شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د واورواو بارانونو اټکل شوی

د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د واورواو بارانونو اټکل شوی

تاند (جمعه، د حوت ۱۱ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملکي هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې له اټکل سره سم نن او سبا به د افغانستان په شلو ولایتونو کې واورې او بارانونه واوري.

د هواپېژندنې د ریاست له وړاندوینې سره سم، د سالنګونو په شمول په ځینو سیمو کې به تر ۸۰ سانتۍ پورې واوره واوري.

دې ادارې د باران اندازه له ۱۵ میلي تر ۵۰ میلي مترو پورې اټکل کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د فواید عامې وزارت ویندوی محمداشرف حق شناس ویلي چې د درنې واورې د اورېدو له کبله د سالنګ لویه لار بیا بنده شوې ده.

په افغانستان کې د دې اونۍ له پیله د وارو او باران د اوریدو لړۍ پیل شوې او له تیرې پنجشنبې راهیسې په اکثرو ولایتونو کې یا واوره او یا هم باران اورېدلی چې له کبله یې یو شمېر لارې بندې شوي او په ځینو سیمو کې یې سیلونه جاري کړي دي.

له بلې خوا د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ په خرابې سیمه کې د شدیدو اورښتونو له امله څلور تنه هغه مهال مړه شول چې د خونې چټ پرې راپوېوت.

په هلمند کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد پرون (پنجشنبې) رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې چې وړمه شپه وشوه، د یوې کورنۍ دوه ماشومان، مور او پلار مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب