چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبپه وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د لنډې کیسې موضوعات | محمد...

په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د لنډې کیسې موضوعات | محمد خالص ادیب

په لومړیو وختونو کې کله چې لنډه کیسه لیکل کېده، تر ډېره حده یې موضاعاتو یو رنګ درلود، پېښې به یې تر یوې اندازې په یوه کرکتر باندې څرخېدې، سره له دې چې د هغه وخت د چاپیریال انځور، د هغه وخت د ناخوالو بیان په کې شوی و؛ خو د لیکوال به زیات فوکس او پاملرنه د هغو پېښو په روښانه کولو کې وو.

خو دغه کار د لنډې کیسې موضوعاتو ته زیان اړولی و، ځکه لیکوالانو مینه او کورنی تاوتریخوالی دې کیسو اصلي موضوعات ګرځولي و، دوی د ټولنې نورو اړخونو ته سر نه ور ښکاره کاوه.

د وخت په تېرېدو سره هر څه بدلون وکړ، د لیکوالانو سترګې وغړېدې، هرې موضوع ته یې له څو زاویو وکتل، کیسې یې ورباندې ولیکلې، د لنډې کیسې د موضوعاتو لمن پراخه شوه.

په وروستیو کلونو کې د لنډې کیسې موضوعاتو ډېر تغیر وکړ، ټول هر هغه څه یې په خپله لمن کې راونغښتل چې انسانان په ورځني ژوند کې ورسره مخامخ کېږي. زموږ د ټولنې له ګذشته یا تېر حالت او  حال سره تراړ لري، زیاتره لیکوالانو داسې لیکنې هم وکړې چې له راتلوونکي سره تړاو لري چې دغه کار د لیکوال په ذکاوت او ځیرکۍ پورې اړه لري چې څنګه کولای شي، په داسې موضوع باندې لیکنه وکړي چې زموږ د ټولنې وګړي په راتلوونکي کې مخکې له مخکې له هغه ډول پېښو څخه وژغوري.

اوسني لنډه کیسه لیکوالان زیاتره هغه موضوعات د کیسې لپاره انتخابوي چې دوي په ورځني ژوندانه کې ور سره مخامخ کېږي. په دې کار سره نه یوازې راز او نیاز له ټولنه سره کوي؛ بلکې کیسه له مصنوعیت څخه ژغوري، لوستونکی په هر داستان کې خپل ځان ګوري د سمون او اصلاح سبب یې ګرځي، سره له دې ټولو د هغه وخت تاریخ، دود او کلتور  هم ثبت تېږي.

کله چې موږ په یوه موضوع باندې لیکنه کوو، باید د امکان تر حده په زړو موضوعاتو باندې شخوند ونه وهو، لږ باید ځان فکر کولو ته اړ کړو، داسې یوه  سوژه د لیکنې لپاره وټاکو چې تر وروستي حده نوې وي.

  ځینې نوي لیکوالان د موضوع له کمښت سره مخامخ وي، تل شکایت کوي چې هر څومره فکر وکړو، له داسې موضوع سره نه مخامخ کېږو چې کیسه ورباندې ولیکو، هغه کسان باید زړو موضوعاتو ته له نوي لینز یا زاويې وګوري بیا هم کولای شي چې ورباندې لیکنه وکړي یا هم باید خپل ورځني ژوند ته فکر وکړي ، ډېرې سوژې به ورته پیدا شي، چې لیکلو لپاره مناسبې وي.

موضوع موندل ډېر ستونزمن کار نه دی، که چېرې وغواړو د خپلې لیکنې لپاره نوې موضوع پیدا کړو؛ نو باید ورځنی ژوند په نظر کې ونیسو مثلاً: موږ هره ورځ پوهنتون ته ځو، کله چې له اتاق څخه حرکت کړو، د لارې په اوږدو کې به خامخا له بېلابېلو پېښو سره مخامخ شو، یو کس به وګورئ چې برګر وخوري؛ خو هغه پلاستک/کاغذ به دې لارې په سر باندې اچوي، په داسې حال کې چې د کثافات دانۍ له څنګ سره به تېرېږي، لږ وړاندې چې ولاړ شو،  یوه بله پېښه به ووینو، د ښوونځي زده کوونکي به له سرک څخه تېرېږي؛ خو ټکسي چلوونکی به دومره صبر نه کوي چې دوی له سرک څخه تېر شي یا هم ټکسي چلوونکی به د چوک په سر باندې ترافیکي اشاره نه مرعاتوي، لږ نور وړاندې چې ولاړ شو،  په یوه ډله لوفرو هلکانو به مو سترګې ولګېږي، چې نجونو ته په لاره کې ازار ورکوي، بلاخره کله چې پوهنتون ته ورسېږو، له یوه داسې محصل  سره به مخامخ شو، چې له ځانه سره د هویت کارت نلري؛ خو د دروازې له  ساتونکي سره به جنجال هم کوي.

که چېرې موږ پورتنیو پېښو ته ځېر شو، نو په هره یوه پېښه کیسه لیکل کېږي،  هغه ځوان چې برګر خوري او پلاستیک په ځمکه غورځوي، دوهم په ښاري موتروانۍ باندې، درېیم هغه هلکان چې نجونو ته ازار ورکوي،  څلورم هغه کس چې د پوهنتون ددروازې له ساتونکي سره جنجال کوي په داسې حال  کې چې د هویت کارت هم ورسره نشته، په یوه وخت کې څلور موضوګانې پیدا شوې، کولای شو لیکنه  ورباندې وکړو، د موضوع موندل کوم سخت کار نه دی، صرف لږ فکر غواړي، که چېرې لږ سوچ وکړو، کېدای شي تر دې ښه موضوعات پیدا کړو چې کیسه ورباندې ولیکو.

موږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو چې هره ورځ په لسګونه نوې پېښې کېږي دا چې نوي لیکولان فکر ورباندې نه کوي او یا هم نه ورته متوجې کېږي، ځانونه نه په تکلیف کوي؛ نو ځکه د موضوع له کمښت سره مخامخ وي چې دا دې دوی خپله ټنبلي ده.

نه یوازې لنډه کیسه، بلکې هره لیکنه چې کوو د موضوع ټاکل په کې لومړی شرط دی چې موضوع نه وي لیکل په څه شی کوو؟ نو معلومه خبره ده  چې لومړی باید موضوع وټاکو، بیا لیکل ورباندې وکړو، د نظر خاوندان په دې اند دي” د موضوع ټاکنه خپله د کار نیم حل دی”.

که چیرې موږ او تاسو په داسې موضوع باندې لیکنه کوو چې معلومه نه وي نو له ذهني کشمکش سره مو مخامخ کوي ځکه فکر مو راټول نه وي، هرې خواته رانه منډې وهي، د موضوع بتن یا درون ته  په اسانۍ سره نشو ننوتلی؛ نو لازمه ده، چې کله لیکنه کوو، باید لومړي موضوع وټاکو، ترڅو زموږ ټول فوکس یاتمرکز په مشخصه موضوع وي، د ښې موضوع د غوره کولو لپاره د هېواد  تکړه کیسه لیکوال نصیراحمد احمدي په خپل کتاب کې “راځي لنډه کیسه ولیکو” څو ټکو ته اشاره کړې ده چې زه یې کټ مټ راخلم:

  • که غواړئ چې ښه کیسه ولېکئ، فکر وکړئ او نوي موضوعات مومئ، دا له امکانه لیرې خبره نه ده، شاید ستاسو په سیمه کلي او شاوخوا کې داسې څه وي چې تر اوسه پرې لا څه نه وي لیکل شوي.
  • زړو موضوعاتو ته یوه نوې زوایه پیدا کړئ، دا په خپله نوې موضوع ده.
  • هېڅکله لویه او عمومي موضوع مه انتخابوي، که موضوع هر څومره وړه وي ښه فوکس ( تمرکز) لري، لیکوال لاره نه ورکوي او په طبیعي توګه یوه نوې زوایه ورته پیدا کولای شي.
  • فکر وکړئ نن چیرته ولاړئ؟ څه مو لیدلي دي؟ څه مو اورېدلي دي؟

د کابل پوهنتون استاد لیکوال او شاعر ښاغلی اجمل ښکلی د کیسې د موضوعاتو یا پېښو په اړه داسې نظر لري: “زموږ د کيسو پېښې عموماً دوه حده لري. يا عامې وي يا استثنايي وي.  عامې پېښې هغه دي چې په ټولنه کې ډېرې پېښېږي يا هغه پېښې چې د ټولنې له عام ذهنيت يا ټولنيز دود سره برابرې وي. استثنايي پېښې هغه دي، چې عامې نه وي، کمې پېښېږي يا هغه چې د عام ټولنيز ذهنيت پر خلاف وي”.

ښکلی د کیسو عامې پېښې خپله د لیکوال مشاهده بولي یا هم تجربه بولي چې ډېری ورسره مخامخ کېږي هم  او استثنايي پېښې هغه دي چې زموږ په ټولنه کې کمې یا بېخي نه رامنځته کېږي؛ خو ددې تر څنګ درېیم ډول پېښې هم لرو هغه دا چې تر اوس د لیکوالانو ورته نه وي پام شوي چې لیکنې ورباندې وکړي، یا هم د ځینو په نظر ډېر عادي ورځي، هغه لیکوالان چې په کیسه لیکنه کې تجربه لري باید د امکان تر حده له زړو موضوعاتو څخه ډډه وکړي، دوی باید د کیسې لیکنې لپاره داسې سوژې غوره کړي، چې  واقعاً کیسه وپنځوي.

اوس به هم راشو د اجمل پسرلي د( مېږتون )  په نامه د لنډو کیسو ټولګه کې د( تور) تر عنوان لاندې کیسې یوه پاراګراف ته:” له لرې یې یوې ډلې هلکانو ته پام شو. د ده د ریړې په لور را روان وو. ده دستي په پټو کې لاسونه پټ کړل. تېر ځل څو هلکانو په کاغذ کې نغښتې نینې پېرته ورته اېښې وې. یوه یې ورته ویلي وو چې لاسونه د خیرن دی”.

د کیسې موضوع ټوله په نظافت باندې راڅرخي، نظافت جز د ایمان دی، باید ټول پام ورته وکړو، د کیسې اصلي کرکټر نیني خرڅوي؛ خو خپل نظافت ته پام نه کوي کله چې هلکان نیني ورڅخه اخلي دده په لاسونو یې سترګې لګېږي بېرته د نینو ډکې خلتې ورته پرېږدي ترې روانېږي.

دا یوه عادي موضوع ده دا چې لیکوال ورباندې لیکنه کړې، دده په ځیرکي باندې دلالت کوي چې د ژوند دومره وړې شېبې یا هم  پېښې ته  ارزښت ورکوي او باید ورکړل هم شي.

په همدې کتاب کې بل ځای  د ( زنداني ) تر عنوان لاندې کیسې یوې برخې ته تم کېږو:” زنداني غوټه سره راغونډه کړه. جامې یې بوی کړې. د کور د ناستې خونه یې سترګو ته ودرېده چې په ژمي کې له کړکۍ رالوېدلي لمر روښانه کړې وه. تر کالیو لاندې سپین ټوکر یې پورته ونیو او پر خامک شوې کوتره یې لاس تېر کړ”.

د کیسې موضوع د یوه بندي په پښېمانتیا باندې راڅرخي، هغه د پنجرو تر شاه د خپلو اولادنو، میرمن د کورنۍ ټول غړي ورته یادېږي. د کال دې بېلابېلو فصلونو ارمان کوي، ځان د لوړو دېوالونو او اغزنو سیمونو شاته بېوسه احساسوي او موږ ته دا پیغام راکوي چې مخکې له مخکې نه باید په ژوند کې له هر ډول جرم څخه ځان وساتو، کنه بیا وروسته زموږ پښېماني هېڅ ګټه نه لري، په کیسه کې د کوترې کلمه د سوله لپاره د سمبول په توګه کارول شوې ده  چې زموږ په هېواد کې د کوترې نښې د سولې مانا ورکوي.

اوس د شفیقې خپلواک د دېوالونو په نامه  دې لنډو کیسو ټولګه کې د (میره)  په نامه کیسې یوه برخه رانقلوو:” دا خط دواړو واخیست او پټ یې د اسما د کتابونو بکسه کې کېښود، ورور ته یې ددې وویل چې دا نوره له ښوونځي ایساره کړي د یو چا سره پټې اړیکې لري او که نه یې منې نو د کتابونو بکسه یې وګوره خامخا به پکې د هغه هلک چې دا ورسره اړیکې لري د لاس نښه وي”.

د کیسې موضوع د یوې نجلۍ په تعلیم باندې راڅرخي چې د خپلې میرې لخوا یې مخه نیول کېږي، له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کېږي، هغه غواړه خپل وراره ته یې کوژده کړي؛ خو دا نه غواړي چې ورته کوژده شي، ځکه هغه یو لوفر هلک دی، دا ستونزه نوره پسې جدي کېږي تر دې چې میره یې د خپلې یور یعنې د خاوند د خور په کتابونو کې له قصده د خپل وراره لیکل شوی لیک اېږدي کله چې ورور یې دا ویني؛  نو د خپلې خور په مرګ لاس پورې کوي، له دغه ډول کیسو څخه داسې معلومېږي چې نظر نارینه وو ته زموږ په ټولنه کې خپله ښځینه په یو بل باندې زیات ظلمونه کوي او زیاتره ښځینه د یو بل د پرمختګ په مقابل کې خنډ واقع کېږي.

کله چې د عبدالسمیع وحدت د لنډو کیسو ټولګه راخلو، بیا له یو لړ داسې سوژو سره به مخامخ شو، چې تکراري بڼه لري. د (انتخاب)  تر عنوان لاندې لنډې کیسې یو څو جملو ته دمه کیږو:” هغه مخته ورځ خو دې اوبه د ملک کور ته یوړې “هو” د هغه اوبه هم زړه ور وړم د هغوئ غریبانو یوه ړنده لور ده. په سترګو مې تورې لړي راغلې، سر را باندې وڅرخېد چې د بخت ستوري مې هم رڼا تته کړه”.  

موضوع د یوه لوستي هلک په مینه باندې راڅرخي، هغه په یوه نالیدلې نجلۍ زړه بایلي چې د ملک لور ده، مور او پلار  او نور مخور په جرګه ورلېږي کله چې کوژده وکړي؛ نو نجلۍ یوه سترګه ړنده وي.

پخوا وختونو کې به په کلیو او بانډو کې د ملکۍ او خانۍ سیستم و، خو اوس مهال دا رواجونه که په لرې پرتو سیمو کې وي؛ خو زیاتره ځایونو کې  له منځه تللي دي، ملک ته به خلک په زیات احترام قائیل و، د هغې هره خبره د کاڼي کرښه وه، هر څه به یې خلکو ته ښه ښکارېدل؛ نو په دې خاطر لوستی ځوان د ملک په نا لیدلې لور زړه بایلی و.

کیسه له ځانه سره جامع پیغام لري او موږ ته دا لارښونه کوي، چې د ژوندانه په هر اړخ کې نالیدلی شی یا شخص خوښ نه کړئ؛ خو موضوع ځکه تکرار ده چې په پښتو لنډه کیسه کې دغه ډول موضوعاتو ته له اول نه تر ننه پورې زیاتې اشارې شوې دي.

په ګران  هېواد باندې مو بهرنیو کړغېړنو سیاستونو زموږ د وطنوالو په اقتصاد باندې هم ژوره اغېزه وکړه، کادرونه مو مجبور شول چې  بهر ته د کار کولو لپاره ولاړ شي، ځینې یې په دښتو د لمر وړانګو وسوځول، بعضې له تندې مړه شول، ځینو په څاګانو کې ولوېدل، ځینې په ځنګلونو کې لیوانو، په دریابونو کې د کبانو خوراک او زندانونو کې د وحشي قاچاقبرانو په زولنو کې شپې ورځې سبا کوي؛ خو سره له دې  ماشومانو مو هم د خپل ماشومتوب له مستۍ، لوړو خیالونو او  تعلیم څخه بې برخې پاتې شول.

د وحدت (سپېلنو ډبلی) کیسې یوه پاراګراف ته تم کیږو:” ماشوم ووړ لاس را اوږد کړ روپۍ یې په جېب کې واچولې او خیرن لاس یې په جېب ټنګ ونیو. د نړیوالو له دې پېرزوینې سره مې په سترګو کې اوښکې ډنډې شوې، مخ مې ترې یوې خواته واړاوه، په دسمال مې سترګې وچې کړې، ماشوم مې په تندي ښکل کړ”.

کیسه د یوه ماشوم په ژوند باندې راڅرخي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کېږي، کورنۍ څو غړي یې بهرنیو ځواکونو په چاپو کې وژل شوي دي. دغه ډول موضاعاتو لیکل ځکه ښه وي چې زموږ ددغه دورې تاریخ او کلتور ثبتوي چې څنګه او څه دول چلند له ماشومانو سره کېدلو.

اوس هم راځو د (تعویذ) تر عنوان لاندې د صفیې حلیم د کیسې موضوع ته:” ما ورته وویل ددې توشک لاندې نه راووتل، خدای خبر دا کمپنۍ په کومو کومو ځایونو کې خپل اشتهار لګوي، جاوید یوه پوڼۍ پرانسته او ورته ځېر شو. دده عادت دی چې د کاغذ هر ټوټه ولولي. زه د نورو شیانو په ټولولو اخته وم”.

د کیسې موضوع  د خواښې له خوا په اینګور باندې په ظلم باندې را څرخي، په کیسه کې خواښې په خپل زوی شک کوي چې ولې دومره له خپله میرمن سره ښه چلند کوي؟ شاید جادو یې ورباندې کړی وي! خپله اینګور او زوی د خوشحالي په شېبو کې نه شي لیدلی، له بده مرغه چې دغه  ستونزه زموږ په ټولنه کې تر ننه پورې د ښځینه په منځ کې شته.

که څه هم موضوع ښه ده؛ خو نوې نه ده، د ژوول شوي ګني غوندې ده  ځکه په پښتو ادب کې له پیل څخه تر نن پورې زیاتره لیکوالان دغه ډول موضوعاتو  خواښې د اینګور، اینګور دخواښې، خسر د زوم او زوم دخسر او داسې نور سوژو باندې راڅرخي. موږ کولای شو، بدون له منفي اړخونو څخه په مثبتو موضوګانو باندې هم کیسې ولیکو لکه یوه مهربانه خواښې، یو ښه خسر، له زوم سره ښه چلند، له زوی سره ورین تندی، او داسې نور…

په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې کوم لیکوالان چې د کیسې موضوعات یې هر اړخیز ښکارېږي عبارت دي له تکړه شاعر او لیکوال، ژورنالیست ګل رحمان رحماني، نصیر احمد احمدي، اېمل پسرلی، اجمل پسرلی ، ضمیر څار، محمدهارون  سمون، ډکتر محب الله زغم،  احسان الله ارینزی، ډاکتر محمد اکبر اکبر…  او همدارنګه په ښځینوو لیکوالانوکې نثا ساپۍ، هیله غضنفر،  توبا ندا ساپۍ، صفیه حلیم، شفیقه خپلواک، وږمه سبا عامر، نازو پسرلی… او داسې نور د یادونې وړ دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب