جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدایکندي کې طالبانو یوه سیمه ییزه راډیو تړلې

دایکندي کې طالبانو یوه سیمه ییزه راډیو تړلې

له دایکندي څخه راپورونه وایي،، چې د طالبانو استخباراتو  د نسیم په نوم یوه سیمه ییزه راډیو تړلې او خبریالان یې هم د لنډ وخت لپاره بندیان کړي وو.  

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې نن وویل، چې د نسیم راډیو مدیر سلطان علي جوادي او خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي تر پنځو ساعتونو وروسته طالبانو بیرته خوشې کړل خو راډیو لا هم تړلې پاتې ده.  

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د افغانستان په ډېرو سیمو کې خبریالان او رسنۍ له ګڼو قیوداتو او ستونزو سره مخ شوي، خو طالب چارواکي په مشخص ډول د رسنیزو شویو پېښو په اړه د څه ویلو پرځای د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې د بیان ازادۍ د خوندیتوب خبر ورکوي.

د رسنیو مدافعان بیا باور لري، چې طالبان د «اسلامي شریعت» له نوم څخه په هغه تعبیر، چې د دوی د واکمنۍ او افراطي باورونو په ګټه دي، استفاده کوي او خبریالان او رسنۍ ځپي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب