جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهعمران خان: پوځي اقدامات د بې ګناه خلکو د وژل کېدو لامل...

عمران خان: پوځي اقدامات د بې ګناه خلکو د وژل کېدو لامل کېږي، دا ډول تګلارې دوامداره پایلې نه لري

تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۲۳مه) د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه په یوه پیغام کې ویلي، چې په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ ستونزه له خبرو او مذاکراتو پرته کېدلی نه شي.

عمران خان وايي، یوازې پوځي عملیات دا بحران پای ته رسولي نه شي؛ بلکې اړتیا ده چې یوه هر اړخیزه او سیاسي ستراتېژي جوړه شي، چې د سیاسي استازو په سلا جوړه شوې وي.

عمران خان خبرداری ورکړی، چې پوځي اقدامات د بې ګناه خلکو د وژل کېدو، د خلکو د بې کوره کېدو او مالي زیانونو لامل کېږي او تاریخ ښودلې چې دا ډول تګلارې دوامدارې پایلې نه لري.

عمران خان همداراز له د خیبر پښتونخوا له نوي حکومته غوښتي، چې له ټولو اړخونو سره خبرې وکړي او د تلپاتې سولې او د دې ایالت د اقتصاد او بیا رغونې لپاره یو هر اړخیز او اغېزمن پلان جوړ کړي.

نوموړي د خلکو د سوله ییزو اعتراضونو پر حق هم ټینګار کړی او د سولې غوښتونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او د مخامخ ډزو غندنه یې کړې ده.

عمران داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې زیاتې شوي او حالت تر بل هر وخت ډېر ترینګلی شوی دی.

تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې، د پاکستاني پوځیانو په برید کې په کندهار کې تر ۱۰۰ ډېر ملکیان ټپیان او ۱۲ مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب