنیزو لاملونو او انګېزو له مخې په کندهار کې داسې یو ستر پاڅون رامینځته شو، چې د افغانانو په سیاسي او ټولنیز ژوند کې یو ستر تاریخی بدلون رامینځته کړ.
) سراوڼی عباس تاریخ شیر شاهي د چاپ کال ۱۹۶۴[1]
) لسترنج، جغرافیه تاریخي، د محمود عرفان ۱۳۳۶، ۳۴۵ مخ[2]
) تاریخ صفویه ۳۲۳ مخ[3]
) د مسیحي سلاني کروسنسکي تاریخ د ۱۳۶۳ کال چاپ ۵ مخ[4]
) کروسنسکي د مسیحي سیلاني تاریخ د شپون ژاړه ۳۹ مخ[5]
) لکهارت انقراض سلسله صفوي ۹۵——–مخ[6]