Homeخبرونهاتونبایوا د م.م. د عمومي اسمبلۍ د غونډو په درشل کې له...

اتونبایوا د م.م. د عمومي اسمبلۍ د غونډو په درشل کې له متقي سره وکتل

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۸مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزوا اوتونبایوا د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډو په درشل کې د طالبانو د حکومت له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اوتونبایوا د عمومي اسمبلۍ د راتلونکې اوونۍ تر غونډو مخکې له بیلابیلو افغانانو سره د سلامشورې لپاره کتنې کوي څو د ټولو افغانانو غږ واورېدل شي.

یوناما له ښاغلي متقي سره د اغلې اوتونبایوا د خبرو جزییات نه دی خپاره کړي.

دا یې هم نه دي ویلي چې په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشره به له نورو کومو افغانانو سره وویني.

ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو د ۷۸ مه عمومي اسمبلي د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د نړۍ د څه باندې ۱۵۰ هیوادونو د مشرانو په ګډون پیل شي.

د ملګروملتو سرمنشي انتوني ګویتریش ویلي چې د دې غونډې د اجنډا په سر کې به په افغانستان کې د نجونو د تعلیم موضوع وي.

د نجونو د تعلیم ترڅنګ له افغانستان سره د بشري مرستو کمېدا بله مهمه موضوع ده چې ممکن د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډو کې د مرسته والو هیوادونو پام ورته راواړول شي.

د دې لپاره چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، د افغانستان استازیتوب به یو وار بیا د پخواني حکومت په مهال د ټاکل شوي استازي مرستیال وکړي.

1 COMMENT

  1. ټالبان که څه هم پر ټول افغانستان حاکمیت لري او تر ډېرو یې امنیت تآمین کړی ، خو د ولس له غوښتنو بې خبره دی ، د دوی ځینې تصامیم او کړنې لکه د نجونو د زده کړو مخنیوی ، د تېر حکومت د کارمندانو تهدید او وژل ، په هېواد کې بېکاري او د خلکو ناوړه اقتصادي حالت او د ټول هېواد دولتي واک د ملایانو بېسواده او بې تجربې قشر ته سپارل او ټول امتیازات ځان ته اختصاصول هغه دلایل دي چې ټالبان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب له حق نه محروم دي .
    له بلې خو ا پخوانی حکومت له منځه تللی او د افغانستان په داخل او یا له هېواده دباندې داسې کوم رسمي مقام یا اداره نشته چې د افغانستان د خلکو اراده تمثیل کړي . د هغوی ستونزې له منځه یوسي او مرسته ورسره وکړي ، د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د پخواني حکومت استازی هم د هیچا نمایندګي نه شي کولی . هغوی د افغانستان ملي او نړیوالو ګټو ته ژمن نه دي . بنا دا څوکۍ باید د اوس لپاره تشه پرېښودل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...