جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل- جلال اباد لویه لار لا هم د ډبرو د ښوییدو...

د کابل- جلال اباد لویه لار لا هم د ډبرو د ښوییدو له کبله بنده ده

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۸مه) د کابل – جلال اباد لویه لار د کابل ولایت په ماهیپر کې له غره څخه د تیږو د ښوییدو له کبله لا هم بنده ده.

دا لار، دوې ورځې وړاندې (یکشنبې) هغه مهال بنده شوه چې له غره څخه یوه لویه پرښه راوښوییده، وروسته نورې ډبرې سړک ته راوغورځېدې. له غره څخه د ډبرو راولوېدو پرون (دوشنبې) دوام وکړ.

د ډبرو د راولوېدو دوام د دې سبب شو چې د ټولګټو او دفاع وزارتونه موټرچلوونکو ته سپارښتنه وکړي چې د (لته بند) له لارې کار واخلي.

د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې پرون وویل: « د بدیل سړک د جوړولو کار د ټولګټو وزارت له لوري د ملي دفاع وزارت د ماشینري په مرسته روان دی او کار یې د بشپړېدو په حال کې دی.»

د کابل – جلال اباد ترمنځ دوهمه لاره چې د ننګرهار له سرخ رود او حصارک ولسوالیو تېرېږي، په جمهوریت کې پیل او تر ډېره جوړه شوه خو د ناامنیو له امله نیمګړې پاتې شوه.

د کابل- جلال اباد لویه لار وروسته له دې بنده شوه چې له لسو ورځو وروسته پاکستان د تورخم لاره پرانیسته. له همدې کبله د دې لارې بندېدا د افغان سوداګرو او صادراتو لپاره یو بل ګوزار ګڼل کېږي.

 دا په داسې حال کې ده چې د هیواد د شمال او جنوب اصلي لار، سالنک هم په تونل کې د بیارغونې له کبله بنده ده.

د کابل- جلال اباد د لویې لارې د بندېدو له کبله زرګونه کسان، چې هره ورځ په دې لاره تګ راتګ کوي له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي. ځینې کسان په جلال اباد او ځینې په کابل کې بند پاتې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خلکو غوښتي، تر هغو چې لار پرانیستل کېږي، د کاپیسا د تګاب او لته بند لار وکاوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب