پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهننګیالسرکاري توطئې / شهرت ننګیال

سرکاري توطئې / شهرت ننګیال

سیاست د عمل لوبه ده، ډرامه نه ده، که څه هم سیاستوال ښه اکټوران ګڼل کېدای شي، خو سیاست توطئه نه ده. …

افغانستان کې له مودو د سیاست په نامه د توطئو بازار لګېدلی، د دسیسو مارکېټ پرانیستل شوی، د دغه بازار اقتصاد نا مشروع او پر ناچله سکو ولاړ دی، هره ورځ په نویو ټکو او جملو د ایمان او ضمیر بولۍ لګېږي. …

دلته د شعارونو قیامت راټیټ دی، د ټکو او لغاتو د وزلوبې دوړې خېژي، له همدې ځایه ډېری سپېڅلي شعارونه او ارزښتونه مسخره شول، جهاد او شریعت رسوا شو، د ولسواکۍ او ملي ارزښتونو د تمسخر بړبوکی پورته ده. …

حکومت او چارواکي د خپلو خلکو او هېواد پر سر پر توطئو لګیا دي، تر دې چې توطئه د حاکمیت مزاج ګرځېدلې، د خپل پایښت د راز په سترګه ورته ګوري. …

په جګړو کې مو له توطئو اوریدلي وو، خو دلته سوله هم د توطئې په تله او کاڼي تلي – اړیکي او تړونونه د دسیسو لپاره لکه وسیله کتل کېږي – واک او د واک دوام توطئو کې لټوي – چې د خلکو پر اراده ایمانونه وار له مخه زیانیدلي. …

ښاغلی کرزی سوله او خبرې د خپل ځانګړي تعریف په انحصارکې ساتي – دده تعریف د واک د دوام اوغزیدا تضمین دی – دلته ده چې دی خبرې او سوله د خپل شخصي سیاست په سیوري کې ګوري، هغسې سیاست چې متضاد دریځونه یې د ټولو پر وړاندې دي. … ځکه خو له امریکا سره د خپلوغوښتنو پر سر راولاړې ستونزې د ملي ګټو د شخړې یو اړخ معرفي کوي. … دلته ده چې سرکاري توطئې وار په وار د ډرامې اغوستې جامې څیروي او پر سټیج بر بنډې نڅا ته څڼې غورځوي. …

د ډرامې د لومړنۍ پردې اکټورانو نوي اناونس ته خولې جینګې نیولې چې د امنیتي ترینګلتیاوو او له امریکا سره په اصطلاح د ملي ګټو پر سر شخړو له امله د ټاکنو ځنډ ته ور وګرځي – چې د اوسني ډوبېدلي حاکمیت دوام ته غاړه اېښودل د هېواد او خلکو مجبوریت وګڼل شي.

دا ځکه چې متحده ایالاتو د کومې ډلې او شخص د ننګې او ملاتړ پر ځای ښایي په سوله یېزه فضا کې د رڼو ټاکنو په مټ ګټونکي اړخ سره کار کول غوره بللي وي، همدغه غوراوي پر ډوبېدلي حاکمیت د ځوړتیا او زوال وېره ګډه کړې ده.

مصنوعي او تشریفاتي غونډو، لاریونو او کړکېچ ته په لمن وهلو شونې ده د کوم بل بانک اځل راغلی وي، چې کابل بانک په حقیقت کې په مخکنیو ټاکنو کې د ښاغلي کرزي ټاکنیز کمپاین دوړه کړ. په همدې موخه د لویې جرګې کېږدۍ د زلفو او کاکل ښکلا ته نوې مشاطې چمتو شوې دي. …

د شعارونو او اصطلاحاتو په نوي محشر کې د ملي اجماع تعریف او تعبیر د کنفیوژن یو بل ټغرغوړولی ـ پر دغه ټغر مارشال صاحب د ملي اجماع د هایي جیک کولو لپاره ودرېد او ملي اجماع یې د ملي جماع د سپکاوي په شرم واړوله ـ د خلیلزاد او نورو د ملي اجماع په غندلو یې خپله ملي جماع اعلان کړه.

مارشال صاحب د دغه اعلان پر مهال د ملي اجماع داعي او نوښتګر ډاکتر اشرف غني احمدزی معصومانه او ترهیدلې چوپتیا د ملي اجماع برخلیک تر ډېره څرګند کړای شو – مارشال صاحب که څه هم په خوله ښاغلی خلیلزاد یاداوه، خو د نغوتې او اشارې لوری جوت و. … دلته د هر چا خپله اجماع ده، د خپلو ګټو اجماع، لکه د هر چا چې د خپلې خوښې شریعت او دموکراسې ده – دلته له شریعت او ولسواکۍ هغه څه غوښتل کېږي چې د دوی په ګټه راخېژي، موخو ته یې مخه پرانېزي. …

مارشال صاحب د ولسمشر د لومړي مرستیال او د واک د دویم مقام له سټیج په واز کومي د جګړې او خشونت دعوت ورکړ- چې که واک کې یې د خپلې خوښې ونډه ترلاسه نکړای شوای د جګړې حق یې خوندي دی، هغه ده چې ټوپک اخلي غره ته خېژي. …

په دې توګه حاکمیت خپله د هېواد او خلکو پر ضد پر توطئو لګیا دی، چې د حکومت له سټیج خلک جګړې ته پاروي او خشونت ته یې رابولي. …

مارشال صاحب د والیانو د کاري وړتیاوو د ارزونې پر ځای، هغوی نه یواځې د نظام او سیستم پر وړاندې مقابلې ته راوبلل، بلکې د هېواد او خلکو پر ضد یې جګړه هم اعلان کړه. ده له والیانو سره خپله اندیښنه په دغو ټکو شریکه کړه، چې که ټاکنو کې موجوده واکمن ټولی له واکه لېرې کړای شو، تاسې والیان نشئ پاتېدای ـ بیا به د غزني والي (موسي خان اکبرزاده احمدزی) له دغه ږیرې او پټکي سره  والي و نه اؤسي بیا به ستاسې پر ځای نور والیان وټاکل شي. …

له دې څرګندېږي چې مارشال صاحب او ډلګۍ یې افغانستان او افغانان ددې لپاره غواړي چې حکم او واک پرې وچلوي، رعیت یې واؤسي. …

مارشال صاحب طالبانو ته د جګړې جواز برابر کړ – په دې مانا که څوک له واکه لېرې کېږي، ټوپک اخیستل، غره ته ختل او جګړه یې حق دی – یو حکومت چې خپله وګړي جګړې ته بولي، له واکه په لېرې کېدو یې ټوپک اخیستو ته هڅوي ـ د حقوقي نورمونو له مخې خپل قانوني حیثیت نشي ساتلی، باید معزول وګڼل شي – چې دغسې دریځ د ملت د ارادې په مټ د ټاکنو له لارې د رامنځ ته شوي حاکمیت پر وړاندې وار له مخه د بغاوت اعلان دی. … له هغه مقام او موقیعت د جګړې، ټوپک اخیستو او غره ته ختو اعلان او خبرداری چې سوله او امنیت یې له سترو مسوولیتونو ګڼل کېږي، د هېواد او ملت پر ضد توطئه او ملي خیانت نه دی. …؟

مارشال صاحب چې د ټاکنو له لارې د ولس د ادارې له مخې له واکه خپل احتمالي لېرې کیدن نشي زغملی او په ټوپک اخیستو او غره ته ختو یې مقابلې ته درېږي ـ طالبان چې د امریکایي B52 په زور له واکه لرې کړای شوي، څرنګه پر جګړو پړه پېژندلی شو؟

مارشال صاحب ولسمشر ته د خپلې یوې مشورې یادونه وکړه: چې راشه یو سړیتوب وکړه، پارلماني نظام راوله چې د خلکو له کنځلو خلاص شې. …

مارشال صاحب دا ځل پارلماني نظام کې د خپل واک دوام ته د کونجاړې خوب لیدلی. … که نه یواځې د خلکو له کنځلو د خلاصون لپاره د نظام بدلون کوم منطق ګڼل کېدای شي. …؟ له کنځلو خلاصون د نظام په بدلانه کې نه، بلکې خلکو او هېواد ته په خدمت کې نغښتی.

لویدیز کې سلطنتونو هم په خدمت او صداقت د خلکو د خوښې او درنښت مقام ترلاسه کړی – چې په عدالت او خلکو ته پر خدمت ولاړ سیستم او ادارې یې رامنځ ته کړې او رغولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب