پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+نور غمونه هم وو بنديزونه پرې له پاسه شول

نور غمونه هم وو بنديزونه پرې له پاسه شول

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

کورنى حالت

موږ په افغانستان کې له تيرو څو لسيزو راپدېخوا استبدادي رژيمونه او يا هم د زورواکي او ديموکراسي ګډه نسخه تجربه کړل. موږ په بشپړه توګه د ولسي ارادو ممثل او ټول ګډونه نظام درلودلو شاهدان نه يو. نه مو له ژمنو سره سره اسلامي نظام پلى کړاى شو او نه هم دلته له مبالغې سره مله وارداتي ديموکراسي وپنځېده. چا د “کور کالي ډوډۍ” په نوم وغولولو، چا د عمري عدالت د رامنځته کولو په شعارونو دوکه کړو، چا د ديموکراسي په خيالي رنجو سترګې راباندې تورې کړې او څوک د سوچه اسلامي نظام د ترانو په ځوږ کې په سر باندې را کيناستل، خو ټول شعارونه او ژمنې واک ته د رسيدو ابزار ثابت شول. دَ ټولو مشترکه او په لوړه کچه د اهمیت وړ نکته د واک ساتل او غځول وو. هر بدلون ته مو د نيک شګون په سترګه وکتل، هره ننګونه مو فرصت وګڼله، خو هر ځل مو د هيلو غوټۍ ورژېدې او ارمانونه مو له خاورو لاندې شول. له بارانه تښتو او له ناوې لاندي مو شپه شي.

له عجيب او غريب سياسي وضعیت سره مخ يو. داسې سياسي حاکمیت لرو چې ملاتړ يې د هېواد په ګټه نه ده او اوسنيو ځمکنيو واقعيتونو ته په کتو نسکوريدل يې هم له باران څخه ناوې ته کيناستل دي. د نظام د نوعيت قانوني کولو، ټول ګډونه حکومت جوړولو او د ښې حکومتولي رامنځته کولو په برخه کې له زياتو فرصتونو سره سره مو هم د تيرو دوو کلونو په اوږده موده کې هيڅ ډول پرمختګ نه دى کړى. د امارتي مشرانو له څرګندونو او د دوحې په تړون کې له ژمنو سره سره طالب مشرتابه خپل مکلفيتونه نه دى عملي کړى او متاسفانه همدغو نيمګړتياو هېواد او ولس ته ستونځې جوړې کړې دي، په نړيواله کچه د حاکمې ډلې په وړاندې د مخالفتونو د زياتيدو لامل ګرزيدلې دي، خو ظلم لا دادى چې د طالب مشرانو مټکورو تګلارو ته د نړيوالو د غبرګون بيه هم ولس ورکوي.

په يويشتمه پيړۍ کي له زده کړو څخه د نيم ولس محرومول د ملت معنوي ټول وژنه ده. انجونو په زده کړو باندي  له  هيڅ قسم نقلي او عقلي استدلال پرته لګول شوي ناوړه بنديز ته کله کلتوري پولې بانه ګرزول کيږي، کله په ولس باندي د بدويت ټاپې په لګولو توجیه کېږي، کله بنديز موقت او عارضي ګڼل د ولس د غولولو لپاره پلمه کيږي، کله يې  ګډې زده کړې  لامل ګڼل کېږي، کله د فحشا د مخنیوي په نوم توجیه او د خپل ولس سپکاوى کيږي، کله د حالاتو پلمې، کله د نصاب د نيمګړتياو تورونه او کله هم نور عجيب او غريب توجيهات وړاندي کيږي خو دَ دغو تورونو  لګولو پرمهال د واکمنانو او د هغوى ناوړه کړنو ته د توجيهاتو لټوونکو ړندو مقلدينو په تندي باندې کله هم خولې راماتې نشوې.

خوښ يو چې امن شته خو  په لوړه کچه د بيکاري او د اقتصادي رکود له امله د ولس سکون تالا ترغه شوى دى. نظم شتون لري خو دَ نظام جوړولو څرک هم نه لګيږي. پياوړى او د افغانستان عيني شرائطو سره سم مرکزي حاکمیت شته خو ښه حکومتولي نشته او له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره اراده او احساس نشته. د قانون د عملي کولو وړتیا شته خو دَ قانون جوړلو او تصويب نښې شتون نه لري. په سملاسي ډول له هر ډول کورنيو امنیتي ګواښونو سره د مقابلې وړتیا شته خو دَ بالقوه امنیتي ننګونو د مخنيوى ظرفیت نشته. د  نمايشي سياست کچه دومره لوړه ده چې د کانکور عمومي اول نمره د حکومتي مقام لخوا ستايل کيږي خو دَ کانکور په ازموينو کې د انجونو په نشتون باندي نه يوازې داچې د هيڅ حاکم په تندي د پښېماني نښې نه ليدل کېږي، بلکې د غولوونکو توجيهاتو وړاندې کولو له لارې دغه ناروا عمل ته مشروعیت هم لټوي.

هېواد مو مفتوحه خاوره ګڼل کېږي، ملي شتمني ته د ملت د امانت په سترګه نه کتل کیږي  او ولس ته د دغه هیواد د مالکانو حيثيت نه ورکول کېږي. په زده کړو باندي بنديز د له امله دَ نيمايي نفوس په ستوني کې پښه ايښودل شوي ده خو يو مشر لاهم هم وايي؛ “ښځې دې بيړه نه کوي، موږ د هغوى د ټولو حقونه ورکولو ته ژمن يو”. تر ټولو ستره ستونځه داده چې د علماو تر حاکمیت لاندي ساينسي علوم بې ارزښته ګڼل کېږي. له پورته يادو شويو ټولو ستونځو سره سره د بديل د نشتون له امله د اوسني نظام د نسکورېدو مخالفت کوو.

نړيوال فشارونه؛

په طالب مشرانو باندي د هغوى په تګلارو کې د اعتدال او انعطاف ښودلو لپاره بنديزونو  تر اوسه پورې نه يوازې دا چې طالبان  سمون او بدلون ته مجبور نکړاى شول، بلکې په معکوسه توګه يې عام ولس ځپلى دى، د ځوان نسل کاري فرصتونه يې له منځه يوړل، د ولس اقتصادي حالت يې خراب کړ، د بيکاري کچه له تصور او اټکل څخه لوړه ده، ځوانان په ټوليزه توګه له هېواد څخه وتلو ته مجبور شول، خو طالبانو، نه د انجونو په زده کړو باندي بنديز ختم کړ، نه يې ټول ګډونه حکومت جوړولو ته غاړه کيښوده او نه يې هم بشري حقونو ته د ژمنتیا څرک لګيږي.

بندیزونو په يقيني توګه کورنئ بهرنئ پانګونې ټکنۍ کړي دي، سوداګري يې محدوده کړې ده، د خصوصي سکتور بانکي سیستم باندي يې اغيزې کړې دي او مالي  چوپړتياوو ته لاسرسی محدود شوى دى. د کار فرصتونه له منځه تللي دي ، د توکو د بیو لوړې شوې دي ، او  اقتصادي بې ثباتي رامنځته شوې ده. سربیره پردې، سرچینې کمی شوې، کنګل شوې او يا هم بيرته ګرزول شوې دي.

 له ټولو ستره او ننګوونکې ستونځه داده چې په افغانستان باندې لګول شوي بندیزونه د اقتصادې ستونځو ترڅنګ په غیر مستقیم ډول امنیتي اندیښنې هم لا پسې زیاتولاى شي. دغه ډول بنديزونه به هغه مهال ننګوونکى صورت حال رامنځته کړي  چې افراطي ډلو ته له طالبانو څخه د مالي ملاتړ په بدل کې  د هغوى د اوسيدو او ودې لپاره فرصتونه او مناسب چاپیریال رامنځته شي. له دې ورهاخوا نړيوالو بنديزونو او انزوائي حالت په طالبانو کې د مقاومت روحيه پياوړې کړه. د يادې ډلې د خپلمنځي يووالي د پياوړتيا لامل وګرزيده او مجبور شول له کورنيو سرچينو څخه د خپلو لګښتونو برابرولو لپاره ګړندي او پريکنده ګامونه پورته کړي. د بنديزونو له چورلټې ناکامي وروسته نړيواله ټولنه بايد د ننګوونکو او پاروونکو بنديزونو پرځاى نورو هڅوونکو تعاملاتو ته په مخه کولو باندي تمرکز وکړي.

طالب مشران هم باید پوه شي چې د هغوى کورنیو او بهرنیو مټکورو تګلارو نه يوازي داچي ولس يې له ستونځو سره مخ کړ بلکې هېواد ته يې هم له ننګونو سره مخ کړ او د ولس ترمنځ يې د ديني علماو راتلونکى ټولنيز اړخ ته زيان ورساوه. له خپل ولس سره تقابل له نړيوالې ټولنې سره تصادم او له تر ټولو مهم داچې له خپل وجدان سره جګړه به اخر ترکومه وخته پورې دوام مومي. د دغه شان حکومت دوام د مختلفو لاملونو پربنسټ ناشونى کار دى.

4 COMMENTS

  1. سلام
    یو خودا میلمانه ماشومان هم ډیر شوی دی زه نه پوهیږم چې دوی ولې دمړې ګېډې دبحث لپاره راخی؟په بحث کې راسره شنونکی هریو کچالو اوټېبر دی!!!!! او زه هم هسې کنجاړه یمه؟
    ما چې دملګرو ملتونو په ۷۸ غونډه کې نصیر احمد فایق او عادله راز دکومې ان جی او مشره یاغړې چې ولیدل خپلې مقالې دکاغذ له مخې نشی لوستلی اوبیا یې له پاکستانی منیر سره دعوه اولفظی جګړه پیل شوه دا ژرندګړی ده دیپلو ماتی نه ده. ځکه یو دېبلومات خانګړی تعریف اوشخصیت لری. اوس په سیاسی لحاظ پوښتنه راولاړیږی چې ولی یو نظام نشی کولای دداسې مسایلو بخلاینه وکړی دبهرنیو چارو وزارت مسولیت څه دی؟
    دوکاله وروسته بیاهم همغه فرمایشی نظام غړی خط کشی بر ناست دی دمړه نظام ببولالې وایی یا پاکستانی زموږ لباره کمباین کوی مشت نمونه خروار تراوسه هم سروخت دی چې دقانون وحاکمیت، اصولو، اهلیت اوحکومتولی غم وخوړل شی. زه تاسره دې لیکنه کې موافق یم اوسالمه نیوکه ده . کور مو ودان

    • سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
      کاشکې په موږ د احساساتي او جزباتي اړخونو او مخالف لوري ته د لوړې کچې ښکنځلو کولو د وړتیاو په پرتله سنجيدګي منطق او استدلال وړتیا پياوړى واي اوس کاش چې مو ملي مسائل د خپلو غوښتنو محور ګرزولاى نو اوسنۍ ستونځې به مو اقلا لکه د اوس نه واى.

  2. محترم عبدلوحید وحید صیب زمونږ سلامونه او نیکی هیلي ومنۍ.
    ډیره ښه او بی پری لیکنه مو کړی ده او دهیواد او ولس مهمو ستونزو د حل لاري مو په ګو ته کړي دي.
    زمونږ د ولس لویه ستونزه داده چی هر څه د خپلو شخصي عینکو له نظره ګوري او خپلې شخصي ګټی د ملی ګټو نه مقدسی ګڼي.

    دداسی ټولنو واکداران هم د ورزیده مداریانو په څیر د ولس په احساساتو داسی لوبی کوي چي همیشه يی د خپلو کاذبو منترونو او شعارونو په دام کې راګیر ساتي. کله ورته ددوزخ ماران او لړمان را میدان ته کي او کله ورته د جنتونو او حورو د هوس سامان د سینما په پرده راښکاره کړي.
    خو بلی خوا زمونږ ناخبره او احساساتي ولس دومره شعور نه لري چی ددې مداریانو نه د اپوښتنه وکړي چی ددوحي ټیکه خو درسره امریکا لاس لیک کړی خو دجنت او دوزخ ټیکه در سره چا لاس لیک کړی ده.
    ځکه چی د عمری عدالت او سپیڅلی شرعی نظام د شعارونو واکدان ټول په دروغو او منافقت روان دي او ددوۍ اوسنې حال ولس په غړیدلو سترګو ویني.

    پداسی حال کې چی د الله پیغمبر وايی چی مسلمان هر خواص لرلې شي خو د دروغو خواص نشی لرلې.
    د تالبیزم اساس په دروغو او منافقت ولاړ دئ او په ښکاره ډول د اسلام د اساسی او بنیادي اصولو نه ښکاره سرغړونه کوي او تل ورته ددروغو توجیهات برابروي.

    د تالبانو تیر او اوسني وخت ته په کتو سره زه باور نه لرم چی دوۍ د اصلاح او اهلیت وړتیا ولري او همیشه به د خپل واک د غزولو لپاره د هر وحشت، جهالت او ناروا کارونو نه ډډه و نه کړي.

    تر څو چی افغان ولس د خپلو ځانو نو سره ژوره محاسبه ونه کړي او په خپل ځانو نو کې بدلون را نه ولي نو همیشه به دداسې مداریانو او ددین او مذهب ټیکه دارانو او یا نورو فاسدو او ملی خاینانو د پنجو ازاد نه شي.
    بیا هم ستاسو نه ډیره ډیره مننه چی همیشه مو د هیواد او ولس په ګټه لیکل کړی دي.

    • سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب دردمن وروره

      له مودو راهیسې احساساتي اړخ جزباتي قضاوتونه او ړوند تقليد زموږ د ولسونو ستونځې دي او د مقدساتو په نوم دوکه کول د سياسي مشرانو لخوا د ولس له نيمګړتياو څخه د ځان په ګټه استفاده کول د هغوى تاکتیک دى.
      متأسفانه دغه لوبول او غولول لاهم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب