نعمت الله صدیقي
هغه چې د بېګا «شپې» وایس یا میسج درته پرېږدي او سهار ستا له ځواب وړاندې یې بله دنیا کچ کړي وي؛ په زړه به دې څه تېرېږي؟ د بنده له پښو د ځمکې ښوېدنه، اسویلي یا ساه تنګېدل، په دنیا د ناباورۍ، ناهیلۍ او خپګان خبره خو د یو چا په ناڅاپي مرګ حتماً او طبعي وي؛ خو د طالب جان هغه یې بل ډول وه. همدا سهار دای کابل ته د خپلو دوه وو هغو کتابونو لېدو ته هم راروان و، چې په تېرو دوه اوونیو کې مو سره پرې د خدای زور زحمت ویستی و؛ خو ناځوانه مرګ بله وکړه.
د ده دواړه کتابونه شعري مجموعې وې، چې یوه یې د «ګلونو الوداع» د نثري نظم یا د ده په اصطلاح چې فارسي ژبي یې «لوړ شعر» بولي او بله یې «د سترګو په سپیدو کې» د غزلونو ټولګه وه؛ خو زه او دای یا موږ څه خبر وو، چې دای اصلاً پر همدې مجموعو موږ ته الوداع وایي؛ دای که خوږ، شیرین او پر ژوند میین سړی نه و، دغسې د ژوند په رنګینیو او رنګینو خیالونو به یې موږ ته منظوم او شاعرانه اهتمام نه کاوه؛ ځکه دای خو نقاد، لیکوال او ژورنالست هم و. دای د همدې نوې شعري مجموعه د یوه غزل په مقطع کې وایي:
خپل طالب ته الوداع وکړه، چې درومي
لږ په بېړه شه، چې ځمه زما غمه، زما غمه
دای لکه په دې مقطع کې چې د خپل مرګ احساس کوي، «خپل طالب ته الوداع وکړه» دا همغه الوداع ده، چې نن یې موږ په رښتیا له طالب سره کوو او د «زما غمه، زما غمه» تکرار یې د مرګ د احساس هغه عاطفي اړخ دی، چې د ژوند له رنګینیو سره یې د شاعر مینه او د بېلتون درد دواړه یې په کې سره یو ځای کړي دي؛ خو چا فکر کاوه چې طالب به په دې شعر کې رښتیا له موږ سره الوداع کوي. کاروان صاحب یې په جنازې همدغه خبره وکړه، د ده په خبره «چې شاعر کله کله داسې د اسرارو دروازې هم لري» لکه دای چې له یوې نیمې واقعې خبر وي.
په هر تصویر کې زه خپه ومه، سهي نه راځم
عکاسه نور به تصویرونو ته بېخي نه راځم
د هدېرې کاڼي طالبه غلي وړم په اوږو
زه کاروبار ته د ګلونو سبایي نه راځم
طالب په دې دواړو بیتونو کې له ژوند سره د خپل یوه نااشنا او پټ خپګان خبره کوي؛ په لومړي شعر کې له تصویرونو سره نه جوړېدل او په دویم هغه کې یې د ګلونو له کاروباره مخ اړول، هغه مضامین دي، چې د ده له ناڅاپي مرګ سره اوس راته بل ډول مانا پیدا کوي. په معاصر شعر کې د مانا دا بل ډول رامنځته کېدل ډېر اهمیت لري.
د ګلونو له کاروباره د طالب مخ اړول به مو د هغه د دومره ژر نشتون له تصور سره هم نه وو تړلي؛ خو د شعر او ژوند ترمنځ همدا نامعلومه او نالېدلې فاصله ده، چې کله کله یې شاعر په بین السطور کې راته وایي.
همدا نن سهار چې مې د ده «د سترګو په سپیدو کې» کتاب ولوسته، ډېر زیات یې همدې مقطعو وځورولم، مقطعي چې په غزلونو کې د شاعر د نوم او تخلص په وجه د دوی یو ډول د ذاتي یا فردي احساساتو هندارې وي؛ ځکه خو لوستونکیو ته د شاعر او پنځګر ژوند او فکر پکې سترګکونه وهي.
طالبه! ډېر له تصویرونو سره وځورېدې
د کاغذونو په شاه نه لیکې نامې ملګریه
د ده د تصویري ځورېدنې حد «د ګلونو الوداع» په شاعرۍ کې لوستلی شو، په دعوې سره وایم، چې په نثري شاعرۍ کې ما تراوسه له نورمحمد لاهو وروسته د ده هومره بل تصویر کښی شاعر نه و لوستی، موږ نظم یا نثري شاعري هم سخته کړه؛ خو د ده شاعرانه تجربې او شاعرانه انځورګري رښتیا هم، چې بېله او ځانګړې ده.
ده د نقد او کره کتنې په برخه کې هم لوی لاس لاره، وروستۍ کتاب چې یې د کاروان صاحب پر ناول «شنه غمي واله جلکۍ» او نثر لیکلی و، د موضوعاتو او تحلیل له پلوه یې هم د علمي غنامندۍ او تنوع اندازې ترې کېدای شوه، ګڼې علمي او کره کتنیزې مقالې او لیکنې یې هم چاپ دي، په دې وروستیو کې یې چې په ادبیاتو کې ماسترا کوله، د ادبیاتو په ځینو ادبي او ژبپوهنیزو موضوعاتو یې داسې لیکل هم کړي وو، چې زموږ په ژبه کې لا تراوسه نشته یا بېخي کم دي؛ یعنې د ده شعر او نثر په دواړو برخو «لیک او تخلیق» کې ونډه د پام او حساب وړ وه.
مرګ به حق وي؛ خو هغه چا ویلي وو، چې موږ په ناحقه مرو؛ که له مرمیو او د جنګونو له «سرو مرګونو» بچ پاتې شو، بیا نو له نورو افتونو او واقعو هم خوندي نه یو؛ کاش چې حکومتونه په جدي ډول زموږ دغه سترې لارې «د خوست، ننګرهار، کندهار، هلمند، هرات، شمالي ولایتونه او په مجموع له مرکز کابل سره ټولې وصل لارې» چې هر ورځ مو د لسګونو هېوادوالو د ټکرونو او مړینو سبب ګرځي، لویې او دوه طرفه کړي، که نه خدای مه کړه د منګل مرحوم په څېر به مو ډېر خواږه خلک او ملي کدرونه د همداسې ټکرونو په وجه د بې وخته پېښو قربانیان وي.
وړکیه په خاورو کې دې ځنډ کړو
هلته خوشال یې که څوک لار نه درکوېنه