Homeادبشعرد راشید خټک تازه غزل

د راشید خټک تازه غزل

ګرانه که څو ګرانه په لاس راغلله
بیاهم ښه اسانه په لاس راغلله

زور ته د کافرې مینې وګوره
راغله مسلمانه په لاس راغلله

ستورو یې درک په ځمکه راکړلو
لاړم تر اسمانه په لاس راغلله

نه راتله شیطان ورته لمسون کاوه
خدای کړه مهربانه په لاس راغلله

ځان يې چې زما سترګو کې ولیده
ښکلې شوه حیرانه په لاس راغلله

خیر به دلاس غواړمه چې مات نشي
مسته پهلوانه په لاس راغلله

تا ویل خټکه چې هوښیاره ده

وخته نادانه په لاس راغلله
راشد خټک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...