لیکوال : جبران خلیل جبران
زما ملامت ګره ! له یوازیتوب سره مې یوازې پریږده. د هغه مینې په سر سوګند وخوره چې ستا روح له رښتینې محبوب سره یوځای کوي، زړه ته دې د مور د زړه سوي په څېر داسې احساس ورکوي چې د اولاد سره مینه پکې موندل کیږي، د دوی ټولو په خاطر په خپل حال مې پریږده .
له خیالونو سره مې یوازې پریږده او تر سبا پورې منتظر اوسه. (سبا) ورځ، چې هر څنګه وغواړي زموږ تر منځ قضاوت کوي .
زه د نصیحتونو له امله مخلصه شوې یم او دا یوه داسې قاعده ده چې نفس له حیرت سره مخ کوي او داسې ځای ته یې رسوي چې هلته ژوند د خاورې په څېر بې روحه کیږي .
زه یو وړوکی زړه لرم غواړم چې له سینې مې را بهر شي او په خپل لاس کې یې ونیسم، دننه هرڅه یې ومومم او په ټولو رازونو یې پوه شم .
زما ملامت ګره ! تل مې مه ډاروه او خپله دغه راکړې ویره مې په زړه کې مه بندي کوه ، مخکې له دې چې د رازونو وینه یې توې شي او یو درد وزیږي .
لمر ډوبیده او د زرګونو داستانونه او بلبلانو شور خاموش شو د (مورد ونه) او د شبو د ونې روح هم یو له بل سره یوځای شول .
خو زه ! زه غواړم د خوب له ځای څخه مې پاڅیږم او د سپینو وریځو سره روانه شم …
زما ملامتګره! له ماسره بد چلند مه کوه او د ځنګولونو له زمریو څخه مې مه ویروه ځکه چې نفس مې بیړه نه پیژني او د پيښې له پیښیدو مخکې نه ویریږي .
زما ملامتګره! یوازې مې پریږده او نصیحتونه راته مه راکوه ځکه چې د ژوند مصیبتونو اوس په هر څه پوه کړې یم. د رازونو له بیانولو څخه ډډه وکړه، له وجدان نه مې داسې محکمه جوړه کړه چې قضاوت یې د عدالت پر بنسټ وي د نیکیو ډالۍ راکړه او د بدیو سزا هم راته راکوه .
همدا اوس د مینې کاروان په لاره دی چې ښکلا یې په سترګو کې د حس وړ ده خو ځواني یې د ښه انسان په څېر د اوسیدو په هیله تیره شوې .
زما ملامتګره! لاره زما پر مخ مه بندوه پریږده چې لاړه شم ځکه چې ټولې لارې د عطرو خوشبویي پوښلې ده. د شتمنۍ (ثروت) او د پاشاهانو له داستانونو مې آزاده کړه ځکه چې زه د خپل وجود په اړه د فکر کولو له امله تر ټولو زیاته بډایه یم او نفس مې د خدای د ستاینې په حال کې دی. له سیاسته او د سیاسونو له حکایتونو مې لرې وساته ځکه ټوله نړۍ مې هېواد او ټول انسانان مې هېوادوال دي.