یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان له افغانستانه د مېوو او سبریو واردات وځنډول

پاکستان له افغانستانه د مېوو او سبریو واردات وځنډول

تان (سې شنبه، د سنبلې ۲۸مه) پر افغانستان د فشار راوړلو په دوام کې د پاکستان حکومت له افغانستانه د هر راز مېوو او خوراکي موادو واردات منع کړل.

ډان ورځپاڼې نن د خپل هیواد د چارواکو په قول راپور ورکړ چې له افغانستان څخه د ټولو خوراکي موادو، په تېره بیا مېوو او سبزیجاتو واردات د دوشنبې په ورځ وخڼدول شول.

ظاهراً د دې پرېکړې دلیل د قرنطین سند بلل شوی چې د پاکستان ګمرکي چارواکي یې د نبایاتو د ساتنې لپاره غواړي.

د پاکستان دا پرېکړه سبب شوه چې له افغانستان څخه پاکستان ته په لاره په مېوو او سبزیو بار لارۍ په ناڅاپي ډول ودرول شي.

د پاکستان د ګمرکونو چارواکي وايي چې له افغانستان څخه له واردېدونکو مېوو او سبزیو سره د قرنطین اسناد نه شته خو سوداګر وايي چې پاکستان له مخکې تر مخکې اعلان پرته دا پرېکړه کړې، پکار ده چې لومړی یې اعلان کړی وای څو دوی لږترلږه په مېوو او سبزیو بار کانتینرونه د پاکستان لور ته نه وای روان کړي.

خو د پاکستان د ګمرک چارواکي بیا وايي چې دوی څو کاله وړاندې له افغانستان څخه د پنبې د واردولو په برخه کې دا ډول غوښتنه کړې وه.

په همدې حال کې د تازه مېوو او سبزیو واردوونکو او د ګمرک د تصقیې استازو د پاکستان پر دې پرېکړه د اعتراض لپاره د لنډ وخت لپاره د ګمرک سړک بند کړ.

ځايي واردونکي وايي، د پاکستاني چارواکو له خوا د ګمرکي تصفيې د نه منلو له امله له تازه مېوو او سبزيو ډک تر ۵۰ ډېرې لارۍ او کانټينرونه د پولې په اوږدو کې بند پاتې دي.

پاکستان تر دې وړاندې د لسو ورځو لپاره د تورخم دروازه بنده وساتله څو د مېوو او سبریو د صادراتو په اوج کې افغان سوداګرو ته مالي زیان واړوي.

سره له دې چې پاکستان د افغانستان د اوسنیو واکمنانو د واک ته رسیدو سخت لېوال و او د جمهوري نظام په وړاندې یې د هغوی کلک ملاتړ کاوه خو اوس چې طالبان واک ته رسیدلي، هماغسي چلند ورسره کوي چې په تېرو څه باندې اویا کلونو کې یې د افغانستان له نورو حکومتونو سره کاوه.

5 COMMENTS

  1. کوطوالبون حرمیان نه وی
    موردوګاوان نه وی
    غولامون نه وی
    ځانو تو بوسلمونان ویایی
    نو د کویلی، قیموتی کاڼو او نور توکو پابندی دی هم ولګوی
    او دو پوکستان نو دی هم شیاونو تجاروت بند کړی
    او هوم دی دو پوکستان ترکونه چه مونځنیو اسیا تو (تاجکستون، ازبکستون اوو تورکمنستان ته بوند کړی

  2. دا ښکاره ظلم ، لجوحیت، دښمنی او بی باکی ده ، باید بلمقابل عمل وسی او دا پاکستان هر ډول مالو نه برینښودل شی ، دا د واخان کی د سرک جوړول انتقام دی او پاکستان د واخان خوب رښتیا نشو

  3. د جګړې پټ اړخونه
    د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.
    هغه شرطونه په دې ډول دي :
     لومړی شرط :
    پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.
     دويم شرط :
    د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.
     درېيم شرط :
    د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ).
     څلورم شرط :
    پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري.
     پينځم شرط :
    افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.
     شپږم شرط :
    د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.
     اووم شرط :
    د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.
     اتم شرط :
    که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.
     نهم شرط :
    د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
     لسم شرط :
    هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.
     يولسم شرط :
    د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله ”سياسي قبله“ اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله ”قبله“ بايد کابل وي.

    دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

    خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو. که نن ووايم چې ”زه افغان نه يم“، نو بيا پر ما باندې هېڅکله بريد نه کيږي.

    پاکستان د افغانستان د هويت له مينځه وړل غواړي. پاکستان غواړي چې اوسنی افغان نسل له خپل تاريخه بې خبره وي. نه موږ اټومي وسلې لرو، نه پياوړی اقتصاد لرو، خو يو پياوړی هويت وبيرغ لرو چې زموږ هويت يې ساتلی دی. پاکستان غواړي چې دا د دواړه له موږه واخلي. طالبان ولې غواړي د مولانا فضل الرحمن بيرغ پر موږ باندې تحميل کړي؟ زموږ په بيرغ کې څه کم دي چې تاسې يې پر وړاندې جنګېږئ؟ تاسې د افغانستان لپاره نه جنګېږئ، ستاسې د جګړې لامل دا يوولس ذليله شرطونه دي.

    پرون پروان کې غونډه وه. له شپينو زرو زياتو خلکو په غونډه کې ګډون کړی وو. هر يو په ډېره مېړانه او ولولې سره راغلی وو چې د افغانستان د يووالي او بيرغ لپاره يې شعارونه ورکول او طالبانو پر دوی باندې بريد وکړ او پر ځان يې د دې بريد مسووليت ومانه. طالبان له کراچۍ او اسلام اباد څخه ول. پر ما چې بريد وشو خلکو ويل دې کې د چا لاس وو؟ ما ويل زما له لاس سره کار نشته. له ما سره په راولپينډۍ کې دي. له چا سره څه مشکل نه لرم.

    که افغان حکومت دا شرايط ومني، همدا نن به سوله راشي، خو دا د ذلت او غلامۍ سوله ده چې افغانستان به په لوی لاس د پاکستان غېږې ته ور اچول شي.

    د پاکستان ۱۱ذليله غوښتنې چې امرالله صالح د کابل د سولې په کنفرانس کې رسوا کړي، دلته په دې ويډيو کې يې واورئ
    https://www.youtube.com/watch?v=TpqcMNxTaaQ
    امرالله صالح يو ځل بيا د پاکستان او مخالفانو دوستي رسوا کړه، دمخاليفينو مغز د‌پاکستان دپوځ لاس کې دي
    https://www.youtube.com/watch?v=1whx8eaB8b4
    اسفنديار ولي: مشرف راڅخه وغوښتل چې پر کرزي ډيورنډ ومنم
    http://www.taand.com/archives/44945

  4. سلامونه
    ایکاش افغانستان د هر ډول موادو متخصص کدرونه درلودلای او حکومت کې هم اراده موجوده وای چې بلمقابل اسناد د پوکسټیني ګاډو څخه هم وغواړي ؛ افغان ولس له چینجنو کیلو او امونو له خوراکه، یا د هډوکو ډکو غوړیو او بیمانا پاپړ،ګلشالی،ژاولو او اکسپایرد د ګړې شربتونو نه وساتي او منځنۍ ایشیا ته خو باید یوه لارۍ هم پری نه ږدي.!!!
    لعنت دې پر دې د ناشناس خان قومي سرپرست ګکړ شي. د زنانه وو او ماشومانو بلا دې پر دې غلام د انګریز بچي او امثالهم وي

  5. هرکه ناموخت از گذشت روزگار
    نیز ناموزد زهیچ آموزگار
    تا جهان بود از سر مردم فراز
    کس نبود از راز دانش بی نیاز
    مردمان بخرد اندر هر زمان
    راز دانش را به هر گونه زبان
    گرد کردند و گرامی داشتند
    تا به سنگ اندر همی بنگاشتند
    دانش اندر دل چراغ روشن است
    وز همه بد بر تن تو جوشن است
    رودکی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب