تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضلالرحمن پرون د پاکستان او افغانستان تر منځ د ارامۍ او رغنده تعامل غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه باید نه یوازې وسلهوالې نښتې ختمې کړي، بلکې د خبرو جګړه هم بنده کړي، ځکه دا په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي.
د پاکستاني رسنیو د راپر له مخې، مولانا فضلالرحمن له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، ده پخوا هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې مهم رول لوبولی او که اړتیا وي، دا کار بیا هم کولای شي.
هغه زیاته کړه: «زه له افغان مشرانو سره په تماس کې یم، هغوی هم غواړي چې مسایل د متقابل تفاهم او خبرو له لارې حل شي.»
مولانا فضلالرحمن ټینګار وکړ چې که څه هم اوس اوربند شوی، خو دا هم مهمه ده چې د «خبرو اوربند» هم وساتل شي.
هغه دواړه هېوادونه وهڅول چې د ټولنیزو رسنیو او نورو وسیلو له لارې له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي او زیاته یې کړه: «دواړه ملتونه باید د احساساتو د پارولو پر ځای، د فضا په سړولو تمرکز وکړي.»
هغه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي د وروستیو څرګندونو په اړه چې د کشمیر په اړه یې کړې وې، وویل: «پاکستان باید د غبرګون پر ځای د کشمیر په اړه خپله پالیسۍ له سره وڅېړي او پرې فکر وکړي.»
د مولانا فضل الرحمان له څرګندونو څو ساعته وروسته پرون ناوخته د خوست او کورمې ترمنځ بیا د دواړو خواوو ترمنځ شدیده نښته شوې ده.
پاکستان ادعا کوي چې حګړه د افغانستان له لوري بې دلیله پیل شوه او دوی په ځوابي برید کې د افغانستان څو ټانکونه او پوستې ویجاړې کړې.
خو د خوست ولایت د والي ویندوی بیا رسنیو ته ویلي چې افغان ځواکونو د پاکستان بریدونو ځواب ویلی دی.