دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د ادراکي ژبپوهنې په اړه ځينې عمومي يادښتونه | اجمل ښکلی

د ادراکي ژبپوهنې په اړه ځينې عمومي يادښتونه | اجمل ښکلی

ادراکي ژبپوهنه مانا محوره ده، چې د لېږندې اوړوني(Transformative Generative) پرخلاف بېلابېلې څانګې له يوه بله نه بېلوي. د ادراکي ژبپوهانو د مانا څو څانګړو ته ته اشاره کړې، دلته يې پينځه ځانګړنې رااخلو:

۱. ليدلورى: مانا د دوربين غوندې ده، چې له بېلابېلو زاويو بدلېږي. مثلا: موږ باز د ملا په وزرونو نه، بلکې د غاړې په رنګ مشخصوو، ځکه له لاندې ورته ګورو؛ خو چرګ د  ملا په وزرونو معلوموو. دې ته Perspective وايي. مانا د يوه ليد ښکارندويي کوي او د ليد په بدلون سره بدلېږي، مثلا: په “له پوهنتونه تر پوهنتونه” او “له کوره تر پوهنتونه” په ښکاره يو ثابت واټن ښيي؛ خو دوه جلا ليدنځي ښيي. په “له پوهنتونه تر کوره” کې ويناوال/ مفهومساز ذهنا پوهنتون کې دی يا به داسې ووايو، چې پيلټکی يې پوهنتون ټاکلی؛ خو په “له کوره تر پوهنتونه” کې برعکس.

۲. پر دې بنسټ ادراکي ژبپوهان ادعا کوي، چې مانا انځوريزه بڼه لري او دا نځوريزه بڼه يې په انځوريزو سکيماوو او وينا کې راښکاره کېږي، مثلا د مفهومساز “زه له کوره پوهنتون ته روان يم” ويناييزه ټوټوه د اورېدونکي په ذهن کې د لار سکيما په مټ يو ځاينښه (لينډمارک) جوړوي، چې يو خوځند (دلته شخص) پکې روان ويني.

۳. مانا بدلېدونکې او نرمه ده: مثلا: يو مفهوم مثلا “کمپيوټر” چې يوه مخبېلګه لري، د وخت په تېرېدو سره بدلېږي يا د نورو ډولونو په لاس غني کېږي. موږ په ذهن کې د مفاهيمو ټولۍ لرو، چې کله يو نوى څيز ووينو، هغه په دغو مفهومي ټوليو کې ورداخلوو او غني  کوو يې. په پايله کې هر مفهوم ثابت نه پاتېږي، بلکې بدلېږي او غني کېږي. يعنې د يوه نوي اړخ خپلولو ته انعطاف ښيي، مثلا “موږک” يو مفهوم دی، چې د کمپيوټر د موس په شاملېدو دا مفهوم لا غني شوی دی.

۴. مانا له تجربې او کارونې سره تړلې ده. مثلا: ژېړ يو رنګ دى، خو کله چې وايو، چې پلانى ژيړ شو. دلته د ژيړ مانا د ژيړ رنګ له مانا د کارونې له امله مختلفه شوې. همداسې د يوه چا د مخ سور کېدل، د ترافيکي نښو له سوروالي سره د استعمال له امله مختلفه دى.

۵. مانا دايرة العمارفي ده: زموږ له اخلاقو او ښه او بد ګڼلو سره تړلې ده او ګڼ فرهنګي، موقعيتي او محتوايي ټکي رانغاړي، چې دا د مانا د قاموسي ګڼلو د تصور برعکس نظريه ده.

په ادراکي ژبپوهنه کې ماټرياليستي تصور موجود دى. وايي، مفاهيم د انسان د جسم د حواسو پر بنسټ د تجربې زېږنده دي. جسم، مکان او حرکت ابتدايي تجربې دي، چې انسان ورسره مخېږي او د همدې تجربو پر بنسټ حتى انتزاعي مفاهيم هم مفهومي کوي، چې دې ته جسمي کول يا Embodiment وايي. انسان دا کار د تصوير سازۍ يا تخيل(Imagery) له لارې د استعارې په مټ کوي، مثلا: مفهومساز د سيند يوه حسي تجربه لري او دا حسي تجربه د يوه انتزاعي مفهوم(ستونزو) د مفهومسازۍ لپاره کاروي، وايي: “افغانستان په ستونزو کې ډوب دى”. دې چارې تهPredication  وايي، چې “سيند” پکې د مفهومي استعاري سرچينه حوزه او “ستونزې” موخنه حوزه ده.

انسان د مفهومي کولو يا مفهومسازۍ لپاره له دوو اساسي وسايلو استفاده کوي، چې يو پروفايل(Profile) او بل بنسټ(base) دی. مثلا مفهومساز وايي: “زرين په خونه کې ناست دی” دلته يې “زرين” چې پروفايل دی د “خونې” پر بنسټ جوت کړی اوداسې پرې د خبرو امکان پيدا شوى. همداسې د وينا په اوږدو کې نوي معلومات د زړو معلوماتو پر بنسټ ورکول کېږي. لاندې جملو ته وګورئ:

د بدن ګوته مې درد کوي.

د پښې ګوته مې درد کوي.

“ګوته” په دې جملو کې پروفايل دى، چې جوت يا برجسته شوى؛ خو لومړۍ جمله ځکه سمه نه ده، چې بدن په ژبه کې د ګوتې بنسټ(base) نه دی، بلکې پښه بنسټ ده، چې د ګوتې په پروفايل کولو کې لاس لري.

په ادراکي ژبپوهنه کې د خوځند(Trajector) او ځاينښه(Landmark) اصطلاحات مهم دي. انسان وجود لري او په ادراکي ژبپوهنه کې وجود يوازې د انسان نه، بلکې د هر شي لپاره کارېږي. وجود حرکت لري او دا حرکت له يوې مبدا وي، انسان د حرکت د تصور په مټ مفهومسازي کوي. مثلا: انسان د خپلو ويښتانو په غټېدو ځکه پوهېږي، چې د وړو شويو ويښتانو په بڼه يې يو ځل ليدلي او هغه يې ورته مبدا ټاکلي.

لينډمارک يا ځاينښه هغه حدود دي، چې يو خوځند يا ټريجکټر پکې حرکت کوي او پر بنسټ يې موږ مفهومسازي کوو. مثلا: لمبا او تګ دواړه د يوه ټريجکټر حرکت دى په يوه لينډمارک کې؛ خو په ژبه کې دا دوه بېلې کلمې لري. موږ په ژبه کې لمبا او تګ دوه همنوږي شيان نه ګڼو؛ خو که د حرکت ابتدايي انساني تجربې ته وګورو، دواړه په يوه مهال کې د متحرک د وجود مکاني تغير دى.

د ”تګ” مفهوم هله کاروو، چې له خپل ويسيڼټي (Vicinity) بهر لاړ شم. ويسنټي ګاونډيتوب ته وايي. په ابتدايي بڼه د انسان د بدن شاوخوا ته وايي. مثلا: که يو ملازم پياله ما ته نېژدې کېږدي، زه پوهېږم، چې زما لپاره ده. که تر ما يې زما همکار ته نېژدې کېږدي، وايم، دا زما لپاره نه ده او دا د ګاونډيتوب د تصور يا اصل پر بنسټ کوم. همداسې که بدن لږ وخوځوم، سره له دې چې يو حرکت مې ترسره کړ، خو دې ته تګ نه وايم، ځکه چې له خپل ګاونډيتوبه لرې نه يم تللى.

د ګاونډيتوب همدا اصل د ملکيت د اتنزاعي مفاهيمو په بڼه کې وينو: لکه زما کتاب، زما کور، زموږ د کلي لار او اۤن د خپل هېواد د بېلابېلو ولايتونو لپاره هم انسان د ګاونډيتوب تصور لري او کله چې ټوله دنيا ته وغزېږي؛ نو د انسان د جسم دغه ابتدايي تصور پراخه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب