جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو تر زرو ډیر اسنتاد لرونکي او بې اسناده افغانان نیولي

پاکستاني پولیسو تر زرو ډیر اسنتاد لرونکي او بې اسناده افغانان نیولي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۸مه) له پاکستان څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې، چې د افغان کډوالو د نیونو کمپاین پیل شوي، تراوسه لږترلږه ۱۰۰۰ افغانان په دې نوم نیول شوي چې قانوني اسناد نه لري.

خو لږترلږه دوو افغان کورنیو په اسلام اباد کې تاند ته وویل چې پاکستاني پولیس د دوی کورونو او د کار ځایونو ته وراغلي او نارینه یې له دې سره سره نیولي چې قانوني اسناد یې لرل.

په پاکستان کې د افغانانو نیونې وروسته له دې په شدت پیل شوي چې د دغه هیواد لنډمهالي صدراعظم انوارالحق کاکړ امر وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال دې ونیول او له پاکستانه وایستل شي.

ډیری افغانان وايي چې د پیسو لپاره نیول کېږي. د عبدالاحد په مستعار نوم یوه افغان، چې په اسلام اباد کې اوسي تاند ته وویل: «پولیسو ته اسناد مهم نه دي، که اسناد لرو یا یې نه لرو، دوی مو نیسي. که پیسې ورکړو پرېږدي مو او که یې ورنه کړو، اول مو تاڼې او بیا جېل ته لیږي.»

عبدالاحد او څو نورو، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي د وټس اپ له لارې تاند ته وویل چې په تاڼه کې پولیس له افغانانو سره «نهايي بد چلند کوي.»

له کراچۍ، کوټې، پېښور، چترال او ځینو نورو ښارونو څخه هم د ورته شکایتونو راپور ورکړای شوی دی.

پاکستان د لارو د بندولو په شمول له بیلابیلو طریقو هڅه کوي چې د افغانستان طالبان تر فشار لاندې راولي څو له خپل نفوذه په استفادې پاکستاني طالبان له جګړې لاس اخیستلو او د وسلو تسلیمولو ته اړ باسي.

په همدې حال کې ټي ټي پي وايي، د پاکستان حکومت له کډوالو پیسې اخلي او د دوی پر ضد بشري جنایت ترسره کوي.

ټي ټي پي د پاکستان حکومت له افغان کډوالو په رشوت اخیستلو او ورڅخه په سو استفادې تورن کړی او ویلي یې دي چې پاکستاني پوځیان هڅه کوي چې له دې لارې میلیونونه روپۍ ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب