دوشنبه, نوومبر 17, 2025
Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان ترمنځ د تازه نښتو په اړه د فرانس...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تازه نښتو په اړه د فرانس پریس راپور

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۳که) د افغانستان چارواکو فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې په تازه  نښتو کې ۱۵ ملکي کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په داسي حال کې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د نښتو دوهمه اوونۍ پیل شوې، د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي چې شاوخوا ۲۰ طالبان د دغو نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «افغان طالبانو د پولې پر څلورو ځایونو بزدلانه بریدونه وکړل… زموږ ځواکونو د برید د مخنیوي په ترڅ کې له ۱۵ تر ۲۰ پورې طالبان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل. وضعیت لا هم د بدلون په حال کې دی.»

د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې تېره اوونۍ په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې، چاودنې وشوې چې پړه یې پر پاکستان واچول شوه. د دې بری په غبرګون کې د طالبانو حکومت د ډیورند کرښې په اوږدو کې عملیات پیل کړل، او اسلام‌اباد هم د سخت ځواب ژمنه وکړه.

د دواړو لورو د چارواکو په وینا، د تېرې اوونۍ په پای کې لسګونه ځواکونه وژل شوي دي.

د چهارشنبې سهار وختي تازه نښتې پیل شوي دي.

د سپین بولدک د سیمه‌ییزو اطلاعاتو ریاست ویاند علي محمد حقمل وویل چې ۱۵ ملکي وګړي د هاوان د مرمیو له امله وژل شوي دي.

دغه مرګ‌ژوبله د سپین بولدک د روغتون یوه چارواکي عبدالجنان بارک هم تأیید کړې، او ویلي یې دي چې له ۸۰ ډېرې ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر پاکستاني پوځیانو تور پورې کړ چې «یو وار بیا یې» په دې ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي دي.

مجاهد په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ۱۲ ملکي کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي. په خبرپاڼه کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو دا ویل شوي چې له هغه وروسته سیمه ارامه شوه چې پاکستاني سرتېري ووژل شول او څو پوستې او وسلې یې ونیول شوې.

پاکستان په دې اړه لا تر اوسه رسمي تبصره نه‌ده کړې، خو د امنیتي سرچینو په وینا، د هغوی ځواکونو د سپین بولدک له شمال او له کورمې ولسوالۍ  څخه د افغان ځواکونو پر پوستو د درنو وسلو ډزې کړي دي..

د بریدونو زیاتوالی

د سپین بولدک یوه اوسېدونکی، صادق، ویلي چې جګړه د سهار شاوخو څلور بجې پیل شوه.

هغه فرانس پریس آژانس ته وویل: «پر کورونو ډزې وشوې، زوی او میرمن مې وژل شوي، او څلور ماشومان مې ټپیان دي.»

د فرانس پریس خبریال راپور ورکړی، په سیمه کې ټول کاروبارونه تړل شوي او ډېری اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دغه نوی تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د دواړو ګاونډیو تر منځ امنیتي کړکېچونه ډېر شوي او بې باوري زیات شوې ده.

اسلام‌اباد پر کابل تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ته یې پناه ورکړې، خو کابل دا تورونه ردوي.

تېره پنجشنبه د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف په پارلمان کې وویل چې څو هڅې شوې څو افغان طالبان دې ته قانع شي چې له TTP ملاتړ پرېږدي، خو دا هڅې ناکامې شوې دي.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې TTP هغه ډله ده چې په افغانستان کې یې جنګي روزنه ترلاسه کړې او له افغان طالبانو سره ګډه ایډیالوژي لري، او له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې سلګونه پاکستاني سرتېري وژلي دي.

تېره اوونۍ په افغانستان کې چاودنې په داسې حال کې وشوې چې د طالبانو د بهرنیو چارو لوړپوړی چارواکی د پاکستان د سیال هېواد، هند، تاریخي سفر ترسره کاوه.

نښتې د شنبې په ماښام هغه وخت بیا پیل شوې چې کابل د پولې په اوږدو کې د لږ تر لږه پنځو ولایتونو په ځینو سیمو کې عملیات وکړل.

د طالبانو حکومت وویل چې دوی د «پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو» په غبرګون کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

اسلام‌اباد د یکشنبې په ورځ د سخت ځواب ژمنه وکړه، او دواړو لورو ته د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شو.

(سرچینه: فرانس ۲۴ د فرانس پریس په استناد)

کندهار کې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې ۱۲ ملکیان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

2 COMMENTS

  1. ښاغلی مجاهد صاحب
    السلام علیکم!
    ښه لاره یی داده چه په ټولو ساحو کی د سرحد جګړه شروع شی.
    خو د کنړ د لاری د باجوړ جغرافیه نیول تر ناوګي او محمد ګټه پوری ډیره اهمه ده.
    دلته ټول پختانه دی او ډ پنجاب فوجیان د دغه ساحی څخه ورک کړی.
    د باجوړ ساحه غرنی ده د دوی جازونه او عسکر پکی کار نشی کولای.
    کله چه باجوړ ونیول شو بیا د محمد ګټه تر یکه غنډ پوری ساحه تر کنترول لاندی راولی. په وزیرستان او بلوچستان کی د پنجاب عسکر مخکی له مخکی تسلیم او اسیر کیږی. په دریم قدم کی پشاور، کله چه زمونږ او پختونخوا ولسونه رسیږی، د پنجاب مورال ضعیفه کیږی او د اقتصادی فشار لاندی هم راځی، وروسته د پشاور څخه تر اسلام اباده پلان ښه وسنجوی.
    د ګوریلایی او چریکی جګړو په وسیله پنجاب ته زښته زیاته صدمه رسیږی. بل داچه زښته ډیره اسلحه زمونږ لاسته راځی.
    د باجوړ جغرافیه په هدف کی ونیسی او ډیر زور د باجوړ لخوا واچوی.
    او د کرښی په ټولو نورو ساحو په لسهاوو ځایو د پنجاب فوج مصروفه کړی، خو اصلی هدف باجوړ جغرافیه ته متوجه کړی.
    پنجاب د چریکی جګړو طاقت نه لری، اقتصاد یی خرابیږی او فوجیان یی په ټوله ساحی کی د تاثیر لاندی راځی او تیښته کوی. په کابل کی ټول لوړ پولی چارواکی خپل اصلی یا د وزارتونو ځایونه هم تغیر کړی.
    زمونږ دغه ډول خبرونه د تاند څخه په غیر د وطن نورو ویب سایدونو کی هم خپریږی.
    افغانانو ورونو پنجابستان د داعش زیږنده ده، داعش ترهګر او خوارج دی، د خوارجو مقابل کی ټول افغانان او د نړی ټول هیوادونه په شریکه ودریږی. تر څو ترهګر پنجابستان یا داعیشستان د تل لپاره د نقشی څخه ورک شی.
    والسلام
    افغان

  2. د تاند د محترمی اداری څخه مننه چه د افغانستان دملی ګټو خبر یی ډیر ژر نشر کړو.والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...