پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد م.م. سرمنشي له طالبانو وغوښتل ۲ کاله تېر شول نور د...

د م.م. سرمنشي له طالبانو وغوښتل ۲ کاله تېر شول نور د نجونو ښوونځي پرانیزئ

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۵ مه) د ملګروملتو سرمنشي انتوني ګوتیریش طالبانو ته په خطاب کې وویل، د نجونو د ښوونځیو د بندولو دوه کاله ووتل، نور پرېږدئ چې افغان نجونې زده کړو ته لاړې شي.

سرمنشي د طالبانو له لوري له شبږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز د بشري حقونو نه توجیه کېدونکې سرغړونه وبلله، ویې ویل«نن دوشنبه/ د سپټمبر ۱۸ مه/ په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو د بندېدو دوه کاله پوره شول.»

ده یادونه وکړه چې د اوږدې مودې لپاره د نجونو د ښوونځیو بندېدا د افغانستان لپاره ډېر تاوان لري.

طالبانو تراوسه پورې د نجونو د زده کړو د بندیز لپاره هیڅ راز مذهبي پلمه نه ده پیدا کړې او کله چې ورڅخه پوښتل شوي چې پر څه اساس یې د نجونو زده کړې منع کړي، ضد و نقیض ځوابونه یې ویلي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم وویل، ښځو ته د زده کړو په شمول ټول شرعي حقونه ورکول کېږي نو باید په دې برخه کې څوک بیړه ونه لري.

ندیم دا خبره له ملي تلویزیون سره په مرکه کې وکړه او دا یې هم وویل چې لوېدیځ هیوادونه د ښځو د تعلیم له مسلې ناوړه استفاده کوي.

خو له ده ونه پوښتل شول چې نو ولې له زده کړو د نجونو په منع کولو سره لوېدیځ ته د ناوړه استفادې موقع ورکوي.

د تېر کال په دسمبر کې ملا ندیم د لوړو زده کړو د سرپرستۍ له ترلاسه کولو وروسته پر نجونو پوهنتوني زده کړې منع کړې.

د طالبانو له لوري له زده کړو د نجونو ممنوعیت، د افغانستان راتلونکې له تیارې سره مخامخ کړې ده.

د ډیرو په باور هغه زرګونه اومیندوازې او نورې ښځې چې د ډاکترې، قابلې او نرسې د نشتوالي او کموالي له کبله له ژونده بې برخې کیږي، مسوولیت او ګناه یې د طالبانو په غاړه ده.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي استازې روزا اتونبایوا وايي، د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو د بندېدو یو منفي اغېز به دا وي چې ښوونکې او روزنکي نه وي چې نجونې او ښځې د طب په برخه کې وروزي.

طب یوازینۍ څانګه ده چې د طالب مشرانو ذهن یې اړتیا څه نا څه درک کولی شي ځکه چې دوی نه غواړي چې ښځې او لوڼې یې نارینه ډاکتر وګوري.

اتونبایوا وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښځینه ډاکترانې، قابلې، نسايي متخصصانې یا نرسانې به له کوم ځایه راځي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب