جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد قوشتیپې کانال له چارو د خلکو هرکلی؛ صالح: د جمهوري نظام...

د قوشتیپې کانال له چارو د خلکو هرکلی؛ صالح: د جمهوري نظام لاسته راوړنه ده

یو شمېر خلک او حتا د طالبانو د رژیم منتقدان هم د اوبو د مدیریت او په ځانګړي ډول قوشیپې کانال د چارو د مخته وړلو له امله د طالبانو د رژیم هڅې ستایي او وایي په داسې چارو کې باید افغانان همغږي اوسي او طالبان یې دوام او پراختیا ته وهڅوي.

یوه اروپا مېشتي ټولنیز فعال میرویس عمرخېل، چې د طالبانو له منتقدانو هم دی، په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې برخه کې باید د طالبانو هڅې وستایل شي او ترې غوښتنه وشي، چې د همداسې ملي پروژو د مخته وړلو لپاره جدي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې ازبکستان هم د دغې پروژې په اړه اعتراض کړی او ویلي، چې له جوړیدو سره به یې ازبکستان ته د اوبو ستونزه پيدا شي.

د پرځیدلي جمهوري نظام ځینو څېرو او له هغې ډلې د اوبو او بریښنا مخکینی وزیر عثماني، چې د جمیعت ګوند اړوند ګڼل کیږي، په دې برخه کې د ازبکستان ملاتړ کړی.

تر هغې مخکې د جنبش ګوند ځینو ویاندویانو هم د دغې پروژې د تطبیق لپاره پر طالبانو نیوکې کړې وې، چې د افغانانو توند غبرګون سره مخ شوي وو.

د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح بیا وایي، چې د اوبو د مدیریت په برخه کې طالبان د جمهوري نظام پر طرحو او پروژو بوخت دي، کنه د ده په وینا طالبانو به د اوبو د مدیریت په برخه کې څو اودس ځایونه جوړ کړي وای.

د طالبانو چارواکي ټینګار کوي، چې د اوبو د مدیریت په برخه کې جدي دي او د متخصصینو له تجربو او مشورو ګټه اخلي.

مخکې د طالبانو او ایران ترمنځ هم د هلمند سېند د اوبو په اړه ناندرۍ رامنځته شوې وې.

د طالبانو یو شمېر منتقدان باور لري، چې خلک باید په ملي مسایلو کې د دغه رژیم ننګه وکړي او له ټولو اختلافونو سره یې د هېواد د ګټو لپاره په ځینو برخو کې ترڅنګ ودریږي.

1 COMMENT

  1. صالح بچیه تاسي ولي دا کار نه وکړی څونه ډالر مو درلوده.
    کاش تاسي یو داسي کار کړی وای لکه کوشتیفه کانال دابه تاریخ ستاسي په نوم ثبت کړی وای.
    پلان د شهید سردار داود خان دی خو تطبیق یی ملایانو وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب