یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبکره کتنهبهیرونه شاعر او لیکوال ته انتقادي فکر ورکوي/راپور/ خالص ادیب

بهیرونه شاعر او لیکوال ته انتقادي فکر ورکوي/راپور/ خالص ادیب

د ۱۳۹۸ کال د وري په ۱۶مه د ادبکدې لومړۍ کالیزه په میرویس میدان کوټه سنګي کې د عطارد کورس دې غونډو په تالار کې ونماځل شوه چې په کې ګڼ شمېر استادانو، لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه. غونډه د امیدالله پردیس په قرئت پیل او د ویاندویي چارې یې ناوک ارام په مخ وړې.

د غونډې د پرانستې په وینا کې محمد نواب خوښ وویل د ۱۳۹۶کال د کب په درېیمه لسیزه کې د ملګرو ترمنځ په سمون کتابپلورنځي کې د داسې مرکز پر جوړولو خبرې کېدې، چې علمي او ادبي بحثونه په کې وکړي چې د هغې له جملې څخه لومړني کسان يونس تنوير، ناوک ارام، نقيب ‌احمدعزيزي، مصطفی سمون، عظيم الله کامران او عبدالحق سلامزوی وو، دوې درې ورځې وروسته دا خبره له استاد ګل رحمان رحماني، استاد زاهد کريمزي او خالص اديب سره هم وشوه او ټولو ور ته «ادبکده» نوم خوښ کړ.

  نواب کړل، د ادبکدې غونډې درې برخې لري، په پيل کې په ورسپارل شوې موضوع انتخاب شوی کس لکچر وړاندې کوي، ورپسې نور ګډونوال بحث ورباندې کوي او په پای کې هم له لکچروال څخه پوښتنې کېږي، لکچروال او نور ګډونوال پکې مناقشه کوي، بحث تر هغې وخته غځېږي څو چې انتخاب شوې موضوع ښه هر اړخیزه نه وي سپړل شوې. خوښ زیاته کړه، د ادبکدې غونډې ددې باعث شوې چې موږ تر یوې موضوع محدود پاتې نشو بلکې ځانونه په کتابونو کې ورک کړو. موږ تر ډېره په نویو موضوعاتو بحث وکړ چې د هغې له جملې څخه تابو ادبیات، مانا پوهنې او د معاصرې ژبپوهنې په ګډون په تېر یوه کال کې کابو درویشت بحثونه وشول.

د ادبکدې دې غونډو اغېز پر موږ باندې مستقیم و؛ ځکه ملګري مجبورېدل چې انتخاب شوې موضوع اړوند دوې اونۍ مطالعه وکړي، زه اعتراف کوم چې په دغه غونډو کې مو ډېر څه زده کړل، که څه هم ډېری ادیبان کوښښ کوي چې په غونډو کې مشاعرې جوړې کړي؛ خو زموږ د غونډو اجنډا یوازې پر بحثونو راڅرڅېده، په اخر کې به کوم یوه ملګری دې ستړیا ختمولو په خاطر یو یو شعر هم را اورولو، همدارنګه د راپورونو په برخه کې موږ ډېر لوستونکي درلودل او زیاتو استادانو په مستقیم او غیرې مستقیم ډول زموږ د فعالیتونو ستاینه کړې ده چې زموږ د تشویق سبب  هم شوي  دي.

محمدنواب خوښ دا هم وویل موږ د ادبکدې دې راتلوونکو غونډو لپاره ښه پلانونه لرو چې ان شاءالله په راتلوونکو غونډو کې به د تکړه استادانو په ګډون په دغه نویو او جالبو موضوعاتو د کار تر څنګ نیمه، یوه او ان دوه ورځني سمینارونه هم ولرو. همدارنګه موږ غواړو چې د تېرو درویشتو غونډو راپورونه په کتابي بڼه چاپ کړو، د ادبي ادبکدې تر عنوان لاندې مجله ولرو او د ادبي مسایلو لپاره میاشتینی اخبار. موږ ځکه خپل فعالیتونه یوازې تر ادبیاتو پورې محدود ساتو چې د کار په پیل کې مو پرېکړه کړې چې له سیاسته به لرې یوازې له ادبیاتو سره به پاتې کېږو؛ خو ملګري کولای شي د ادبکدې له ستیج څخه بهر د هېواد په روان حالت هر ډول نظر څرګند کړي.

عبدالحق سلامزوی د ادبکدې د تېر یوه کال راپور وړاندې کړ په راپورې کې راغلی و: د ۱۳۹۷د وري په ۳مه د جمعې په سهار ۹بجې په دهمزنګ کې برېښنا رياست ته مخامخ د ځوان غبرګون د غونډو تالار کې سره راټول او دادمحمدناوک د هنر په اړه لکچر سره د دې بهير ور پرانيست، همدارنګه له ماناپوهنې څخه نیولې،فروېډ او ادبيات، معناآفريني او مضمون آفريني، رابندرناټهـ ټاګور پر شعر، ژوند، هڅو او مفکوره، خيال، په وروستۍ لسيزه کې پښتو لنډه کيسه، پر پښتو د ژباړې اغېز، کوډګر ريالېزم، ادبيات او ښکلا پېژندنه، لرغونی روم او لاتيني ادبياتو، پښتو هنري نثر،فردي او تقليدي سبک، د داستان ډيالکټيک، نورو ته پښتو څنګه ورزده کړو؟،  تابو ادبيات، عشق د جلال او جمال په رڼا کې، غږ او خيال، پښتو او جماليات، پښتو او نوې ژبپوهنه، د پښتو اوسني شعر ځانګړنې او په عربي ادبياتو ختم بحثونه وشول.

په راپور کې راغلی و چې د تېر یوه کال په اوږدو کې د ادبکدې فېسبوک پاڼه څو زرو خلکو خوښه کړې او د ادبکدې رپوټونه، خبرتياوې او د ادبکدې د ملګرو ادبي، ژبپوهنيزې او علمي ليکنې پکې خپرېږي. همدارنګه د ادبکدې غونډې په پينځلسو ورځو کې هره دويمه جمعه د سهار په نهه‌نيمو بجو په دهمزنګ کې د ځوان غبرګون د غونډو تالا کې کېږي او موخه يې د هېواد په ادبي او علمي مېنه د ناسپړليو موضوعاتو د ګلونو سپړنه او پېژندنه ده.

هارون سمون وویل زه خوښ یم چې د ادبکدې غوندې بنسټ کالیزه لمانځم، کله چې زه بلخ پوهنتون ته کامیاب شوم، ادبیات زما د خوښې پوهنځی و؛ خو د پوهنتون دوه کلونه راته سخت تمام شول، کله به مې چې په پوهنتون کې روان درسونه لوستل له ځانه به مې پوښتل چې ادبیات یعنې څه؟ ځکه په دوو کلونو کې ما په ځان کې کوم بدلون نه لید، مګر وروسته چې له بلخ ادبي خوځښت سره یو ځای شوم واقعاً هلته په ادبیاتو خوندور بحثونه او کره کتنې کېدې.

سمون زیاته کړه په موږ افغانانو کې یوه ستونزه بېخي ډېره ده، ماشومان له وړکیتوب څخه له نظر ورکولو څخه محروم ساتو، کله چې رالوی شي، په ډېرو مهمو مسایلو سرسري تېرېږي؛ خو دغه ډول بنسټونه کولای شي چې په ځوانانو کې د انتقادي فکر قوي راوټوکوي، که تاسو فکر وکړئ نن چې موږ په پښتو ادبیاتو کې کوم تکړه او د حساب وړ کسانو لرو ټول د همدغه ډول بحثونو او بهیرونو ثمره ده. دا یو سېلاب راروان دی، پرون لیوال صاحب هم یوه مقاله لیکلې وه چې د پښتو او پښتنو ریسانس دی؛ خو زه دا په ډاډ سره وایم چې په پوهنتونونو کې ځینې د لوېدلي فکر خاوندان استادان په مستقیم او غیرې مستقیم ډول محصلان له ادبي مرکزونو څخه راګرځوي؛ خو ډېره د افسوس خبره ده چې زموږ له اکاډمیکو شخصیتونو سره ولې تر اوسه دا مفکوره موجوده ده چې د ادبي او اکاډمیکو مرکزونو تر منځ واټن رامنځته کړي؟

هارون سمون زړو موضوعاتو ته په اشارې سره زیاته کړه زموږ په ادبیاتو کې ډېری وخت پر ژول شویو سوژو کار کېږي، د نصاب سیستم خراب دی که چېرې تاسو غواړئ چې وروڼه او ملګري مو له ټولنیزو علومو څخه په اعلی توګه فارغ شي، ادبیات تولید کړي، فکري روزنه ترلاسه کړي ادبکدې او دې ته ورته ادبي بهیرونو ته یې وهڅوئ. ما خپله له ادبکدې څخه ډېری وخت الهام اخیستی، په بشري علومو کې د بحث مېتود خورا مهم دی سقرات او اپلاتون به خلک راټولول بحثونه به یې ورسره کول، د ادبکدې هم ښه ځانګړینه داده چې دلته زیات تمرکز په مباحثې دی.

یونس تونیر خپلې خبرې د همزه شینواري پر دې بیت پیل کړې:

خبرې ډېر سر یې یو واعظه

بې له الفته هر څه سر وخوړو

زما او د ملګرو مو له ادبیاتو سره مینه ددې باعث شوه چې ادبکده رامنځته کړو، تر څو شوې تجربې له یو بل سره شریکې او په نویو موضوعاتو باندې بحثونه وکړو. په ادبکده کې د یوه کال په بهیر کې موږ په هغه مسایلو باندې بحثونه وکړل چې د ماسټرۍ په دوره کې مې نه و لیدلي او نه مې دومره خوند ورنه اخیستی. دلته هره موضوع ښه سپړل شوې هېڅ داسې و نه شول چې کوم ورځ دې یوه موضوع نا حل پاتې شوې وي؛ نو ځکه موږ غوښتل چې په ا��بکده کې د ماسټرۍ او د دوکتورا د یوه صنف غوندې راټول شو په خپل مسلک پورې اړوند بحثونه په کې وکړو، اوس موږ ته تېر کال تجربه شو سږ کال به بېځي نویو نویو موضوعاتو ته ورداخلېږو.

ملیار ارغندیوال وویل زه ادبکدې ته نه یم راغلی؛ خو سلامزوی چې د ادبکدې د تېرو غونډو راپورنه لیکل په دقت مې لوستی دي ډېر څه مې ورنه زده کړي، زه بهیر ته هم ځم؛ خو ادبکدې غوندې مرکزونه موږ ته دا جراأت راکوي چې څنګه له نورو ملګرو سره د افکارو تبادله وکړو.

په پای کې استاد محمد اصف صمیم د ادبکدې یو کلن یون وارزاوه خپلې خبرې یې له دې لنډۍ پیل کړې:

لوسټوني وباسئ ګډېږئ

داسې ساعت په خوارو کله کله وینه

څلور کاله مخکې مې په مایکروسافټ ډکشنرۍ باندې له مخابراتو وزارت سره کار کاوه، یو کس راته راغی، و یې ویل، زه شاعر یم؛ خو ښه شاعرانو زموږ په وخت کې دومره نه و لکه اوس، اوس هم کله مې چې راپور اورېده داسې مې وانګېرله چې ډېری څه زموږ په وخت کې نه و سپړل شوي شکر چې ستاسو غوندې ځوانانو دغه حلقه رامنځته کړې چې په کې پر ادبي موضوعاتو شننې کوئ.

صمیم وویل دا شته ټوله پوهه له کتابونو نه ده راټوکېدلې بلکې له ماغزونو تولید شوې ده خدای تعالی انسان ته بې نهایت وړتیا ورکړې ده چې په هر ډول موضوعات باندې فکر وکړي. پوهاند رسول امین د خدای وبښي ده به ویل:ساینس پوهانو اوس جوته کړې ده چې د انسان ماغزه له سل سلنه څخه لس سلنه استفاده شوې ده؛ خو په هغه لس سلنه کسانو کې پښتانه نه راځي مګر په اوس وخت کې چې تاسو غوندې کسان وینم داسې فکر راسره پیدا کېږي چې موږ هم په ادبي نړۍ کې د هغه لس سلنه کسانو په ډله کې داخلېږو.

اصف صمیم د خبرو په جریان کې یوه خاطره راواخیسته، ده وویل یوې غونډې ته تللی وم، هلته د قاریانو دستاربندي وه، د قاریانو کورنیو ته مې مبارکي وکړه؛ خو استادانو ته مې وویل چې دا ځل خو وشول بل ځل مو په شاګردانو قران داسې حفظ کړئ چې یوه برخه له ځانه سره وساتي او بله برخه نورو ته پرېږدي؛ ځکه دوی ټول حفظ کوي، هېڅ شی نه پرېږدي، یعنې هر څه ځانته غواړي، خبره مې تر دې پورې کوله چې اوس هم تاسو ښه کوئ چې حفظ نه کوئ بلکې داسې بحثونه کوئ چې په نا حل شویو اړخونو یې راتلوونکی نسل هم بحثونه کولای شي؛ خو دا کوم بحثونه چې تاسو کړي دي دا بسنه نه کوي بلکې تاسو باید په راتلوونکو کې تر دې په زیات او نوي موضوعاتو وسپړئ.

دا کار ستاسو سره یوه انګېزه وه؛ خو چې د عمل جامې مو ورکړې، ستاسو له ادبیاتو سره په مینه دلالت کوي، ما ستاسو د درویشتو غونډو راپور په دقت واورېده.  ډاکټر اسرار به ویل زموږ یوه ګاونډي څخه بل کس توپانچه غوښته، ده ورڅخه پوښتنه وکړه، څه یې کوې، هغه ورته ویلي و، دلته یو سړی دی زما په شعر نقد کوي، اوس شکر هغه وخت نه دی موږ کولای شو د یوه شاعر پر شعر شاعر ته مخامخ نیمګړتیاو ورپه ګوته کړو.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب