شنبه, مې 4, 2024
Home+اور اوره کی | استاد سعد الدین شپون

اور اوره کی | استاد سعد الدین شپون

خرشبون او شرخبون دواړه د کابل پوهنتون د پښتو ډیپارټمنټ محصلین او هم صنفان وو.(دواړده پکتیاوال بیا د خلقیانو په وخت کې لادرکه شول) یوه ورځ د دوو ترمینځ د رحمان بابا د دې بیت په لومړۍ مسرې بحث شو چې:

 ورځ دې تېره په مستۍ کړه شپه په خوابه        خدای به کله یادوې خا نه خرا به

خرشبون په همدې شکل مانه، خو شرخبون جړه اچوله، ویل یې چې دا شکل یې بهتردی چې:

شپه دې تېره په مستۍ کړه ورځ په خوابه

خرشبون ویل چې ورځ بې هغې د مستۍ دپاره مناسبه ده او شپه د خوب. شرخبون هم په همدې دلیل ویل چې که شپه د مستۍ دپاره وټاکو نو یو څه به د یکنواختۍ نه را ووځي.

قضاوت یې ما ته وسپاره. ما عذر وغوښت، ومې ویل چې نیخه اصلي نسخه یې څه وايي.

رحمان بابا خو کمپیوټر نه درلود چې پخپل مبارک لاس یې خوندي کړی وای. چا یو فسم رانقل کړی چا بل. البته دومره خبره شته چې په هغه وخت کې دا د نن په شان د شپې له خوا  داسې شرابونه، غویمنډ او مېلې نه وې چې لنډه غرانو به شپه ورته رڼه کوله، سهار به ډډ پرېوتل.

خو شرخبون ویل چې که دا موجوده  شکل یې ومنو نو سخت بېخونده راځي، لکه پاړسک شاعر چې ویلی :

دندان تو جمله در دهانست     چشمان تو زېر ابروان است

 خوند یې په دې کې دی چې درسته شپه په نشو او عیشونو تېره کړي، ورځ چې د کار وخت دی، دی وېده شي.ما وویل چې زه فکر کوم چې رحمان بابا وايي چې د شپې د تهجد لمانځه او د خدای یادولو دپاره پا نه څېدې، الصلات خیر من النوم دې هېر و ، ډډ پروت وې، د ورځې هم په لیه لغړ تو لګیا وې، د خدای نوم دې هېر و. شرخبون ویل چې دا خو مازې نصیحت دی او د رحمان په شان زبردست شاعر هنر د تبلیغ پړاو ته نه راټیټوي.

دا بحث ما ته په زړه پورې ښکاره شو ، بله ورځ مې د دواړو خلقیانو نه پوښتنه وکړه چې دا خو حل نه شوه، نو راځئ  په دې وغږېږو چې د همدې بیت د لومړۍ او دویمې مسرې  قافیې، خوابه او خانه خرابه،  څنګه جوړې شوې. رحمان بابا چې /خوابه/ ولیکل نو هغه وخت یې /خانه خرابه/ په زړه کې و که وروسته یې د یوه جوړ شوي لست نه انتخاب کړ؟

زما د وخت لر بر شاعران خو اول د قافیو یو لست جوړ کړي. ترابه، جوابه، شیخ وشابه، جنابه، ربا به……..  رحمان بابا به هم همداسې کول؟  په دې باندې هم  د درسي ساعت تر پایه رنګین بحث و شو.

په دریمه ورځ مو بحث یو څه بدل کړ. آیا پخوا تر لیکلو، د شعر ټول تصویر د رحمان بابا سره و او که لکه د سنیو کلاوه، ول په ول ورته  سپخېده ؟ ورسره مو دا خبره ناول او لنډې کیسې ته وغزوله. آیا لیکوال پخوا تر لیکلو پوره تصویر او طرحه لري چې بیا یې نو اتومات لیکي ؟

پاتې سمستر په همدې بحث بوخت وو .

دا دېرش کاله اګاهو خاطره وه. پرون مې د یوې ښکلې(خدا که مې په سترګو لېدلې وی) پښتنې لیکوالې نه د خپلې یوې کیسې په باب مشوره غوښتله چې د کوښښ سره سره نه دلچسپه کېږي. ما وېل چې هر څومره کوتونه، پردازونه، خالونه او دړۍ ورلګوم، لکه مړ مار بې دمه، بې سېکه پرته ده. دا نجلۍ ښې کیسۍ او شعر لیکي. عجیبه یې راته وکړه. ویل یې چې په کیسه کې یو ظالم او یو مطلوم  په جنګ سره واچوه، چې مظلوم غالب شي، لاسونه ورته پرقوه، چې د ظالم لاس پرې بر شي نو ژاړه، واویلا کوه، آسما ن په مځکه وله، داسې چې لوستونکي هم درسره وژاړي. په تفصیل یې راته د کیسې طرحه (چېټ کې) بیان کړه. اریان پاتې شوم چې دا لا څه آشا ده! زموږ خوارانو کولمې شلېږي، دا یې د سترګو په رپ کې مکمله، د اردو په اصطلاح، مردانه کمزوري کې لیې ،حکیم اجمل کا تیر بهدف نسخه را کوي. پخوا تر دې چې توره ډال واچوم، په وروستي دفاعی کوشش کې زړه غوښتل خو ومې نه ویل، چې یه ښکلې بیبي ! زموږ خوګیاڼو کې یو متل دی چې وايي« لار راښیې، څوری نه راکوې!» ما کې د داسې خوروړي ظالم د جوړولو، د داسې بې لاس او پښو مظلوم د هست کولو قوت هډو شته لا نه. زه دومره بې تخیله لیکوال یم چې تا نشم تصور کولی چې څنګه روغه یې. خامخا ښایسته خو یې خو کړه وړه دې څنګه دي، د سترګو رنګ دې څه دی. په مخ دې خالونه دي که صاف رفیده اننګي لرې غږ دې د جان آغا الکوزي دی که د اشرف غني، ډوډۍ ته پیاڅه وایې که نغن، نو که دې ظالمه کړم یا مظلومه هسې به ټېپر درنه سازکړم چې نه د لوستونکي مینه درباندې راشي نه غوسه. نو داسې ظالم او مظلوم څه په سر وهم؟

دا مې ورته و نه ویل  خو زما مشکل حل نه شو. دا سې کمپیوټري مظلومان او ظا لمان د کیسې په درد نه خوري، باید په ډکشنرۍ یا انسا یکلو پیډیا کې ځای شی یا ګو ګل او ویکي پیډیا کې. کابل کې د مېرمنو په حقوقو باندې د تیري  د رپوټو نو سره هم لګېږي، د دیني مو عظو او سیاسي تبلیغ سره هم اړخ لګوي ، خو د هنر په نندار تون کې ځای نه لري. نن سبا خو ژور نا لستي ر پو ټو نه هم د یوه کار ګر، دوکاندار، شا ګرد ، سوالګر په مثالو نو شروع کېږي چې دا /سټریو ټایپ/یا مشت نمو نه ی خروار نمونې د مو ضوع له روښانه  کولو سره مرسته کوي خو د هنري فعالیت نه بېل دي.هنر من په بلې کړایۍ کې ورتېږي ، د ټولنې د ژوند د داسې یوه ګوټ رو ښا نه کول چې نه د ساینس پوه سر په خلاصېږي، نه د تبلیغي نه د فیلسوف،  دهنر میدان دی. په دې میدان کې به دی یواځې نه وي، خو بهترین لوبغاړی  یې همدی دی. ډاکټر یې رغوي، ملا یې دموي، مبلغ یې هڅوي، سیاسي مشر یې څر خوي خو هنر مند یې دده د ژوند په تله تلي، دده د جوسې  سره سم یې سکڼي، داسې چې د ده دزړه د ورزېدا سره قا فیه و تړي او دی اړ کړي چې ووايي، دیندقه جای ده څې اور پې بل ده.

چې بېرته موضوع ته راشو، زما خپله تجربه دا ده چې نه شاعر سل په سلو کې د قافیې په ځای ځایګي باوري دی او نه داستان لیکونکی د کیسې په مکمل شکل.د کیسې موضوع دې څه ده؟ عنوان یې څه دی؟ زما په تجربه کې د دې سوالو نو ځواب اټکلي دی. یو وار چې ورننه وځم لکه چې د کوه قاف نه راغلی خوم مې خلاص کړی وي، پیریان، دېوان، ماران هره خوا ترې راوځی چې په ځان پورې مې اریان کړي. زه خان هغه ماشوم بولم چې د ۵۲ پتو(قطعو) ډبلۍ په غولي ګډه وډه دلۍ وي. د هغې اوڼل د ماشوم د لاسه پوره نه دی. که بخت یاري وکړه، که شپه په مېږتون تېرولو سره عادت یې، که دا زاره چاودون درته په سرو زرو منظور وي چې د خپلې کیسې اتلان ، بدماشان اوشرایط لکه د چونګښو تول هر پلو درنه ټوپونه ووهي او ته یې په الله بسم الله قابو کړای شي. نو پرې ورځه او که نو قافیې جنګوه، نصیحتونه کوه، پاتې شوه د هنر خبره، له هغې نه توبې وباسه ، ښې یې تاودې و باسه.

دا خبرې ځانته کوم، هغې ښکلې لیکوالې ته یې نه کوم چې اوس یې د ځانه بلنډه بدرۍ جوړه کړې ده.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د نوومبر په ۲۶ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب