شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروسیه وايي له افغانستان او جنوبي اسیا سره د اروپايي لارو و...

روسیه وايي له افغانستان او جنوبي اسیا سره د اروپايي لارو و وصلېدو ته حاضره ده

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۸مه) د روسیې صدراعظم میخاییل میشوستین وايي، روسیه چمتو ده چې د اروپايي ترانسپورت لارې د افغانستان او جنوبي اسیا په شمول نورو هیوادونو ته وغځوي.

د انترفکس خبري اژانس د راپور له مخې، میشوستین پرون (دوشنبې) د ازبکستان له صدراعظم عبدالله اریپوف سره په کتنه کې وویل:«د شمال – جنوب د نړیوال کوریدور (دهلېز) د پراختیا لور ته د نورو ګامونو اخیستل یو لومړیتوب دی. لکه څرنګه چې موږ پخوا ویلي دا پروژه د کارګو او ترانسپورت په برخه کې له سویز کانال سره سیالي کولی شي، او تطبیق به یې د پروژې د ټولو شریکو هیوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري پراخه کړي.»

ده زیاته کړه:«په دې برخه کې موږ حاضر یوو چې د افغانستان او جنوبي اسیا په شمول په یوروایشیا کې ترانسپورتي لارې پراخې کړو.»

ازبکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان له لارې د ریللارې په وسیله له جنوبي اسیا سره د وصلېدو لېواله دی او تراوسه پورې یې د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره په دې برخه کې خبرې هم کړي دي.ش

4 COMMENTS

  1. دا خو د روسيه پروژه وه چې پاکستان درې اړخيزه لوبه وکړه. د افغانستان د ټاپي او کاسا پروژې يې وځنډولې او له سقوط سره يې مخ کړې او د ترميذ او پېښور ريلوی پټلۍ کار لاندې ونيوله. په طالبانو يې د هېواد ليوديځې سيمې يې سختې بې ثباته او ناارامه کړې چې په نتېجه کې يې غني ته چل جوړ کړ او جمهوريت يې د چين، روسيه او ايران په مرسته له مينځه يووړ او طالبان يې د خپلو موخو لپاره واک ته ورسول او امريکا او ناټو يې له سيمې وويستله چې هلته د يوکراين جګړه ښه مديريت کړي.

    د جګړې پټ اړخونه
    د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.
    هغه شرطونه په دې ډول دي :
     لومړی شرط :
    پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.
     دويم شرط :
    د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.
     درېيم شرط :
    د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ).
     څلورم شرط :
    پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري.
     پينځم شرط :
    افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.
     شپږم شرط :
    د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.
     اووم شرط :
    د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.
     اتم شرط :
    که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.
     نهم شرط :
    د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
     لسم شرط :
    هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.
     يولسم شرط :
    د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله ”سياسي قبله“ اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله ”قبله“ بايد کابل وي.

    دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

    خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو. که نن ووايم چې ”زه افغان نه يم“، نو بيا پر ما باندې هېڅکله بريد نه کيږي.

    پاکستان د افغانستان د هويت له مينځه وړل غواړي. پاکستان غواړي چې اوسنی افغان نسل له خپل تاريخه بې خبره وي. نه موږ اټومي وسلې لرو، نه پياوړی اقتصاد لرو، خو يو پياوړی هويت وبيرغ لرو چې زموږ هويت يې ساتلی دی. پاکستان غواړي چې دا د دواړه له موږه واخلي. طالبان ولې غواړي د مولانا فضل الرحمن بيرغ پر موږ باندې تحميل کړي؟ زموږ په بيرغ کې څه کم دي چې تاسې يې پر وړاندې جنګېږئ؟ تاسې د افغانستان لپاره نه جنګېږئ، ستاسې د جګړې لامل دا يوولس ذليله شرطونه دي.

    پرون پروان کې غونډه وه. له شپينو زرو زياتو خلکو په غونډه کې ګډون کړی وو. هر يو په ډېره مېړانه او ولولې سره راغلی وو چې د افغانستان د يووالي او بيرغ لپاره يې شعارونه ورکول او طالبانو پر دوی باندې بريد وکړ او پر ځان يې د دې بريد مسووليت ومانه. طالبان له کراچۍ او اسلام اباد څخه ول. پر ما چې بريد وشو خلکو ويل دې کې د چا لاس وو؟ ما ويل زما له لاس سره کار نشته. له ما سره په راولپينډۍ کې دي. له چا سره څه مشکل نه لرم.

    که افغان حکومت دا شرايط ومني، همدا نن به سوله راشي، خو دا د ذلت او غلامۍ سوله ده چې افغانستان به په لوی لاس د پاکستان غېږې ته ور اچول شي.

    په درنښت
    سيد حسين پاچا

    د پاکستان ۱۱ذليله غوښتنې چې امرالله صالح د کابل د سولې په کنفرانس کې رسوا کړي، دلته په دې ويډيو کې يې واورئ
    https://www.youtube.com/watch?v=TpqcMNxTaaQ
    امرالله صالح يو ځل بيا د پاکستان او مخالفانو دوستي رسوا کړه، دمخاليفينو مغز د‌پاکستان دپوځ لاس کې دي
    https://www.youtube.com/watch?v=1whx8eaB8b4
    اسفنديار ولي: مشرف راڅخه وغوښتل چې پر کرزي ډيورنډ ومنم
    http://www.taand.com/archives/44945

    =-=-=-=-=
    https://www.youtube.com/watch?v=tMn6otJ0VP4
    Hamid Mir talks about his meeting Osama Bin Laden and Mullah Omar

    https://youtu.be/fzi-YqC4dJk?si=g0hCevG0aQelgJxe
    Watch “Hamid Mir Gives Inside Story On Mullah Omar In Pakistan” on YouTube

    ‘Robin Raphael Convinced Benazir to Support the Taliban’ – US Embassy
    https://www.aboardthedemocracytrain.com/robin-raphael-convinced-benazir-to-support-the-taliban-us-embassy

  2. د حامد مير د سترګو ليدلی حال :
    Hamid Mir story
    The Taliban movement emerged in Afghanistan in 1994. In 1995 I was travelling with the Prime Minister of Pakistan Benazir Bhutto to the United State. There was I remember 50th anniversary of the United Nations “UN” and I remember that Benazir met ambassador Robin Raphael in New York. And we came to know that ambassador Robin Raphael asked Benazir Bhutto to announce for support for Afghan Taliban. And it was you see very disturbing thing and I wrote a column from New York that here is first Muslim elected female Prime Minister not only in Pakistan but in the whole Muslim World. She was elected first woman Prime Minister. Afghan Taliban are imposing ban on the girl education in Afghanistan, and she has been asked by Robin Raphael another female to announce her support for the Afghan Taliban.

    So, in those days the journalist who used to travel with the Prime Minister “هم ايک جهاز مين سفر کرتی تهی”. So, when we are coming back from the New York, I was not aware that the Press Information Department (PID) from Islamabad they faxed my column to the Press Information Press Councillor (PIPC) in New York and he made-up by hand and presented to the Prime Minister. So, the Prime Minister called me in the plane and he she said “Oh, you are criticising me.” I said “Yeh” because this is democracy, and “I don’t like Taliban and you are supporting the Taliban” and on the rest of Robin Raphael.

    She asked her dear minister Naseerullah Baber by the way in those days Shabqadar Musa was also part of the people party. But he was not in that play. So, when the interim minister asked to bravely. “Why Taliban are good for Pakistan?”

    So, we reached back to Pakistan and after few days another colleague of mine Nusrat Javed so in the interim minister organised a BP/VP for me and Nusrat Jawed and they explained that “We are using Taliban as the pipeline police.”

    We want a gas pipeline from Uzbekistan to Pakistan and there is nobody who can protect the gas pipeline because the government in Kabul the Northern Alliance supported by the Indian and the Iranian and they may destroy the gas pipeline.

    So, it will come through in area where the Afghan Taliban can protect the gas pipeline so “that why we are promoting this militia that they will help our economic interests.” So, then I said “OK”. “I would like to meet you now.”

    نوټ :
    په پورته څلورو پاراګرافونو کې د پاکستان ټوله اصلي موخه ((مدعا)) او د طالبانو څېره ښه تراشلې ده او تاسې د پاکستان دې سپکاوي ((اهانت)) او بې شرمۍ ته ګوره چې څنګه يې خپلې ناولې موخې د مذهب تر پوښښ لاندې زموږ په نالوستو طالبانو او د خپلو استخباراتو او نظاميانو پورې اړوند ملايانو او اسلامي ډلو ټپلو تر فتواو لاندې منسجمې (مديريت)) او منعکس کړې وې. ان تر دې چې خپلې ګټې يې پرې هم په افغانستان کې تظمين او پرله پسې تعقيب کړې، ځکه خو د څارګرې ادارې يو مخکېني جنرال اسد دُراني په يوې يوټيوبي مرکه کې دا ومنله او خورا په تبسم يې وويل چې پاکستان په افغانستان کې خپلو موخو ته رسېدلی دی. تاسې وګورئ چې د بې نظيرې کاکا نصير الله بابر دوی ته ((د خپلې ګاز نلليکې پوليس)) ويلي او هم يې ورته د ((ملېشې)) کليمه کارولې، نو طالبان او اسلامي امارت دې اوس ښه ژور سوچ وکړي چې دوی دې خپل شل کلن جنګ ته څه توجيه ورکوي ؟ او هم د لويديځې نړۍ هغه بوډا حقوقپوه ورته د ((مقاومت)) کليمه ولې کاروله؟ زموږ د پوهنتونونو د هغه هر اړخيزې علمي کچې ارزښت اخر څه شو؟ د ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني د وينا له مخې چې موږ په جنګ کې ماتې نه، بلکې په سياست کې مو ماتې وخوړه دلته ښه ترا جوتيږي چې له موږ ملايانو رانيولې تر سياستوالو او حقوقپوهانو او د ټولنې هر يو قشر پکې سخت تېروتلی او ښوېيدلې دی.

  3. بالکل موافق یاستو، خو که څوک حقیقت ووایی وای هله دا بی دینه او کافر شو. زموږ وطنپال عناصر په دی سلو کلو کی د کافر په تهمت له منځه ولاړل او دا اوس هم څوک د تکفیر له ویر حقایق نشی ویلای

  4. زما په اند پاکستان پاکستان نه شته ،توله لوبه په افغانستان او سيمه کی انګريز يا انګلیس مخ ته وړی،جمهوريت هم انګلستان ونړوو،ځکه همدی محیب او فضلی به لویو قوماندانانو ته ویل،چې تسليمي ورکړی او جنګ مه کوی
    انګلیستان هيڅکله د افغانستان ودانول نه غواړی او دا ځکه چی دری ځل شرمیدلی زموږ نیکونو شړلی او اوس د هماغو وینو بدل له موږ نه اخلی،بله لویه مسله خپله د کفارو او یهودانو ده او هغه داچی اسلام د مسلمان په لاس بدناموی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب