دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزد پوهنتون د پیلېدو اندېښنې | لیکواله: نازو کمال

د پوهنتون د پیلېدو اندېښنې | لیکواله: نازو کمال

د موبایل سکرین مې روښانه شو، د ټولګېوالې پیغام و، لیکلي یې وو: ژمی په خلاصېدو دی، استاد ته به څه وایم چې د ژمي  په رخصتیو کې مې څه وکړل؟ هر کال چې له ژمي وروسته پوهنتون پیلېده، ځینو استادانو به د ژمي رخصتیو او فعالیتونو په اړه پوښتنې کولې چې په ژمي کې په کومو کارونو بوخت وئ، مطالعه مو کړې، لیکنې مو کړي او که نه؟

دا چې موږ د ژمي رخصتۍ عبث تېرولې، د هر یوه به د استادانو دغو پوښتنو ته اندېښنه وه. ځکه هېچا نه غوښتل چې د ټولګي او استاد پر وړاندې کم راشي. د اندښنې لامل څرګند و، خو دا چې موږ ولې له ژمني فرصتونو ګټه نه پورته کوله، مطالعه مو نه کوله، یا ولې مو د لیکلو تمرین نه کاوه؟ ښايي ځینې دلایل ولري.

موږ د ادبیاتو د پوهنځي محصلین وو، مطالعه او لیکل تر هر څه راته اړین وو. هر استاد به په ټولګي دا خبره کوله چې له ادبیاتو فارغ شې او لیکل ونه شې کړای، بېسواده یې، دا خبره په وار وار راته تکرارېده خو داسې ګتوره لاره نه راښودل کېده چې مطالعې ته مخه کړو او لیکنې وکړو.

زما په یاد دي، د پوهنتون ځینو استادانو د نمرو یا ازموینو لپاره ځینې کتابونه جبري په موږ مطالعه کول، د دوی نیت نېک و، چې محصلین به یو څه زده کړي یا به مطالعې سره اشنا او عادت شي، خو په جبري ډول کتاب لوستنه نه یوازې دا چې څه ترې زده کېږي نه بلکې محصلین هم زړه توري کوي، د خپلې تجربې له مخې هغه کتابونه ( له درسي کتابو او چپټرو پرته ) چې جبري په موږ لوستل کېدل نه یوازې دا چې څه مې ترې زده نه کړل، اوس هم چې هغه کتابونه په خپله المارۍ کې وینم خوا مې ترې بدېږي.

مطالعه په جبري ډول نه عامېږي، زما په اند په نورو لارو چارو دې په محصلینو او زده کوونکو کې د مطالعې ذوق وروزل شي. ډېرې داسې طریقې شته چې یو څوک کتاب لوستو ته پرې هڅول کېدای شي؛ ځکه  هغه کتابونه چې په خپله خوښه یې لولو، تر ډېره مو ذهن کې پاتې کېږي او خوند ترې اخلو نسبت هغو ته چې جبري یې مطالعه کوو. یو لامل موږ مطالعې ته زړه نه ښه کاوه همدا و، چې جبري لوستو زړه توري کړي وو. او چې مطالعه ونه شي، له لیکلو سره به څنګه اشنا شو او څرنګه به لیکل وکړو؟

ځکه مطالعه او لیکل سره لازم و ملزوم دي. له جبري لوستو به چې خلاص شوو، ژمی به شو، ځانونه به مو راحت احساسول او خوند به یې نه کاوه چې یو ځل بیا د کتاب مخ خلاص کړو. بل دلیل ښايي دا و چې د مطالعې او لیکلو ارزښت نه رانه بیانېده او نه داسې روزل کېدو چې لوستلو او لیکلو ته وهڅول شو؛ موږ ته هدف او لومړیتوب څرګند وو خو هغو ته د رسېدو په لارو چارو نه پوهېدو. دا راته جوته وه چې مطالعه او لیکل ډېر مهم دي خو نه پوهېدو چې څرنګه پیل شي. خو که په محصلینو کې د مطالعې او لیکوالۍ استعداد او شوق روزلو لپاره له نویو او ګټورو لارو چارو کار واخیستل شي نو له ډېرو محصلینو سره به دا اندېښنه نه وي چې مطالعه نه شي کولای او د لیکلو وړتیا نه لري.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب