دوشنبه, مې 13, 2024
Homeټولنیزوخت داسې مدېریت کړئ!  | راټولونه: محب الله عمري

وخت داسې مدېریت کړئ!  | راټولونه: محب الله عمري

د وخت مدېریت له یوه ساده سیستم څخه په ګټه اخیستلو سره کولای شئ د کارونو د ځنډولو مانع شئ. دا سیستم شخصي نظم او دسپلین، ارادې او شخصي ترتیب ته اړتیا لري؛ خو! د دې کار ګټې له اندازې زیاتې پراخه دي. کله چې له دې سیستم څخه ګټه واخلئ، کولی شئ  خپله کاري وړتیا، کړنې او عاید دوه یا حتی درې چنده ډېر کړئ.

مخکې له دې چې ورځ مو پیل کړئ، د هغه ټولو کارونو لیکلړ چمتو کړئ، چې غواړئ په ټوله ورځ کې یې ترسره کړئ. د لیکلړ د چمتو کولو لپاره تر ټولو غوره وخت د کاري ورځې پای یا شپه ده، ځکه کله چې ویده یاست ستاسو ناخودآګاه ذهن، په دې لیکلړ باندې کار کوي او په غالب ګومان سره پدې اړه له لیدلورو او مفکورو سره له خوبه راپاڅېږئ، چې څه ډول باید دغه کارونه دې ورځې په لړ کې په ښه ډول ترسره کړئ.

وروسته مو په لیکلړ کې د A-B-C-D-E چاره وکاروئ:

• A یانې دا کار باید ترسره شي؛ د هغه د نه ترسراوي لپاره جدي پایلې شتون لري.

• B یانې دا کار غوره دی چې ترسره شي؛ د دې کار ترسره کولو یا نه ترسره کولو ته منځنۍ پایلې وجود لري.
• C یانې دا کار ښه دی چې ترسره شي؛ ددې کار ترسراوي یا نه ترسراوي ته جدي پایلې شتون نه لري.

• D یانې دا کار باید بل چاته وسپارئ؛ دا هغه کارونه دي چې کولی شئ نورو ته یې وسپارئ، ترڅو د هغه کارونو لپاره زیات وخت پیدا کړئ چې یوازې تاسو یې ترسره کولی شئ.

• E یانې دا کارونه باید له منځه یوسئ؛ هغه کارونه او کړنې چې نه باید دوام ورکړئ او هغه څه چې نور ستاسو کار یا ستاسو موخو ته د لاسرسي لپاره اړین نه دي.

د خپلو کړنو لیکلړ د بلې ورځې لپاره مرور کړئ او مخکې له دې چې خپل کار پیل کړئ، د هر فعالیت په څنګ کې د A,B,C,D,E توری ولیکئ.

که چېرته په A برخه کې د ترسره کولو لپاره زیاتې کړنې لرئ، د هغه ارزښت ته په پام سره په هغه باندې ګڼه ووهئ. ولیکئ چې A1,A2,A3 او همداسې ترپایه. دا کار د B  او C په اړه هم ترسره کړئ.

د کار قانون دادی، که چېرته د A فعالیت نه دی ترسره شوی او پاتې دی، هېڅکله باید B  فعالیت ترسره نه کړئ. هېڅکله باید هغه کړنې ترسره نه کړئ چې کم ارزښت لري، پداسې حال کې چې هغه فعالیت، چې د هغه ارزښت لوړ دی، ستاسو په مقابل کې قرار لري.

کله مو چې له دې سیستم څخه په ګټنې سره خپل لیکلړ چمتو کړ، ځان مکلف وګڼئ چې باید د ورځې په پیل کې د A1 فعالیتونه پیل کړئ، مخکې له دې چې بل هر کار ترسره کړئ.

«هېڅکله د ټولو کارونو د ترسراوي لپاره بشپړ وخت شتون نه لري؛ خو! د تر ټولو مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره تل وخت وجود لري.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب