جمعه, مې 10, 2024
Homeکلتورخاطرهطالب قومندان څه ویل؟ - محمد نعمان دوست

طالب قومندان څه ویل؟ – محمد نعمان دوست

په کابل کې د امارت ستنې ټینګې شوې وې، خو په نورو سیمو کې لا فتوحات روان وو. چې کله به امارتي پوځ مخکې لاړ، نو له راډیو او بایفور ډاټسونو به د ( از مزاران سوی سنګر شاد وخندان امدیم) ترانې اورېدل کېدې او چې کله به راګیر شول او ساحه به پرې تنګه شوه نو بیا به ( د طالبانو د پوځونو مل شې خدایه بمباري کوي) ترانې چالان شوې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي روغتون کې یوه غونډه وه. دا روغتون سرای شمالي ته په یوه نږدې علاقه کې و. غونډه مناسبتي وه، خو را نه هېره ده چې د څه شي په اړه وه؟ مقررین حضرات لګیا وو او تقریرونه یې کول. ناببره د غونډې د ګډونوالو سترګې د یو نا بللي میلمه راتګ هکې پکې کړې. دروازه پرانیستل شوه.

یو نری ډنګر ځوان چې د مخ خندکونه یې ږیرې پټ کړي وو او ګردې سترګې یې په کولکونو کې ننوتلې وې، راننوت. تور پاج پر سر دغه ځوان سره دوه نور کسان هم وو.

د ستیج چلونکيو ورته د کښېناستو وویل، خو دی ولاړ پاتې شو او بیا یې ویل: صرف یو دوه خبرې کوم. ځوان چې بغل ته یې تومانچه پرته وه، ستیج ته پورته شو. ارامه یې خبرې پیل کړې، خو لحظه په لحظه احساساتي کېده. د هغه خبرو عجیبه انداز درلود، په جدیت کې معصومیت او عاجزي. دا ځوان د کوم ګروپ قوماندان و، بایفور ډاټسن یې باندې درولې وه او چیره خط ته روان و.

 قوماندان ویل: ګورئ، زموږ شپه او ورځ د جګړې په خط کې تېرېږي. هره لحظه له مرګ سره لوبې کوو. موږ په دې فکر یوو چې په دې وطن کې یو کاملا شرعي نظام رامنځ ته شي. داسې نظام چې هلته عدل وي، برابري وي او د مظلوم حقونه پایمال نشي. د چا بر نا حقه یو څاڅکي وینه هم تویه نشي….. وروڼو! خدای خبر زه به یم که به نه یم؟ خو ارزو مې همدا ده چې وه مې ویله. زما به هډوکي خاورې وي، غوښې به مې ځناور وخوري، خو یو خواست لرم او هغه دا چې هر څوک چې په دې نظام کې وي، باید زموږ له ارمانونو سره خیانت ونه کړي. زموږ ارزوګانې خاورې نه کړي او موږ چې د کوم نظام جوړولو او د خلکو د امنیت لپاره را وتلي یوو، هغه ارمان مو پوره کړي! قوماندان نورې خبرې هم کولې، خو مخابره کې پرې غږ وشو او بیا سمدلاسه ووت.

دا قوماندان شاید اوس نه وي، شاید هډونه یې هم خاورې شوي وي. خو زه د هغه خاورې کېدو ته خپه نه یم. ځکه هر انسان خاورې کیږي یا لږ مخکې او یا وروسته. د انسان له خاورې کېدو د هغه د ارزوګانو خاورې کېدل ډېر دردونکي وي. په هماغه دور کې چې به مې کله بې عدالتي ولیده، کوم ظلم نه به خبر شوم، د قوماندان خبرو به مې ذهن کې انګازې وکړې او د ارزوګانو خاورې کېدو به یې ودردولم.

هر اوښتون خصوصا په افغانستان کې د سرونو په نذرانې کیږي، د اوښتون ډیری پلویان په دې نیت سرونه نذرانه کوي چې وینې یې رنګ را وړي او داسې رنګ چې راتلونکي نسلونه پرې اسوده شي، خو د لښکر مشران بیا دغه رنګونه تر پښو لاندې کړي او داسې یې پیکه کړي چې هیڅ په لیدلو نه ارزي.

د سره پوځ په مقابل کې هم افغان ولس له یو عالم ارزوګانو سره تش لاس را پورته شو، په دې نیت چې که دوی قرباني شي هم خو چې نور نسلونه د یرغلګرو له ظلم نه وژغورل شي، خلک په ازاده توګه ژوند وکړي، خو د دې مقابلې په راس کې داسې کسان وو چې د ملت له پاکو وینو سره یې خیانت وکړ، د هغوی په قربانیو یې سوداګري وکړه او د هغوی ارزوګانې یې خاورې کړې. که چېرې لومړني مجاهدین په دې پوهیدی چې مشران به یې یو وخت د قدرت په سر جګړې کوي او په دغه جګړه کې به وطن ورانیږي، کابل کې به د وینو لښتي بهیږي، ولس به بې پته کیږي او دغه ښایسته او تاریخي ښار به لوټ کیږي، فکر نه کوم که څوک د هغوی شاته دریدلی وای. د طالبانو په لیکو کې هم په سلګونو کسانو د دې لپاره قرباني ورکړه چې وطن له شر او فساده وژغوري، قوماندان سالاري او پاټک سالاري ورکه کړي او داسې زمینه برابره کړي چې خلک د عدل تر چتر لاندې ژوند وکړي.

دې ارمان ته د رسېدو لپاره ډېرې وینې تویه شوې خو ارمانونه خاورې شول. اوس چې کله زموږ خلک ووژل شي، د ماشومانو لاسونه او پښې غوسې شي،د چاودنې لمبې میرمنې بې سیرته کړي او … نو ماته د هغه قوماندان خبره په یاد شي. هغه ویل چې : موږ په دې فکر یوو چې په دې وطن کې، د چا بر نا حقه یو څاڅکی وینه هم تویه نشي….. خو هغه له دې څه خبر و، چې یو وخت به د (یو څاڅکي وینې) په ځای، د وینو لښتي بهیږي او دې لښتیو کې به د خپلو هیوادوالو سرونه جوپه جوپه را روان وي. محمد نعمان دوست، جلال اباد د چنګاښ لسمه، ۱۳۹۲ ( گرداب ورځپاڼه)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب