تاند- په دې ویدیو کې په بلخ ولایت کې د افغانستان د لرغونو اثارو لوټ وینئ.
ویل شوي چې دا ویدیو د ۱۳۹۷ لمریز کال په پسرلي کې ثبت شوې ده. د لرغونو اثارو یو شمېر اوکرایني لرغون پېژندونکي د پولیسو په همکارۍ د بلخ ولایت په یوه سیمه کې غیر قانوني کیندنې کوي، د زردشت دورې یو خورا ارزښتناک کتاب (ممکن اوستا) او یو شمېر نور ارزښتناک اثار مومي او بیا یې د ازبکستان له لارې روسیې ته قاچاق کوي.
په ویدیو کې د پولیسو او قاچاقبرو څېرې له ورایه ښکاري.