پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبد شعر امپراتور| مصطفی صفا

د شعر امپراتور| مصطفی صفا

(د شعر امپراطور) لقب د عراق  نومیالي شاعر (شیرکوبیکس) ته ورکړل شوی دی. نوموړي په کردي ژبه شاعري کړې او په خپل ۷۳ کلن ژوند کې یې د خپلو شعرونو ۳۵ مجموعې خپرې کړې دي.

دده د شعرونو غورچاڼونه د نړۍ ګڼو مهمو ژبو لکه انګلیسي، عربي، فرانسوي، الماني، ایټالوي، ترکي او نورو ته ژباړل شوي دي او اوسمهال یې زیاتره اشعار د (جبران خلیل)، (محمود دروېش)، (ناظم حکمت)، (پابلو نرودا) او (انا اخماتووا)  د اشعارو په څېر نړیوال شهرت لري.

شیرکوبیکس په ۱۹۴۰م کال د عراق په کردمېشتي ښار (سلمانیه) کې زیږېدلی دی. د ده پلار (فایق کوبیکس) د کردي ژبې ملک الشعرا و. شیرکوبیکس لا ماشوم و، چې پلار یې مړ شو او کورنۍ یې له ګڼو ناخوالو سره مخ شوه. ده د هغو ورځو په باب لیکلي:

(زما ماشومتوب یوه داسې چمن ته ورته دی چې هېڅکله یې لمر نه وي لیدلی او یا یوه داسې مخ ته ورته دی چې هېڅکله یې موسکا د غم او پرېشانۍ ګونځې نه دي غوړولې…)

کوبیکس ماتې ونه منله او د خپل نومیالي پلار په لاره یې ګام کېښود، ښوونځی یې په سلمانیه کې ولوست او نورې زده کړې یې د ادب په برخه کې په بغداد کې سرته ورسوې. دی ۱۷ کلن ؤ چې د (ژوند) په نوم په یوه اونیزه کې یې یو شعر چاپ شو. له دې وروسته یې شعر و شاعرۍ ته جدي پاملرنه وکړه او ترڅنګ یې له کردتوکمه سیاسي ډلو سره اړیکې جوړې کړې.

نوموړی وروسته په ګڼو سیاسي فعالیتونو کې راڅرګند شو، چې تر ټولو مهم یې د عراق په پارلمان کې د کردستان د استازي په توګه او تر هغې وروسته د کردستان د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په توګه دندې وې.

کوبیکس کردي شاعرۍ ته نړیوال هویت وربښلی دی، نوښت او د خپلې ټولنې د محرومیتونو او مصیبتونو عاطفي انځورګري د کوبیکس د شاعرۍ غوره ځانګړنې دي. دده د مشهورو شعري ټولګو نومونه دا دي:

(په اور مې تنده وژنم)، (د څراغونو هدیره)، (دا بې عزته توري)، (ژوند او زوکړه)، (سپېدې)، (سیوری) او (د سره باز حماسه).

شیر کوبکس په ۲۰۱۳م کال د ۷۳ کالو په عمر د سویډن په ستکهلم ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې او جسد یې د خپل هېواد د سلمانیې په آزادۍ پارک کې خاورو ته وسپارل شو.

د شیر کوبیکس د دریو لنډکیو شعرونو ژباړه:

* * *

(۱)

سیلان، په چایو پېژندل کېږي

کیوبا، په فیډل کاسترو

تا په څه پېژني؟

پرته له مړیو

اه! کردستانه!

* * *

(۲)

اوبدونکي ټول عمر

د ګلونو ډکې قالینې واوبدلې

د سمالونه یې واوبدل…

خو کله چې مړ شو

نه یې فرش درلود

او نه یې څوک درلودل

چې پر قبر یې ګلونه وشیندي!

* * *

(۳)

(د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ)

ته یوه ورځ نه یې

ټول کال یې

ته یوه شپه، یوکتاب او یو څاڅکی نه یې

ته یو نقاش یا پر دیوال یوه تابلو نه یې

ته که یوه دقیقه نه وې

ساعتونه له کاره لوېږي

کورونه خالي پاتې کېږي

لارې کوڅې اوښکې تویوي

مرغان تورېږي

او شعرونه پای ته رسي…

ته که نه وی، څوک به وو؟

اې ښځې، اې مېرمنې، اې مورې!

ته ژوند یې!

* * *

(۴)

اوبه، له هوا پرته

هوا، له خاورې پرته

خاوره، له اوره پرته

زه، له تا پرته

او ته، له ما پرته

نیمګړې جملې

نیمګړې معناوې

او نیمګړي شعرونه دي

(۵)

د یوې پاڼې په وړو رګونو کې ځنګلونه وینم

د اوبو په یوه څاڅکي کې دریابونه…

په یوه وړه لوټه کې ځمکه

او ستا په سترګو کې

لوی اسمان

[][][][]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب