جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+وړانګه وړانګه لمر | ژباړه: رحمت شاه فراز

وړانګه وړانګه لمر | ژباړه: رحمت شاه فراز

کتاب: وړانګه وړانګه لمر
لیکوال: واصف علي واصف
ژباړه: رحمت شاه فراز

سریزه

له سریزې مراد دا نه دی، چې د دې کتاب موخه بیان شي. کتاب خپله موخه پخپله بیانوي. او دې کتاب ته کتاب ویل څومره مناسبه ده، لوستونکی به يې پخپله قضاوت وکړي. په اصل کې دا د روحي نشاط یو څو غوټۍ دي، چې د طریقت له ګلستانه ګلچین شوې او د احساس اصلاح کېدل پرې شونی دی. دا «فیض» دی د یو چا د سترګو او «فیض» زما دعوا نه ده، یوازې د عقیدت اظهار دی، هغو صاحبِ حال ته چې په تقرب کې يې د زړه خبره د بې نیازۍ خبره ګرځي. صاحب حال څوک دی؟ د دې بیان مشکل دی.

حال، د جذب او سلوک منځنی حالت دی. صاحبِ حال په یوه وخت کې سالک هم دی او مجذوب هم. دی خپل ځان د ژوند او کایناتو سبب هم بولي او مسبب هم. په خپله مستي او کیف کې کله رنګ بې رنګه ویني او کله بې رنګ، رنګین ور ښکاري. صاحبِ حال د کیفیت په هغه مقام کې وي، چې هلته تحیر هم وي او شعور هم، هلته جنون هم وي، آګاهي هم. د صاحبِ حال په وړاندې ماضي، حال او مستقبل ټول یوه زمانه وي. صاحبِ حال د څیزونو او نومونو له معناوو او مفاهیمو سره اشنا وي. هغه له منظرو څخه ښکلا ور ټولوي او د خیال ناوې پرې سینګاروي او د هغه سفر لاروی وي، چې هلته پخپله سفر د سفر مدعا وي. دی د خپل ذات په تلاش کې ورک، د علم له چینو تېرېږي او د ځان پېژندنې یوې داسې وحشتناکې دښتې ته رسېږي، چې هلته نه فراق وي، نه وصال، نه يې خپل وي، نه پردی. صاحبِ حال له ممکن او ناممکن خلاصون مومي. له چوپتیا سره ګویا وي. د ذراتو د زړه درزا اوري. سترګې یې د وجود او موجود په باطن کې وي. په څاڅکي کې سمندر او په ذرې کې صحرا ویني. هغه زاغ او طاووس د یوې نندارې صورتونه ګڼي. د حقیقت او خوب په اړیکو غور کوي. هغه پوهېږي، چې په خوب کې خوب، خوب ګڼل پخپله د حقیقت د پېژندو ابتدا ده. هغه د ذات او صفات په تعلق نظر ساتي. هغه پوهېږي چې څرګند به په هر حال کې له پټ سره اړیکه پالي. صاحبِ حال له ژونده د مرګ اګاهي ترلاسه کوي او له مرګه د ژوند شعور. هغه پوهېږي، چې ژوند د مرګ په حفاظت او پناه کې نغښتی. صاحبِ حال پخپله وروستۍ پوښتنه ده او پخپله د هغه وروستی ځواب. هغه بې سببه خاندي، بې جوازه ژاړي.

صاحبِ حال له حال پرته نه شو درک کولی. د صاحبِ حال، قال هم حال وي، د هغه خاموشي هم حال وي، د هغه قرب حال پیدا کولی شي، هغسې چې د اور نږدېکت په اوسپنه کې د اور صفت پیدا کولی شي. صاحبِ حال له نعمته، منعم ته مخ اړوي. هغه په مصیبت کې هم د رضا نندارې لټوي. په هر حال، صاحبِ حال په خپل وجود کې له ځان پرته هم موجود وي. دلته د صاحبِ حال تعریف هدف نه دی، هدف یوازې دومره دی، چې د صاحبانِ حال نظرِ فیض ته د عقیدت له مخې دغه کتاب ستاسو مخې ته ږدم. ښېګڼه يې د هغوی فیض، نیمګړتیا يې زما بشري غفلت. په دې کتاب کې تسلسل نه زما هدف دی، نه يې امکان.

کېدلی شي او زیاتره داسې کېږي، چې په یوه وخت کې دې یوه خبره رښتیا وي او په بل وخت کې دې د هغې برعکس خبره هم هماغومره رښتینې وي. پر ځمکه، سپوږمۍ د رڼا یوه ننداره ده، خو چې سپوږمۍ ته ورشې، سپوږمۍ بې نوره ده.

په صداقت کې تضاد یا پراډاکس د صداقت نفي نه ده. د صداقت ضد یوازې باطل دی او تر ټولو لوی صداقت دا دی، چې په دې کایناتو کې د باطل اصلاً وجود نشته. شپه صداقت ده، ورځ هم صداقت. ژوند حق دی، مرګ هم حق، زه او ته، ته او زه، ټول سره حقیقت، حقیقت یو. د حقیقت شتمني، د حقیقت نېستي، د عمل خیال، د عمل عیب، تدبیر، تقدیر ټول صداقتونه دي.

په اصل کې د صداقت تعریفول هم مشکل دی. یوازې همدا ویل کېدی شي، چې صداقت د صادق وینا ته وايي. همدا تر ټولو لوی راز دی. همدا عجیبه نکته ده، چې د انبیاء علیهم السلام صداقت تر دې بریده معتبر وو، چې خلکو يې په خبره له تحقیق او پېژندو پرته خدای ته غاړه کېښودله. همدا تسلیمي د پیغمبرانو اصلي معجزه ده. په اصل کې ایمان، په شخصیت د اعتماد نوم دی.

زما چې په چا اعتبار وي، د هغه خبره معتبره ده. په دې کتاب کې هم همداسې ځینې معتبرې خبرې ستاسو مخې ته ږدم. و دې شي چې له دې پرته یا د دې برعکس خبرې هم تاسو ته معتبرې ښکاره شي. علم، یو اندازِ نظر دی. انداز چې بدل شي، منظره ورسره بدلېږي. منظر او پسِ منظر زموږ د نظر نومونه دي. موږ د پاچاهانو حالاتو ته تاریخ وایو، حال دا چې تاریخ د ولس د حالاتو نوم هم دی. مؤرخ که بدل شو، تاریخ به هم بدل شي. د سبا ورځې غرور د نن ورځې خجالت دی. د نن ورځې ویاړ څوک پوهېږي، چې کله پښېماني وګرځي.

مدعا دا ده چې دغه څو خبرې چې ستاسو په خدمت کې دي، دا زما د فکر انداز دی. دا ورکړه ده او ورکړه د تسلیمېدو احساس دی. تسلیمي زما خپله ده.

په دې کتاب څه ویل نه غواړم، له وخته مخکې د لوستونکي نظر متاثره کول ښه هم نه بولم. د همدې لپاره د ځان په اړه نور هېڅ هم نه وایم، یوازې دا چې لیکنه پخپله د لیکوال پېژندنه وي.

واصف علي واصف

ستاسو رښتینی ملګری او ستاسو واقعي تشخص ستاسو دروني انسان دی. همدا به عبادت کوي او همدا بغاوت، همدا به دنیاداره وي او همدا اخرت داره. همدا دروني انسان به د سزا او جزا مستحق ګرځي. پرېکړه ستاسو په لاس کې ده. ستاسو باطن ستاسو تر ټولو غوره ملګری دی او همدا مو بدترین ملګری. تاسو پخپله د ځان لپاره د سفر مشکلات یاستئ او پخپله د هدف خوشالي او ښېرازي. باطن چې خوندي شو، ظاهر به هم خوندي شي.


ایمان زموږ فکر اصلاح کوي. د شکونو او شبهاتو نفي کوي. له زړونو وسوسې شړي. ایمان په غم او خوشالي دواړو کې موږ خدای ته نږدې ساتي. موږ په هر ازمایښت کې بریالي کېږو او پوهېږو چې د خوشالیو را کوونکی مو د غم په شتمني هم نازولی شي. الله تعالی خپل بندګان د یقین له شتمنۍ، نه بې برخې کوي.


د اسلام له منلو وروسته که څوک دا دعوه کوي، چې دی پر نورو مسلمانانو لوړاوی لري، غلط يې وګڼئ. خپل فضیلت د فضیلت په توګه بیانول پخپله د فضیلت نفي ده، د انسان کم ظرفي ده، ناپوهي ده. اصل فضیلت خو نورو ته فضیلت ورکول دي، هغسې چې په خپل علم کې د نورو را شریکول علم دی. که نه، په علم نور خلک په ځان را ټولول او د کمترۍ په احساس اخته کول خو ناپوهي ده.


د یوه انسان د کم ظرفي لپاره همدا بسنه کوي، چې په خپله خوله د ځان ستاینې ته مجبوره وي. له نورو خپله ستاینه اورېدل مستحسن کار نه دی او په خپله خوله خپله ستاینه عذاب دی.


عافیت په دې کې نه دی، چې موږ دا معلومه کړو، چې په کښتۍ کې غار څوک کوي، عافیت په دې خبره کې دی، چې کښتۍ تر ساحله ورسېږي.


نور هېڅ پیغمبر هم نړۍ ته نه راځي. نو د دین د تبلیغ ستر مسؤلیت زموږ تر غاړې دی. د ځان له اصلاح وروسته دې همدا امت نړۍ اصلاح کړي.


چا چې د دین په نوم خلکو ته دوکه ورکړه، عاقبت يې د اندېښنې وړ دی، په دې چې عاقبت په دین کې دی او په دین کې دوکه نشته. که دوکه وي، بیا دین نشته.


څوک چې د دې لپاره د ځان اصلاح کوي، چې په دنیا کې يې تعریف او عزت وشي، اصلاح به يې ونه شي. په دنیا کې د خپلو نېکیو بدل غوښتونکی نېک نه شي کېدلی. ریاکار هغه عابد ته ویل کېږي، چې غواړي په خپل عبادت نړۍ په ځان ور ماته کړي.


تر څو مو چې د رښتیني پیغمبر صلی الله علیه وسلم په رښتینولۍ باور نه وي، د توحید تصدیق مو هم نه شي کېدلی.


د انسان اصل جوهر رښتینولي ده، رښتینولي د مصلحتونو قرباني نه شي کېدلی. د رښتینولۍ د اظهار په وخت کې خاموشه پاتې کېدل انسان له رښتینولۍ بې برخې کوي. هغه انسان ته صادق نه شو ویلی، چې د صداقت په اظهار کې له ابهامه کار اخلي.


دانا، د نادانه اصلاح کوي، عالم د بې علمه او حکیم د ناروغانو. هغه حکیم به څه علاج وکړي، چې له ناروغ سره يې مینه نه وي. په همدې ډول هغه مصلح چې له ګناهګارانو کرکه کوي، د هغوی به څه اصلاح وکړي. هر صفت غواړي په خپل مخالف صفت اثر وشیندي، خو په نفرت نه، په مینه.


که د ژوند د ژغورلو بیه ټول ژوند هم درنه وغوښتل شي، انکار ترې ونه کړئ.


باطن یو علم دی، چاته چې ورکول شو، هغه ورته باطن نه وايي، بلکې ظاهر يې بولي. علم له باطن څخه ظاهر ته راځي. په همدې ډول هغه غیب چې علم يې ترلاسه شي، هغه غیب نه بلل کېږي. غیب هغه دی، چې علم يې بنده ته نه ورکول کېږي. یوازې له رب سره وي. د دغه ډول غیب تذکره هم نه شي کېدلی او د الله لپاره هېڅ غیب نشته.


هغه انسان چې په ژوند او عقیده کې يې واټن وي، منافق دی. دغه ډول شخص نه ګناه پرېږدي نه عبادت. خدای د هغه لپاره ټولنیزه یا سیاسي اړتیا وي، نه دیني. د دغه ډول انسان لپاره د ناهیلۍ او دوامداره کرب، عذاب دی.


پر غیریقیني حالاتو وعظ کوونکي، په څومره یقین د خپلو کورونو په جوړولو بوخت دي!


موږ یوازې په ژبه الله، الله وایو. الله لفظ نه دی. الله اواز نه دی. الله غږ نه دی. الله خو ذات دی، مقدس او ماورا! له هغه ذات سره د زړه اړیکه ده، د ژبې نه. له الله سره چې د زړه تعلق جوړ شي، نو اړینه ده، چې ټول وجود مو د دین قالب ته برابر شي.


ښځه او مېړه باید د باغ او پسرلي غوندې ژوند وکړي. هغه به څه باغ وي، چې له پسرلي سره اشنا نه وي او هغه به څه پسرلی وي، چې په باغ تېر نه شي. دا د هغه له برکته دی، هغه د ده له امله!


که الله تعالی د خپل رحمت په جوش کې مخلوق وبښي، نو څه به وشي؟ د مرګ ننداره له مړینې وروسته؟ آیا الله تعالی په بښلو وسي نه دی؟


انسان حادث دی، الله قدیم! حادث، د قدیم د مقام و مزاج خبر دنیا ته ورکړ. یا به داسې ووایو، چې قدیم د حادث په مټ د خپل ځان په اړه نړۍ خبره کړه. ـــــــ حادث او قدیم په کوم مقام کې د یو بل په اړه په پوهېدو پیل کوي، په دې پوهېدل ډېر مشکل دی، او په همدې پوهېدل ډېر مهم او اړین دي.


پخوانيو پاچاهانو د فیل په سورلۍ د خپل شاهانه عظمت څرګندونه کوله. نن ورځ زموږ ماشومان په ژوبڼونو کې د فیل په سورلۍ خپله ساتېري کوي.


د رښتوني انسان لپاره دا کاینات عین حقیقت دی او د دروغجن لپاره همدا کاینات د حقیقت پرده ده.


د عقاب او وحشي مرغانو په شتون سربېره، د مرغانو بچوڼي را لويېږي‌. طوفانونه ټولې ډيوې نه شي خاموشه کولی. زمري غورېږي او د هوسۍ ښايسته کبلي له خوشالۍ خپله مستي کوي. دا ټول د هغه ذات چارې دي. د هغه خلق کړي مخلوقات له خپلو ټاکلو تګلارو څخه تېرېږي. فرعون ټول هلکان ووژل خو یو ماشوم وژغورل شو. دا ټول د هماغه ذات کارونه دي. زمانې پرمختګ کړی دی. مياشي او موږکان اوس هم پيدا کېږي. ميکروب وژونکې دوا هره ورځ نوي ميکروبونه پيدا کوي. د ختيځ او لويديځ طب خورا ډېر پرمختګ وکړ، مرضونه هم ورسره زيات شول، انسان پرون هم غمجن وو، نن هم هوسا نه دی. علاج د خالق په قرب کې دی. خلک ولې نه پوهېږي؟


رزق يوازې همدا نه دی، چې په جېب کې دې مال وي، د سترګو بينايي هم رزق دی. په ذهن کې خيال هم رزق دی. د زړه احساس رزق دی. په رګونو کې وينه رزق دی. دا ژوند يو رزق دی او تر ټولو ور اخوا، ايمان هم رزق دی.


بنده يا له وېرې او يا د شوق له امله رب ته رجوع کوي. په دې دنيا کې وېره او خوف وخت په وخت پيدا کېږي او خلک د مرستې لپاره خدای ته ور غږ کوي. شوق ازلي پېرزوينه ده. شوق د نصيب خبره ده. داسې يې هم ويلای شو، چې ځينې خلک د دې لپاره خپل رب لټوي، چې وران کارونه يې ور ودان کړي او اهلِ دل بيا د دې لپاره د رب قرب غواړي، چې ارامتيا يې په برخه شي، سکون يې ترلاسه شي، اطمینان ته ورسېږي. د خوف عبادت يو شی دی او د شوق بل شی.


هغه شخص چې د ټولو خير و ښېګڼه غواړي، رب د هغه خير و ښېګڼه ګوري‌. چا چې مېلمنو ته خپلې دروازې پرانيستې، هېڅ کله نه دي محتاج شوي.


توبه چې قبوله شي، د هغې ګناه ياد هم ورسره ختم شي.


د الله د محبوب ص محبت الهي ورکړه ده. له دې مقدسې هستي سره مينه اصلاً د ايمان اصل دی.
دين له محمده ص پرته نور هېڅ هم نه دی د دين يوازينی معيار همدا دی بس
په عشقِ محمد کې فراق هم پېرزوینه ده او وصال هم. له نبي کريم ص سره مينه کوونکی د نبي کريم ص د امت له هر فرد سره مينه کوي. د امت د فلاح دعاوې کوي. د محمد د کوڅې ګدايي هم د ځان لپاره شاهي تاج ګڼي. د حضور اکرم ص وينا وروستی حرف ګڼي. د نبي کريم ص عاشقان دغه کاینات د جمالِ محمد هینداره ګڼي او جمالِ محمد د الهي نور انعکاس ګڼي.


عزت و ذلت چې د رب له لوري دی، غم و راحت د رب له لوري دی، شتمني او نېستي د الله لوري ده، ژوند او مرګ د الله له لوري دی، نو موږ ته له تسليمي پرته نور څه را پاتې کېږي؟


د حقيقت لټون، د حق اګاه لټون، د صاحبِ دل لټون، د امام زمان لټون، يا د محرمو اسرارو لټون، د کوم جغرافیوي سفر نوم نه دی. د سندباد د سفر او د حق لټوونکي د سفر ترمنځ لوی فرق دی. د حقیقت د سفر لپاره لومړی بايد په خپل ځان کې د خپل حقيقت اګاهي ترلاسه شي. د زړه هينداره چې څومره صفا وي، هماغومره په آسانه به د حق ننداره وکولی شي. د خدای قرب، خپل تندی سجدې کې په ايښودو ترلاسه کېږي. سجده دلته وي، تعلق هلته جوړ وي. دردو شريف دلته وي، منظوري يې هلته‌ کېږي. نتيجه دا ده، چې لومړی د ځان اصلاح وکړئ، خپل ځان د دې جوګه کړئ، چې د نندارې په مفهوم پوه شئ. ابوجهل په ديدن هم قرب ونه مونده، اويس قرني ته له مکاني نږدېکت پرته هم ديدن حاصل وو. مخلصو مسافرو ته د سفر په پيل کې لا د منزل سلامونه را ورسېږي.


زموږ د سترګو په وړاندې عجايب شته، خو وينو يې نه. يوه عادي غوندې بې عقله او بې شعوره غوا څومره لويه عجوبه ده، د فطرت عجوبه. له وښو شيدې جوړوونکې هيښوونکې کارنامه، موږ يې ولې نه وينو؟


په خپل حال افسوس کول، په خپل ځان زړه خوږول، خپل ځان د خلکو په مخکې د رحم وړ ثابتول، د خدای ناشکري ده. الله په هېڅ انسان د هغه تر وس ډېر بوج نه باروي‌. کمزورې او لاغرې ارواوې تل ګيلې و شکايتونه کوي، روغې او سالمې ارواوې شکر‌. په ژوند تنقيد، په خالق تنقيد دی او دغه تنقيد انسان له ایمانه بې برخې کوي.

يوه انسان له بله وپوښتل، «وروره! په ژوند کې دې اول درواغ کله وويل؟» ځواب یې ورکړ، «په کومه ورځ مې چې دا اعلان وکړ، چې زه تل رښتيا وايم.»

خپل علم د عمل سرحد ته رسول له يقين سره، سره يوه لارښود ته هم اړتيا لري.

که د نوح د خواست، دعا يا خواهش سربېره، د هغه زوی له طوفانه ونه ژغورل شو. په دې سره د نوح په نبوت هېڅ شک نه شي کېدلی. د خدای خپله خوښه ده، که غواړي، د يوه عادي سړي دعا قبلوي او يا د يوه نبي خبره هم ردوي. خدای بې نيازه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب