پوهندوی آصف بهاند
په افغانستان کې ترشپـږم ټولگي پورته د نجونو د ښونځیو د تړل کېدو نه نږدې دوهنیمکاله تېر شول. افغانان او ورسره نړیوال تراوسه نه دي توانېدلي چې دې ستونزې ته حللاره پیدا کړي. په خپله طالبان هم په دې مورد کې د نظراختلاف لري.
واکداران د هیڅچا نه مني، نه د هغو افغانانو چې د تعلیم پلویان دي، نه د متخصصینو خبره مني او نه هم د نړیوالو د خبرو خیال ساتي. یو ځل په میډیا کې داسې خبر هم خپور شو چې قومي مشرانو او دیني عالمانو له طالبانو غوښتي دي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او هغوی ته د تعلیم حق ورکړي. د بيبيسي په یوه رپوټ کې په دې باب داسې راغلي وو:
«افغان قومي مشرانو او ديني عالمانو په سپېدار ماڼۍ کې له طالب چارواکو غوښتي چې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي.
ارګ ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو قومي مشرانو، ديني علماوو او حکومتي چارواکو ګډون کړی و.
د ارګ په وینا پاڼه کې راغلي چې دغو علماوو او قومي مشرانو د حکومت او خلکو تر منځ د واټن د کمېدو تر څنګ په حکومت کې د متخصصو کادرونو د ګمارل کېدو غوښتنه هم کړې.
غونډې ته د وینا پر مهال د سوېلي زون استازي قومي مشر محمد هاشم د دغو قومي مشرانو او ديني عالمانو د غوښتنو د لوستلو پر مهال د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي:
“د کمېټې نظر دی چې د تعلیم په باره کې دی: امارت دې اسلامي او عصري تعلیم ته لکه څرنګه چې توجه شوې ده په دې کې دې د نجونو او خویندو د تعلیم پر مخ باندې مکتبونه او پوهنتونونه خلاص شي”…»
اوس خبره دې ته ورسېده چې دننه په یوه دولتي ماڼۍ کې گڼو طالب پلوه خلکو، له طالبانو عوښتي دي چې د نجونو د تعلیم مخه باید ونهنیول شي، پوهنتونو کې دې د زدکړو حق ورکړل شي، خو تر اوسه هم پرېکړهکونکي مقامات خپل نظر په ښکاره ډول نه څرگندوي او لکه تل وایي چې په افغنستان کې د نجونو تعلیم د ستونزو یوه برخه ده، خو حللاره نه ورته ښيي.
زه نه پوهېـږم چې دوی پر دې خبره پوهېـږي که نه چې دوی خو د نجونو ښونځي درولي، خو د نجونو عمر نه درېـږي، د نجونو عمر روان دی، عبث تېرېـږي او ورسره هغوی ته او د هغوی د کورنیو ځینو غړو ته یې له دې درکه څومره رواني کړاوونه ورپه برخه کوي.
نړوالو په بېلابېلو ډولونو طالبانو ته د نجونو د ښوونځیو د بیا پیل په پار وویل او خبره یې ان د ملگرو ملتونو د امنیت تر شورا پورې هم ورسوله. دا لاندې د څو هغو رپوټونو سرلیکونه لو لینکونه دي چې نړیوالو له طالبانو نه د نجونو د ښوونځیوو د بیا پیل غوښتنه کړې ده:
بيبيسي پښتو:
«د اسلامي همکارۍ سازمان: طالبانو سره د نجونو پر زدکړه او د ښځو پر کار وغږېدو»
بيبيسي فارسي:
«سازمان ملل برنامه درس بیبیسی را «راه نجاتی برای آموزش دختران» در افغانستان خواند»
بيبيسي پښتو:
«طالبانو ته د ملګرو ملتونو سرمنشي پیغام؛ نجونو ته اجازه ورکړئ چې ښوونځیو ته ولاړې شي»
تاند:
«د م.م. سرمنشي له طالبانو وغوښتل ۲ کاله تېر شول نور د نجونو ښوونځي پرانیزئ»
«سپینه ماڼۍ: د طالبانو رسمیت پېژندل د نجونو د تعلیم په برخه کې د دوی د ژمنې له عملي کېدو سره تړلی»
خو دې ټولو غوښتنو او غږونو پر طالبانو باندې اثر ونهکړ، کله وايي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پیل لهپاره شرایط نه دي چمتو، کله وايي چې پرنویو قوانینو باندې کار روان دی او کله چې بیخي استدلال ورنه ورک شي، بیا وايي چې څوک دې زموږ په کورنیو چارو کې گوتې نه وهي.
اوس په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو موضوع نه د یوې لویې غمیزې په څېر، داسې ستونزه جوړه شوې ده چې هم افغانان او هم نړیوال ورته حیران دي؛ خو د تعلیم پلویان غلي نه کېني او هرکله خپل نظریات څرگندوي.
د نجونو د ښونځیو د تړلو پر ستونزه باندې د نظریاتو او انتقادونو په لړ کې یوې افغانې خپل نظر داسې څرگند کړی دی:
«که د هرې خور، لور ترڅنګ د هغې خپل پلار او ورور ودرېږي، هېڅوک به بل ته د ګوتنیوني اړتیا ونه لري او نه به هم د بل څخه د ملاتړ او په حق کې یې د غږ پورته کولو غوښتنه وکړي.
متاسفانه چې زموږ په افغانې ټولنه او بخصوص ځینو خویندو د فیمېنزم مفهوم غلط تعبیر کړی چې له مخې یې خپل د کور نارینه اتلان او نعوذبالله پیغبران ګني، خو د بل د کور یا نور نارینه ګان به د هر ظلم و تاوتریخوالي او… سبب بولي.
“ملاله یوسفزۍ” چې نن د ژوند په هر لوړ سټیج کې او هر څه ده، علت یې تر شا د خپلې کورنۍ ملاتړ او پلار دی. ګني لر خو څه کړي حتی زموږ د بر افغانانو هم پرې پت پرېنښود، سپکې سپورې، کنځلې ورته کوي، په هر بد نوم یې یادوې، هر تور پرې پورې کوي. نه ملاله او نه یې هم کورنۍ، کیسه کې یې لا نه دي. د خپلې موخې په لور الوت کوي.
بیا هم په تاسف سره وایم، چې ستونزه زموږ په خپله غیرتمنده ټولنه او د خپلې ټولنې په اکثریت کورنیو کې ده، په خوله د روښانفکری سندرې وایي، زړونو کې ګوړې ماتوي او د جهالت دا متل زمزمه کوي چې:
“ښځه یا په کور ده یا په ګور” »
دغو څو بیتونو ته پام وکړئ چې شاعر په ډېر جرأت سره د هغه چا په مخ کې او د هغه چا د واکدارۍ په دایره کې د تعلیم، ښوونځي او پوهنځي صفت کوي، چا چې د نجونو او پوهنتون د ښځینه محصلینو پر مخ د ټولگیو دروازې تړلې دي، مطیعالله تراب:
«بې اهلو کارو به د بام سرته پوړۍ ونهشي
فکر کوم له دې وړیو به شړۍ ونهشي
د غټو زدکړو وزارت او مولوي صاحبَ
د ترافیکو مدیریت او مولوی صاحبَ
گورئ پنځهویشت کاله مخکې مو گناه گڼلو
پرتذکره باندې تصویر مو ناروا گڼلو
اوس برخمن یئ له کمرې او تلویزیون صاحبه
دا برکت و د ښوونځي او پوهنتون صاحبه»
خلک غلي نه پاتېکېـږي او د حق غوښتنې غږ جگوي. بیا هم عبدالوحید وحید په یو جدي او قوي استدلال سره، په ډېره زړورتیا د نجونو د ښوونځیو د تړلو پر ستونزه انتقاد کوي او په زغرده وایي چې پرته له کوم دینی او بل دلیل څخه د افغانستان نیمايي نفوس له زدکړو محروم کړای شوی دی:
«په يويشتمه پيړۍ کي له زده کړو څخه د نيم ولس محرومول د ملت معنوي ټول وژنه ده. انجونو په زده کړو باندي له هيڅ قسم نقلي او عقلي استدلال پرته لګول شوي ناوړه بنديز ته کله کلتوري پولې بانه ګرزول کيږي، کله په ولس باندي د بدويت ټاپې په لګولو توجیه کېږي، کله بنديز موقت او عارضي ګڼل د ولس د غولولو لپاره پلمه کيږي، کله يې ګډې زده کړې لامل ګڼل کېږي، کله د فحشا د مخنیوي په نوم توجیه او د خپل ولس سپکاوى کيږي، کله د حالاتو پلمې، کله د نصاب د نيمګړتياو تورونه او کله هم نور عجيب او غريب توجيهات وړاندي کيږي خو دَ دغو تورونو لګولو پرمهال د واکمنانو او د هغوى ناوړه کړنو ته د توجيهاتو لټوونکو ړندو مقلدينو په تندي باندې کله هم خولې راماتې نشوې.»
د نجونو د ښوونځیو د نه پیل کېدو په اعتراض کې دوکتور لطیف یاد خپل غږ داسې جگ کړی دی:
طالب چاواکي د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره په خبرو کې وایي چې: «د نجونو زدکړې زموږ د ټولنې اړتیا ده.»
خو په عمل کې هیڅ شی نه شته. د ښوونځیو د تړلو د ستونزې له امله نه یوازې نجونې او د هغوی کورنۍ زورېږي، بلکې د نجونو د خواږه عمر هغه برخه چې د زدکړو لپاره ده، عبث ضایع کېـږي.
د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي راغلی دی چې دوی ته ووایي: چې د نجونو زدکړې له اسلام سره تضاد نه لري، خو د حاکمو چارواکو له خوا داسې ځوابونه ورکول کېـږي چې نه یوازې د نجونو د ښوونځیو د پرانستنې لپاره مرسته نه کوي، بلکې د نجونو د زدکړو د تعطیل موده نوره هم غځول کېـږي.
د نجونو د تعلیم د بندولو د عواقبو په باب باید وویل شي چې د څو کلونو په اوږدو کې به زموږ خلک او ټولنه د بېسوادۍ له یوې ځواکمې څونامي او بلا سره مخ شي چې ورانونکې څپې به یې ډېره تباهي رامنځ ته کړي چې جبران به یې یا ناشونی وي او یا به ډېر ستونزمن وي.
شکایتونه او غوږونه
د نجونو د تړلو ښوونځیو ستونزه
«زما د خور له لاسه دې اخیستې کتابچه ده
طالبه وروره ولې؟
پر مخ دې بنده کړې د پوهنې دروازه ده
طالبه وروره ولې؟»
(حاجيگل ثمرزی)
په افغانستان کې ترشپـږم ټولگي پورته د نجونو پر تعلیم باندې د بندیز موده تراوسه هم غزېدلې ده او د تعلیم او نوي نسل د روزلو پلویانو، د دې بندیز له پیل نه بیا تر نن پورې د دې ستونزې د حل لهپاره خپل وړاندیزونه او شکایتونه له بېلابېلو لارو تر طالب چارواکو او نړیوالو اړوندو مؤسسو پورې رسولي دي. د نجونو د تعلیم د ممنوعیت په باره کې د خلکو شکایتونه دومره ډېر او اوږده شول چې لکه د چا خبر د شکایتونو په ډېر ویلو او تکرار سره د خلکو پر ژبو باندې ویښته شنه شول؛ خو مسؤل چارواکي داسې چلن کوي لکه چې هېڅ یې اورېدلي نه وي او یا هېڅ غوږونه یا د اورېدلو حس نه لري.
دلته به د یادو شکایتونو دوې بېلگې وړاندې کړم، یو شکایت د شعر په ژبه دی او بل شکایت په دیپلوماتیکه ژبه:
یووخت د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو شکایت داسې شوی و:
«زما د خور له لاسه دې اخیستې کتابچه ده
طالبه وروره ولې؟
پر مخ دې بنده کړې د پوهنې دروازه ده
طالبه وروره ولې؟
*****
امیرالمؤمنینه نور زموږ واوره فریاد
زموږ ژوند دې کړو برباد
له علمه دې محروم کړو موږ به ژوند کې نه شو ښاد
زموږ ژوند دې کړو برباد
نا پوهه به شو لوی زموږ د ژوند څه معامله ده
طالبه وروره ولې؟
*****
نړۍ پر مخ روانه ده موږ وروسته پاتې کېـږو
له هیچا نه شرمیـږو
د یو بل په لمسون باندې به څو پورې غولیـږو
له هیچا نه شرمیـږو
نړۍ پر مونږه خاندي یویشتمه زمانه ده
طالبه وروره ولې؟
*****
لږ ښکته پاکستان وګوره بل خواته ایران
بیا وګوره جهان
اسلام چې ترینه خپور شو، وګوره عربستان
بیا وګوره جهان
اسلام زموږ په حق کې خپله کړې فیصله ده
طالبه وروره ولې؟
*****
ارمان یې په اوبو باندې لاهو شو اوس کړیـږي
په سرو سترګو ژړیـږي
چې مړه نه شي له غمه مور او پلار مې پرې ډاریـږي
په سرو سترګو ژړیـږي
خوراک نه کړي له غمه ناسته تل خفه ـ خفه ده
طالبه وروره ولې؟
*****
سزا دې راته غټه ده ټاکلې وس مې نشته
که ستا په زړه کې ښه شته
تعلیم چې نه وي هلته نه ډوډۍ او نه اوبه شته
که ستا په زړه کې ښه شته
نو ځکه درته کړې ثمرزي دا یو ګیله ده
طالبه وروره ولې؟»
دا لاندې شکایت او وړاندیز بیا په دیپلوماتیکه ژبه دی چې سیاسي شننونکي عبدالوحيد وحيد د نیوکو په چوکاټ کې د ښې راتلونکې په خاطر داسې وایي:
«… البته له شک او تردد پرته ويلاى شو چې هر څه هم سم نه دي. نيمګړتياوې شته محرومیت شته جنسيتي او قشري تبعیض شته، حق تلفي شته نا انصافي شته، هېواد په منزوي حالت کې قرار لري بنديزونو او د اړيکو د جوړولو په برخه کې نيمګړتياو ولس ترستوني پورې رسولى دى. له مخکنيو متکررو ژمنو، ديني مکلفيت او ملي مسئولیت سره سره له تيرو دوو کلونو راهیسې په ټوليز ډول له عصري علومو سره تبعیضي چلن دوام لري. د انجونو ښوونځي بند پراته دي او پوهنتونونو ته د انجونو تلل لاهم د امر ثاني په پلمه معما ده. په پريکړو کې د ولس د ګډون اصل ته توجه نشته او حکومت ملي بڼه نه لري. دغه نيمګړتياوې د اوسني نظام په تندي هغه داغونه دى چې پاکول به يې ستونځمن کار وي او اوس يې د توجيه لپاره د چارواکو لخوا وړاندې شوي بانې هم بې بنسټه ثابتې شوې دي. د نظام په مختلفو برخو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په ژمنو کې د ريښتينولي هيڅ ډول نښې نښانې نه ليدل کېږي او مشران داسې څرګندونې کوي لکه چې هر څه ګل او ګلزار وي او ستونځې ورته د توطئو او دسيسو په ډول کورني او بهرني مخالفين رامنځته کوي.
د امارت له مشرانو څخه په ځينو مواردو کې د مثبتو نوښتونو کولو له امله له مننې سربيره غوښتنې هم لرو. د حفظ ماتقدم او په راتلونکي کې له دروند مسئولیت څخه د خلاصون لپاره په زغرده ورته وايو چې د زده کړو او حکومتولي په برخه کې تګلارې مو هېواد ويجاړوي او ولس ته فاجعې راوړي. دغه اوسنۍ تګلارې مو هغه کوږ بار دى چې تر منزله پورې د رسيدو وړتیا نه لري. مخکې له هغې چې د مجبوريت له مخې د ممکنه کورنیو توپانونو او ننګونو له امله، يا هم د پرديو د ناوړه فرمايشاتو منلو ته اړ ايستل شئ، يو ځل بيا هېواد کنډواله شي، د خپلو منل شويو ديني او کلتوري شاخصونو په چوکاټ کې د ننه د خپل ولس چيغې هيلې او زارۍ واورئ، د هغوى غوښتنې ومنئ او په خپلو تګلارو کې د مثبت بدلون لپاره د همت ملا وتړئ.»
دا او دې ته ورته په سلگونو وړاندیزونه او شکایتونه موجود دي چې د نویو واکدارانو د راتگ له ورځې تر نن پورې په سولهایز او قهري ډول د بېلابېلو اشخاصو او وسایلو له لارې د طالبانو مسؤلو اشخاصو ته لېـږل شوي دي، خو داسې ښکاري چې دوی یا غوږ نه لري یا بابیزه ورته ښکاري، ځکه پاملرنه نه ورته کوي.
په سولهایز ډول د زاریو په دود باید طالب چارواکو ته عرض وشي چې: دغه مخلوق چې تاسو زدکړو ته نه پرېـږدئ، د دوی راتلونکی او د دوی د کورنیو ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ کېـږي، بې تعلیمه چې هره ورځ، هره میاشت او هرکال تېرېـږي، د افغانستان یو نسل وروسته پاتې کېـږي، له رواني پلوه ځپل شوي دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره نور هم ځپل کېـږي.
که نوی نسل بې زدکړو لویـږي، دا د هغوی راتلونکی ژوند په منفي ډول اغیزمنولای شي، د علم او پوهې ارزښت راټیټېـږي، معلمین، پوهان او د پوهې بهیر ته صدمه رسیـږي، د ټولنیز ژوند ټول اړخونه به له کړاو نه ډک وي او…
دې او دې ته ورته نورو ستونزو او عیني واقعیتونو ته په کتو سره، هیله ده چې د نجونو د تعلم بندیز لرې کړئ، دا به هم ستاسو حاکمیت او حکومت ته ښه وي او هم به د افغانستان د نویو نسلونو پرمخ د نوي ژوند او علم دروازې پرانستل شي.