تاند(چهارشنبه د تلې ـ میزان ۲۳مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستاني پوځیانو افغان خاورې ته د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي، چې وروسته د دوی سرتېرو هم پر مقابل لوري ځوابې بریدونه وکړل.
نوموړي وویل: «متاسفانه چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي. وروسته زموږ ځواکونه هم ځوابي حملې ته مجبوره شول.»
مجاهد زیاتوي، چې د دوی د ځواکونو په بریدونو کې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان وژل شوي، وسلې او ټانګونه یې نیول شوي او نظامي تاسیسات یې هم وېجاړ شوي دي.
مجاهد ویلي، چې دا مهال په سیمه کې جګړه درېدلې او د دوی جنګیالي احتمالي جګړې ته پوره چمتووالی لري.