شنبه, جون 22, 2024
Home+د متناقضو وګړيو په اړه متناقضې خبرې | دوکتور اجمل ښکلى

د متناقضو وګړيو په اړه متناقضې خبرې | دوکتور اجمل ښکلى

د ويناوال پر “زه دروغ وايم” خبره څومره باور کولى شو، چې رښتيا به وايي، که دروغ؟ که دروغ وايي، دا جمله يې هم بيا دروغ ده؛ نو چې دا جمله دروغ شوه، په اصل کې سړى رښتيا وايي؛ نو چې رښتيا وايي، بيا خو “زه درواغ وايم” جمله هم رښتيا شوه؛ نو چې رښتيا شوه، بيا خو رښتيا هم دروغ وايي.

په ژبپوهنه کې دا ډول جملې د مانيز تناقض په لړ کې مشهورې دي. ماناپوهنه د سوسور له وخته په دې اند ده، چې د کلمو په کچ تضاد او د جملو په کچ تناقض د ژبې يوه طبيعي چاره ده.

يوې کليوالې ابې بلې ته ويل: خورې دا مرګونه دومره اسانه شوي، هغه پلانى پرون شپه رک روغ ويده شو، چې سهار راپاڅېد، مړ و. هغې بلې هم د دې پرځاى چې تناقض ته متوجه شي، په “وۍ…” بدرګه کړه.

په لومړۍ بېلګه کې مو د ويناوال سملاسي شتون نه پرېږدي، چې تناقض ته متوجه شو. په دويمه بېلګه کې دواړه ابۍ ګانې په ذهن کې مطمينې دي، چې په جمله کې تناقض نشته.

د تناقض موضوع يوازې تر ژبې پورې محدوده نه، بلکې د ځينو خلکو په فکر و عمل کې ګڼ تناقضونه وي، خو هغه متل دى، چې خپل عيب د وليو منځ وي. داسې زياترو خلکو ته هم ځان ثابت قدمه ښکاري.

که په ژبه کې تضاد او تناقض طبيعي وي، بيا خو يې د انسان په فکر و نظر کې هم له طبيعوالي انکار نشو کولى.

که د يوه فرد له عمل نه د يوې سياسي ډلې تر فکره پورې متوجه شو او و يې شنو، ګڼ تناقضات به پکې ومومو، چې دوى يې په اړه د کليوالو ابۍ ګانو غوندې مطمين دي، چې د فکري ثبات پر پاخه سرک روان دي.

سياسي ډلې د ناپوهۍ يا اقتدار په هوس کې خپل يو عمل توجيه کوي؛ خو متوجه نه وي، چې بل ردوي او پرله پسې تناقض پيدا کوي، داسې افراد هم خپل هر عمل ته د توجيه کميس وراغوندي او په دې ډول ځان د غڼې غوندې د تناقضاتو په جال کې رانغاړي.

د واقعيتونو په اړه مشهوره ده، چې تور و سپين نه وي. ټولنيز واقعيتونه افراد تناقض ته اړباسي. که څوک په دې نظر وي، چې له چا سره به بد نه کوي؛ خو د خپل شرير ګاونډي له شر نه د خلاصون په موخه د هغه د کور څښتن ته شکايت وکړي، چې له کوره يې وباسي، بيا به يې هم ملاتوو، چې په فکر و عمل کې يې تضاد دى؟

د تناقض يو بل لامل رواني هم دى. موږ چې په بنده قبايلي ټولنه کې رالوى شوي يو او د خپلو هيلو د پوره کولو او احساساتو څرګندولو لپاره کافي ازادي نه لرو، د تناقض پيدا کېدل راکې طبيعي غوندې ښکاري. په داستاني ادبياتو کې دا ډول تناقضونه په کرکټرونو کې بالعموم وينو. په دې لړ کې يو مشهور ناول د سکاټلنډي ليکوال رابرټ لويس سټيونسن دى. دا ناول ” The strange case of Dr. Jekyll and Mr. Hyde” نومېږي، چې په ۱۸۸۶ کې خپور شوى. په دې ناول کې هنري جيکل د مرکزي کرکټر د انسانيت مخ دى، چې خلک يې درناوى کوي؛ خو د شپې د هايد په کرغېړن کرکټر کې راوځي او جنايتونه کوي. په پاى کې هنري جايکل له خپل بد کرکټر نه د خلاصون لپاره ځانوژنه وکړي.

دا ناول په انسانانو کې پر رواني تناقضاتو څرخي، چې د فرويډ په اند، لاشعور ته د خپلو شړلو هيلو له لاسوهنې پيدا کېږي. آن زموږ په خوبونو کې راغلي سېمبولونه عجب متضاد اړخونه لري. دا ښيي، چې په اصل کې د بشر يارانه له تناقض سره خورا لرغونې او پخه ده.

تناقض که ګڼ ټولنيز او رواني لاملونه لري، بيا خو يې تقريبا په هر فرد کې شتون حتمي دى؛ نو که داسې ده، ولې له هغه شخص نه کرکه کوو؟

لامل يې ښايي دا وي، چې زموږ په ټولنه کې د ثابت قدمۍ دومره ډېرې ستاينې شوې، چې تناقض ته پکې ځاى نشته. بل لامل يې ښايي له دوه مخۍ سره نه توپير وي.

د ارواپوه آرين عظيمي په اند، د ناهمغږۍ ادراکي نظريې(Cognitive Dissonance theory) پر بنسټ، د متناقض او دوه مخي ترمنځ مهم توپير دا دى، چې دوه مخي اشخاص په جلا وختونو او ځايونو کې په جلا جلا څېرو راښکاره کېږي او هڅه کوي، چې خپله هغه بله څېره پټه کړي؛ خو د متناقض شخص په خبرو کې هممهاله تناقض رابرسېره کېږي او هغه يې پټوي هم نه، مثلا يو کس هممهاله له خپلې دندې شکايت کوي؛ خو جوخت ورپسې وايي؛ “…؛ خو شکر دى، ساعت مو پکې تېر دى”.

يو بل لامل ته يې چي زه متوجه شوى يم، دوه مخيتوب ښايي د بندېزونو له نرمېدو او له ځواکمنېدو سره کم شي؛ خو تناقض داسې اسانه نه ختمېږي، ځکه ژورې رواني ريښې ولري.

ممکن تناقض د دقيقې شننې له نشته هم پيدا شي. موږ بالعموم پېښې او موضوعاتو شنو او هڅه کوو، چې هر څيز بېل بېل کړو، چې و يې پېژنو؛ خو کله په دې چاره کې پاتې راشو. له دې پايلې سره د افرادو او سياسي ګوندونو د اعمالو په تحليل کې ډېر مخېږو، چې ښه او بد اړخونه يې رانه ګډ شي، ځکه موږ له يوه چورلټ منفي يا مثبت فکر سره ورلوېدلي يو؛ خو هغه واقعيتونه زموږ د هيلې پر خلاف بسيط نه وي.

رواني او ټولنيز لاملونه ښيي، چې تناقض له ډېرو پېچلو غاښيو او کږلېچونو راتېرېږي؛ نو که داسې وي، پکار ده، چې د کلمې په واقعي مانا د شخصيت ثبات هسې يو خيال وي، چې موږ يې تظاهر کوو.

پوښتنه دا راپيدا کېږي، چې که وګړي متناقض وي، بيا ورسره چلن څرنګه وکړو؟ پاس د ابۍ ګانو له بېلګې بايد زده کړه وکړو او يو بل ته د زړه غوږونه خلاص کړو، ګوندې وي، چې د ويناوال له متناقضو خبرو، سمه مانا واخلو. په لاندې لنډۍ کې د تهمتونو پر ځاى تناقضونه کېږدئ:

مبارکي راکړئ عالمه

له تهمتونو سره ياره قبوله کړمه

له خپل فوکلوره ډېر څه زده کولى شو. بې تهمته يار خو هر چا ته د منلو وړ وي؛ خو وړ او لوى انسان هغه دى، چې له تهمتونو سره يې ومني. دا تهمتونه که فکري توپيرونه وي او که فردي تناقضونه وي. زموږ په ټولنه کې چې د جګړو له امله روادارۍ راکمه شوې او د سياسي لاسوهنو له امله د توپيرونو د جوتولو لپاره ډېر کار شوى، د ګډو ټکو برجسته کولو ته وخت نه ورکوو او له افرادو د ثابت قدمۍ غوښتنه لرو، آن له خپلو ايډيالو شاعرانو هم دا غوښتنه لرو، چې يوه خبره راته وکړي. مثلا خوشحال تقريبا اته لسيزې ژوند کړى او په دې دومره اوږد ژوند کې ورپسې تجربو له تېر نظره اړولىدى. دا خبره تقريبا د هر شاعر په اړه سمه ده، ځکه شاعري فلسفه نه ده، چې بايد تناقض و نه لري، بلکې د شاعر عواطف دي، چې يو وخت يو ډول  او بل وخت بل ډول وي.

تناقض هله ستونزه جوړه کړي، چې اخلاقي بار پيدا کړي او د ثبات په نوم يې په بل د خرڅلاو هڅه وشي. دا ډول تناقض د فرد ټولنيز او اخلاقي اعتبار ته زيان رسوي او له تعامله يې پرېباسي.

د ابۍ ګانو بېلګه راته وايي، چې که تناقض يوازې د يوې جملې په کچ وي، د زغملو وړ دى؛ خو که تر دې واوړي، بيا يې خلک دروغ بولي.

تر دروغو پورې راياده شوه. دروغ د تناقض د پيدا کېدو يو لامل دى، ځکه وايي، چې دروغجن حافظه نه لري. يوه وخت راته يوه کس کيسه کوله، چې لارۍ مې له وسلې بار کړې وه، چې د پوليسو موټر راپسي شو، مجبور شوم، وسله مې ټانګې ته واړوله. ټانګه کې هم پوليسو پرېنښودم، اخر مجبور شوم، وسله مې اوږې ته کړه او ګنو ته ترې ننوتم.

تناقض که د ويناوال د فهم له تشې پيدا شي، توجيه کېداى شي؛ خو که د مقابل لوري د تېر اېستلو او ضرر رسولو په موخه وي، بيا له اخلاقي پلوه ښه عمل نه بلل کېږي. د ابۍ ګانو بېلګه يې لومړى ډول دى؛ خو د وسلوال دروغجن خبره اخلاقي ابتذال لري. لوى خلک تل د خپلو تناقضاتو د راکمولو او له ابتذاله يې د ساتلو هڅه کوي.

د ادراکي ژبپوهنې په اړه ځينې عمومي يادښتونه | اجمل ښکلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب