دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د هغې ښځې د خلاصون جریان چې خپل ورور ۲۵ کاله بندي...

د هغې ښځې د خلاصون جریان چې خپل ورور ۲۵ کاله بندي ساتلې وه

په کابل کې د خپل ورور له لوري د ۲۵ کلونو په مخه په یوه تنګه خونه کې د خور د بندي کولو پېښې د ډیرو پام ځان ته اړولی دی.

ډیر په دې حیران دي چې څنګه کېدای شي چې یو ورور خپله خور ۲۵ کاله په یوه کوډله کې بندي وساتي.

تراوسه پورې د تحقیقاتو نتیجه نه ده څرګنده شوې چې دې ښځې ته ولې او په کومه ګناه دومره سخته سزا ورکړل شوې وه.

په دې اړه هم ډیر وضاحت نه شته چې امنیتي ځواکونه څنګه د دې قضیې په کشف بریالي شول.

د محمد شریفي په نوم یو کس، د دې ښځې د کشف د عملیاتو د یوه بې نومه شاهد د سترګو لیدلی حال داسي بیانوي:

«څو ورځې وړاندي د کابل ولایت د لسمي حوزې د جنایې جرمونو سره د مبارزې پولیسو هغه ځای کشف کړ، چي یوه بېوزله خور د خپل ورور لخوا  ۲۵ کاله په یوه کنډواله کي زنداني سوې وه، د دې خور نوم نیک بخته وه، خو له بده مرغه چي له نیک بختې سره بخت هیڅ یاري نه وه کړې، ځکه دې ښځي د خپل ورور له لاسه په ۲۵ کلونو کي لمر په سترګو نه و، لیدلی، لباس یې نه وو بدل سوی، د حمام، اوداسه او د لمانځه لپاره اوبه ورکول خو لیري خبره وه، ان دا چي تشناب یې هم نه و، فقط په یوه څلور متره خاورین اطاق کي یې د خځلو او کثافاتو پر سر ژوند کاوه، ډوډۍ په کاسه او دیګ کي نه وه ورکړل شوې، فقط لکه حیوان ته د خاورو او کثافاتو پر سر له یوه سوري څخه ورغورځول شوې وه. لنډه دا چي دا ښځه په ۲۵ کلنۍ کې په همدې مرغانچه کي زنداني شوې وه، چي اوس یې عمر د ۵۰ کالو دی.

د ۲۵ کالو په جریان کي یې ټول حاجت د همدې خاورینې کوټې په غولي کي پوره کړی ؤ، کوم خواړه چي ترې اضافه شوي همدلته وراسته سوي وه، أطاق یې له ګندګیو څخه ډک و، په پښو شَلَه سوې ده، د ځوانۍ عمر یې په آه او اسویلیو کي له انساني کرامت څخه محروم په یو ګوډله کي تیر سوی دی. نه یې څوک په درد خبر وه، نه په مریضۍ او نه یې چا د یخنۍ او د ګرمۍ غم خوړلی و. د اطاق دروازه ورپسي کاګیل سوي وه، زاړه لوښي زاړه ټوکران او د موټر ټایرونه یې پر دروازه باندي وراچول سوي وو، ترڅو اثار یې ښکاره نه سي، دې بنديخانې یوه کړکۍ هم درلوده، خو کړکۍ ته یې هم زړې بړستنې او ډیر پلاستیکونه ور میخ سوي وو، تر کړکۍ لاندې یو سوری ؤ چې فقط ډوډۍ او د څښاک اوبه ترې ورکول کیدلای سوای.

بس د الله تعالی ساتنه ده چي تر دې دمه ژوندۍ پاتي سوې وه کنه په هغه ځای کي یو ساعت ژوندی پاتي کیدل هم امکان نه لري.

داستان یې اوږد دی خو موږ یې مختصر بیانوو، زه د یادې صحنې شاهد یم، د خپلو سترګو لیدلی حال وایم، هیچا هغه حالت نشوای لیدلای او نه یې هغه چیغي اوریدلای شوای خو کله چي پولیسو د هغې وحشي ورور (مجرم) او ځوانو زامنو لاسونو ته اولچک ور اچول، دې مظلومې خور بیا هم په خپل وحشي صفته ورور زړه وسوځیده، خور ټول تیر سوي ظلمونه له یاده باسي او پخپل ورور رحم او شفقت کوي هغې بیا هم ویل:(خیر است به برادرک من چیزي نګویېد) خیر دی زما ورورک ته څه مه وایاست دا خبرې په داسي حال کي کوي چي ټول وجود یې درد او څړیکه څړیکه وو، عصبي ناروغې هم ورته پیدا شوې وه، د حوزې د رهبرۍ لخوا یاده ښځه د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال شوه او مجرمین د قانون منګولو ته وسپارل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب