نور کله چې به له بهره کور ته راغی پخلنځي ته ورته، نن پرته له دې چې سلام وکړي د ناستې خونې ته تیر شو. بالښت یې ترسر لاندې کړ. د چت سپینې بوریا ته یې وچې سترګې ونیولې.
د دروازې له کړپ سره یې، پښې ورغونډې کړې، پرلتۍ یې ووهله. میرمن یې د کړکۍ خواته تیره شوه:
-دغه څرنګه غلی راغلی یې؟
ښځې پرده کش کړه، بلې ته یې لاس وراوږد کړ:
-ولې په تیاره کې ناست یې؟
ده پر مخامخ دیوال راځوړندې ګل دوزي ته چې پکې پړانګ په هوسۍ پسې ټوپ کړی دی، لاس ونیو، په چیچلو غاښونو یې وویل:
-دغه خو لرې کړه
میرمنې یې ورو وویل:
-خو تا ویل چې دا دې ښه جوړه کړې
سړي د غاړې پر رګونو ګوتې تیرې کړې. میرمنې یې ورته وویل:
– خیریت دی؟
– چای شته سر مې درد کوي
ښځه ووتله. سړي د ګل دوزي له لورې دې بل لور ته مخ واړاوه. مخامخ د میز پر سر د ده د زوی د عکس له شیشې د لمر وړانګې ورغبرګې شوې. ورولټید عکس یې سترګو ته ونیو. بیرته یې کیښود، بیا یې ورواخیست بیا یې کیښود. خپل ځای ته راغی، بیرته ورغی، عکس یې لږ کوږ کړ. خپله د توشک سر ته وڅکیده.
میرمنې یې چای راووړ، ده د عکس خواته سترګې واړولې، د ښځې یې هم هغې خواته پام شو، ورغله، عکس یې ښکل کړ:
-وی څرنګه دې مخ ګرځیدلی
سړي د چای تر پيالې ګوتې وګرځولې. ښځه ووته. ده پیاله پریښوده، د زوی عکس یې پړ مخې کیښود. د ګوتو ټکونه یې وایستل، د دروازې له پرانیستو سره سم یې عکس بیرته سم کړ. ښځې د سر درد ګولۍ ورته ونیوله:
-سړې څرنګه ناکراره یې څه شوي د اسماعیل جان حال لرې؟
-خیریت به وي خدای خو شته
ښځې غبرګ لاسونه پرمخ کیښودل په نیولي غږ یې وویل:
-څه شوي؟
-دی او د واکسین نوره ډله وسله والو بیولي خو خدای مهربانه دی
میرمنې پر عکس غوټه کړه له ټټر سره یې ونیو. ساه نیولې ساه نیولې یې وویل:
-ته خو زنګ ووهه…زنګ
سړي موبایل غوږ ته ونیو. ښځې د ټیکري پیڅکه د غوږ شاته کړه، د سړي غوږ ته یې خپل غوږ ورنژدې کړ . بل لور ته یو چا وویل چې تر اوسه هیڅ خبر نه یوو چې اسماعیل دوی یې چیرته بیولي. د ښځې له لاسه د زوی عکس پر توشک ولوید، چوکاټ یې وخوت.
پای