دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې ۲۹ ماسټران فارغ کړل

ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې ۲۹ ماسټران فارغ کړل

د ننګرهار پوهنتون د پښتو ماسترۍ له برنامې څخه ۲۹ تنه فارغ شول.

د دغه پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له دوی وغوښتل، چې خپلې ژبې، ادب او فرهنګ ته کار وکړي.

ویل شوي، چې دغه کسان له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغ شول.

ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو په برخه کې د دوکتورا برنامه هم لري.

د دغه پوهنتون په ګډون د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د طالب ملایانو د حاکمیت شکایتونه هم کیږي، خو طالب چارواکي ادعا کوي چې په تحصیلي سیستم کې بې ځایه مداخله نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...