ډيوه شینوارې/ کابل
پر کابل د طالبانو د دویمځلي واکمنۍ نږدې دوهنيم کاله پوره شول خو هغو ښځو ته لا هم د کار اجازه نه ده ورکړل شوې چې د کورنیو لپاره یې نفقه پیدا کوله.
کار او زده کړې د ښځو له پاره دوه عمده غوښتنې دي چې پخپله افغانانو او نړیوالو د ښځو له پاره له حاکم نظام نه څو څو ځله غوښتنه کړې خو لا هم دغه حق ښځو ته ندی ورکړل شوی.
نفیسه چې د کور یواځينۍ ګټیالۍ وه، په کابل کې یې یوې موسسې سره دنده لرله اوس چې په کور ناسته ده له دې حالت ځورېږي، نوموړې وايي: «د کور کرایه او ډوډۍ زما له وظیفې راتله، دریم کال روان دی، د کور د وسایلو خرڅول او قرضونو تر اوسه راورسولو، له دې ورسته به ژوند څنګه وي؟ نه نور د خرڅولو څه شته او نه نور قرض څوک راکوي».
بل اړخ په ښځو د زده کړو بندیز هغه نجونې په رواني نارغیو اخته کړي چې زده کړې یې په نیمه کې پاتې دې.
د کابل د لیسه مریم اوسیدونکې یلدا هاشمي چې په لسم ټولګې کې یې زدهکړې پاتې دي وایي: «زما همدا یو ارمان و، چې زده کړې مې بشپړې کړم او هغه هم پوره نشو، ژوند کې مې سکون نشته، خوب نه راځي، ایله په ډاکټرانو ګرځم».
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تیره ورځ د افغان ښځو په تړاو یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي، افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی او همدا راز یې د دغه هېواد اقتصادي ودې په برخه کې د ښځو پر ونډه ټینګار کړی دی.
اتوني بلینکن زیاته کړې؛ د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شویو محدودیتونو د افغانستان د ظرفیت کچه راټیټه کړې ده.
د امریکا د بهرینو چارو وزیر ددغه خبرو په غبرګون کې د د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته ویلي: «امریکا د افغانانو او افغانو ښځو سره خواخوږي نه لري او خپلې ګټې لټوي، او د ښځو حقونه د افغانستان داخلي موضوع ده چې افغانانو پورې اړه لري».
خو پوښتنه داده چې د ښځو د زده کړو او د کار محدودیت به تر کومه وي؟ چې تر اوسه دا پوښتنه بېځوابه ده.