دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونههندوستان طالبانو ته؛ ټول ګډونه حکومت جوړ او د اقلیتونو او ښځو...

هندوستان طالبانو ته؛ ټول ګډونه حکومت جوړ او د اقلیتونو او ښځو حقونه ورکړئ

تاند (پنجشنبه، د میزان ۶ مه) په ملګرو ملتونو کې د هندوستان استازې روچیرا کامبوج، د افغانستان په اړه د امنیت شورا د ځانګړې غونډې پر مهال له طالبانو وغوښتل، چې د ټول ګډونه حکومت له جوړولو سره د اقلیتونو او ښځو حقونه ورکړي.

هغې دغه راز ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره د بشري مرستو سمبالولو او په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دې پاملرنه وشي.

هندوستان او د سیمې او نړۍ ګڼو نورو هېوادونو مخکې هم له طالبانو ورته غوښتنې کړي، خو طالب چارواکو داسې غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې.

دوی، دغه شان ادعا کړې چې واکمن رژیم یې ټول ګډونه او د ټولو افغانانو د حقونو تامینونکی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د طالبانو د رژیم د کړنو او افغانانو او نړیوالو سره د ژمنو پر نه عملي کیدو یې نورې نیوکې هم شوې دي، خو طالب ویاندویانو د تل په شان د خپل رژیم او کړنو دفاع کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب