یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکلتورد افغانستان په علمي او فرهنګي وده کې د جرمني رول |...

د افغانستان په علمي او فرهنګي وده کې د جرمني رول | علم گل سحر

د افغانستان او آلمان د حکومتونو ترمنځ د اړیکو تاریخ د امیر حبیب الله خان له دورې پیل شوی دی البته تر دې ډیر دمخه د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې موجودې وې. افغان او جرمني سیلانیانو او څیړونکو د یو بل هیوادونو ته سفرونه کړي دي او د دې هیوادونو په اړه یې خاطرې او یونلیکونه لیکلي دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو مخیینه کولای شو له همدې ځایه پیل شوې وبولو.

بیا چې په ۱۹۲۱ م کال کې د افغانستان او جرمني ترمنځ دیپلوماتیک روابط ټینګ شول، د دواړو هیوادونو ترمنځ لومړنی قرارداد په فرهنګي برخه کې و چې له مخې یې په ۱۹۲۴ کې په کابل کې د ۱۲۰ زده کوونکو په ګډون اماني ښوونځی تاسیس شو. ما چې تر اوسه د هیوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه کوم معلومات ترلاسه کړي داسې هیوادونه مې نه دې لیدلي چې لومړنی قرارداد یې په علمي او فرهنګي برخه کې لاسلیک شوی وي او بیا دې عملآ په دې برخه کې کار شوی وي. له دې هم د افغان – جرمني د علمي او فرهنګي اړیکو اهمیت څرګندیدای شي.

د افغانانو په منځ کې جرمني په ډیرو مواردو کې د یوه اعلی مثال په توګه یادیږي، جرمني زموږ په لنډیو او ولسي ادب کې خاص ځای لري. سره له دې چې جرمني له افغانستان لیري و خو تر ډیرو ګاونډیو او هغو هیوادونو چې د تاریخ په بیلابیلو دورو کې په افغانستان کې ډیر ښکیل و، زموږ په ژوند او ادب کې ډیر یاد شوی دی. دا لنډۍ کابو د هر افغان زده ده چې وایي:

په جرمني ټوپک مې ووله

داسې خو مه وایه چې خوله نه درکومه

زړه جرمنو توپو ته جوړ سې

چې نه مې اورې نه دې عقل شته میینه

یوه بله مشهوره لنډۍ هم ده چې زیاتره یې داسې وایي:

ټوټې ، ټوټې په تورو راشې

د بې ننګۍ آواز دې رامه شه ميینه

خو ځیني  وختونه دا لنډۍ داسې هم ویل شوې ده:

په جرمنو ویشتلی راشې

د بې ننګۍ آواز دې رامه شه ميینه

په دې او دې ته ورته لنډیو او متلونو کې موږ له جرمني سره د افغانانو علاقه هم وینو او بل دا چې  په افغانستان کې د جرمني محصولاتو ته د ډیرو ښو او لوړ کیفیت لرونکو محصولاتو په سترګه کتل کیږي. په دې ترتیب ځینو دې ډول خبرو د افغانانو په منځ کې د متل شکل غوره کړی دی. مثلآ ډیر به مو اوریدلي وي. وایي فلانی داسې ډاکټر دی ولاکه په جرمني کې هم وي. که یو څوک ناروغ وي بیا د عملیاتو په پایله کې جوړ شوی وي. وایي داسې عملیات یې وکړل که داسې ښه عملیات په جرمني کې هم شوي وای.

دا ځکه چې جرمني که افغانستان ته هر څه صادر کړي یا یې له افغانانو سره مرسته کړې ده هسې ځان او بل یې نه دي تیر کړي بلکې د زړه له اخلاصه یې مرسته یې کړې ده. د هر افغان د هوخست د درمل جوړولو فابریکه په یاد ده او په ډیر نیک نوم یې یادوي. د هوخست درملو په افغانستان کې لوړ نوم درلود. خلکو په دې درملو باور درلود ویل به یې چې هر څوک د هوخست درمل وخوري ورسره جوړیږي.

په ۱۹۲۶ کې  د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستي تړون لاسلیک شو او په ۱۹۲۸ کال کې د غازي امان الله خان په سفر سره د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي روابط ټینګ شول، افغانستان هغه وخت له بل هیڅ هیواد سره دومره پراخ اقتصادي او تجارتي تړونونه نه لرل.

د امان الله خان په دوره کې چې په افغانستان کې د پرمختګ وړانګې په خوریدو وې جرمني د افغانانو ترڅنګ ودرید د دارالامان ماڼۍ د نقشې په تهیه کولو او جوړولو د دارالامان او پل ارتل ترمنځ سړک په جوړولو کې یې مرسته وکړه. بیا ورپسې جرمني په ډیرو پروژو کې له افغانانو سره همکاري وکړه لکه د صابون جوړولو کارخانه، په شمال کې د نباتي غوړو د تولید کارخانه، د برښنا د تولید پروژه، د کابل د ټیلیفون سیستم پروژه، د پکتیا د ځنګلونو پروژه د روغتیا او پوهنې په برخو کې پروژې او نور …

د دې ځینو اقتصادي پروژو نومونه مې په لنډ ډول ځکه واخیستل چې افغانانو په دې پروژو کې د جرمنیانو د کار کیفیت لیدلی دی  لکه د مخکې یادې شوې لنډۍ په اړه مو چې وویل د دې تصور د ایجاد لوی دلیل دا دی چې جرمني په افغانستان کې څه جوړ کړي دي، هغه ډیر مضبوط او د لوړ کیفیت درلودونکي دي. افغانان جرمنیانو ته د داسې کوښښي خلکو په سترګه ګوري چې عالي کاري اخلاق لري. هغه وخت چې ماشوم وم پخپله سیمه پکتیا کې مې دا متل ته ورته خبره ډیره اوریدله که به څوک په کارونو کې تکړه و او په اصطلاح ستړیا به یې نه پیژندله نو مشرانو به ویل دا لکه جرمنی داسې دی. دا ډول تصور افغانان د نورو ملتونو په برخه کې نه لري یا یې ډیر کم لري.

جرمني د افغانستان په علمي او فرهنګي وده کې تر بل هر مرسته کوونکي او دوست هیواد زیاته ونډه لرلې ده.

دې هیواد د افغان کادرونو په روزلو کې له پیله تر اوسه ډیر مهم نقش لرلی دی په ۱۹۳۹ کال کې جرمني د افغانستان د اداري دستګاه د بیاجوړونې لپاره طرحه وړاندې کړه له هغه وروسته یې د افغانستان په ادارو کې د الماني متخصصینو او سلاکارانو د استخدام کار پیل کړ. چې ډیر کادرونه له دې لارو هم وروزل شول.

د دې تر څنګ پخپله په آلمان کې ډیری افغان کادرونه روزل شوي جرمني افغانانو ته تحصیلي بورسونه ورکول او ډیری افغان محصیلینو په مختلیفو برخو کې د جرمني په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې وکړې. د هغه وخت داسې کسان لرو چې افغانان یې په کار او خدمت ویاړي، دوی په جرمني کې لوړې زده کړې کړې وې. د افغانستان له مشهورو شخصیتونو څخه چې په جرمني کې یې زده کړې وې یو غلام محمد فرهاد و چې زموږ د پلازمینې کابل لومړنی انتخابي ښاروال و د هغه کارونه اوس هم افغانانو ته لوړ مثالونه دي، ډاکتر محمد یوسف د دموکراسي د لسیزې لومړی صدراعظم و چې د فزیک په برخه کې یې په آلمان کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې وې. دغه راز نورو ډیرو مهمو شخصیتونو لکه ډاکټر صمد حامد او نورو په جرمني کې له لوړو زده کړو وروسته افغانستان ته ډیر خدمتونه کړي دي. په علمي چارو کې د افغانستان د جمهور ریس پخواني سلاکار ډاکټر عبدالقادر ودان چې په جرمني کې زده کړې کړې دي په لومړي ځل پښتو ژبه کمپیوتر کې شامله کړه، په نوې دوره کې هم دلته یو شمیر افغان کادرونه وروزل شول. چې کولای شو د فزیک په برخه کې د ځوان افغان فزیکپوه ډاکټر محمدتنها او لسګونو نورو یادونه وکړو.

د آلمان دولت پر اړوندو ادارو سربیره د روزنیزو چارو د تبادلاتو موسسې او د آلمان د پوهنتوني خدمتونو موسسې DAAD) ) په دې برخه کې زیات کار کړی دی. د دې او ځینو نورو جرمني ادارو په مرسته د افغانستان پوهنتونونه اود لوړو زده کړو ځینې نورې تخنیکې موسیسې په پښو دریدلې . د کابل پوهنتون او د بن پوهنتونونو توامیت یې یوه ښه بیلګه ده. هغه وخت به آلماني پوهنتونونو او موسسو د افغانستان له پوهنتونونو سره مخامخ د لابراتوارونو په سمبالولو، د لکچرونو او کتابونو په برابرولو او چاپ، د کتابتونونو په تجهیز، علمي تبادلو او لنډمهالو کورسونو په جوړولو کې مرسته کوله.

له بده مرغه په افغانستان کې د جګړو او شخړو په نتیجه کې افغانستان دری لسیزې له دغو مرستو لیري پاتې شو تر څو چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د دغو موسسو فعالیتونه بیرته په افغانستان کې پیل شول. هر کال په منځني ډول د پنځوسو په شاوخوا کې د همدې ادارو له خوا افغان محصیلینو ته عام بورسونه ورکول کیږي او نور ډیر پخپل لګښت په آلمان کې د لوړو زده کړو له آسانتیاوو څخه په استفادې سره د آلمان په پوهنتونونو کې شاملیږي .

په جرمني کې چې زموږ محصیلینو زده کړې کړې دي د علم حاصلولو تر څنګ یې د جرمنې د پرمختګونو تجربې هم له ځانه سره وړې دي، نوي کاري یې اخلاق خپل کړی دي. دلته یې زده کړي او په افغانستان کې یې پلي کړي دي. دمخه مو د کابل د پخواني ښاروال غلام محمد فرهاد یادونه وکړه هغه د کابل ښار په جوړولو کې ډیر خدمتونه کړي دي . کابلیان اوس هم د هغه ارواښاد کیسې کوي چې ستړیا یې نه پیژندله. په دفتر کې به ډیر نه کیناست ډیر وخت به یې د کار په ساحه کې تیراوه. یوه وچه ډوډۍ او د ګندنې یوه ګیډۍ به یې په لاس کې وه د سرکونو او ودانیو د جوړولو کار به یې څاره. د ډوډۍ خوړلو ته هم کرار نه کیناست هم به یې کار کاوه هم به یې ډوډۍ خوړله. له خلکو او مامورینو سره یې ښه چلند کاوه د تر امر لاندې کسانو په نسبت ده پخپله ډیر کار کاوه. دا ډول کاري اخلاق هلته نمونه و. داسې ډیر مثالونه د نورو په اړه هم شته. افغانان هیله لري په راتلونکي کې بیا هم داسې ځوانان دلته وروزل شي چې په جګړو کې ویجاړ وطن جوړ کړي.

جرمني له افغانستان سره د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو له پیله تر اوسه په علمي او فرهنګي ډګر کې د افغانستان لاس نیولی دی. ځینې علمي او فرهنګي موسسو یې له پخوا او ځینو یې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ډیر مهم او نه هیریدونکي کارونه تر سره کړي دي.

ګویته انستیتوت آن د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په دوره کې لا په افغانستان کې خپل فعالیتونه شروع کړي و چې د نورو مهمو علمي او فرهنګي فعالیتونو ترڅنګ یې زموږ په دواړو ژبو پښتو او دري کتابونه هم چاپول. د دې انستیتوت اغیزمن کار تر اوسه په افغانستان کې دوام لري چې د زرګونو کتابونو د چاپ او ژباړې تر څنګ یې د بیلابیلو نندارتونو او د فلمونو او نورو هنرونو د فیستیوالونو د جوړولو چارې هم سرته رسولې دي. په وروستیو کلونو کې ګویته انستیتوت په افغانستان کې د افغانستان د معاصرو ادبیاتو اته جشنونه هم جوړ کړل او د هر جشن د مقالو او لیکنو مجموعې یې چاپ کړې چې زموږ د ادبیاتو په وده او پراختیا کې یې ښه نقش درلود.

د میدوتیک په نوم بله فرهنګي اداره د افغانستان په پلازمینه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې فعالیت کوي. چې د کتابونو د چاپ، د علمي سمینارونو او کنفرانسونو او ادبي غونډو په جوړولو، د افغانستان د کتابتونونو په سمبالولو او د کادرونو په روزنه کې یې ډیر کارونه سرته رسولي. د دې ترڅنګ ځینې نورو ادارو او موسسو هم په افغانستان کې علمي او فرهنګي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د افغانستان په علمي او فرهنګي پرمختیا کې د جرمني د رول پر موضوع کتابونه لیکل کیدای شي. خو په دې لنډ وخت کې مو یوازې ځینو موضوګانو ته لنډه اشاره وکړه.

د افغانستان او جرمني ترمنځ د فرهنګي اړیکو لپاره پراخې زمینې شته. چې باید د دواړو هیوادونو ولسونه او حکومتونه ورته پاملرنه وکړي او ګټه ترې پورته کړي.

د جګړو او تاوتریخوالو کلونو د جرمني په اړه د افغانانو هغه تصور او نیک احساس ته زیان اړولی چې دمخه ورته اشاره وشوه. د جرمني حکومت او خلکو ته په کار ده له افغانستان سره خپلې علمي او کلتوري مرستې زیاتې کړي.

لازمه ده د جرمني هغه ادارې او موسسې چې په فرهنګي برخه کې فعالې دي لکه له هیواده بهر د ښوونځیو مرکزی دفترZfA))د المان د بهرنیو اړیکو فرهنګي موسسه  IFA )د آلمان د پوهنتوني خدمتونو موسسه )DAAD) د آلمان د تجاري کتابدارانو اتحادیه د الکساندر فون هومبولت بنسټ AVH ).د روزنیزو چارو د تبادلاتو موسسه)PAD) د آلمان د لرغون پیژندنې موسسه )DAI) گویته انستیتوت د حرفوي زده کړو فدرال موسسه)BIBB) فدرال فرهنگي بنسټ)KSB) په بهر کې د آلمان د انساني علومو موسسه )DGIA) د نړۍ د کلتورونو کور (HKW( د المان فرهنګي ټولنې او نورې ادارې په افغانستان کې تر پخوا زیات خپلو علمي او فرهنګي کارونو ته توجه وکړي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د فرهنګي همکاریو د پراختیا ډیرې مناسبې لارې شته. موږ کولای شو د افغان – جرمن د لیکوالو یوه ګډه ټولنه او د ژباړونکو یوه ګډه اداره رامنځ ته کړو. چې د دواړو هیوادونو په ژبو زموږ په هیوادونو کې چاپ شوي کتابونه په پراخه کچه ترجمه او چاپ کړي. په دې سره به د دواړو هیوادونو خلک تر پخوا لا سره نږدې او همکار شي.

لازمه ده د دواړو هیوادونو ګډ کلتوري نندارتونونه د افغانستان او جرمني په مختلفو ښارونو او کلیو کې جوړ شي. کلتوري اوونۍ ته ورته نور داسې ګډ پروګرامونه باید تنظیم شي او لمن یې د دواړو هیوادونو کلیو او ښارونو ته پراخه شي.

په جرمني کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفارت د فرهنګي آتشې دفتر په پام کې لري د آلمان او که ممکنه شوه د ټولې اروپا په سطحه د آلماني اړوندو ادارو په همکاري هر کال فرهنګي فستیوال جوړ کړي. په دې فیستیوالونو کې به په جرمني او اروپا کې فرهنګي چارې، د ادبیاتو حالت، د هیوادونو ترمنځ علمي او فرهنګي همکاري او د هیوادونو د ولسونو ترمنځ د نږدیوالي مسایل څیړل کیږي او هم به د افغانستان جرمني او نورو هیوادونو د شاعرانو په ګډون مشاعره جوړیږي.

دلته په آلمان کې میشت افغانان په هر ښار کې ورزشي ټیمونه لري او ویل کیږي یوازي د آلمان د کرکټ په ټیمونو کې کابو ۶۰۰ افغانان په لوبو بوخت دي په کار ده په دې برخه کې هم هڅې وشي او ګډې دوستانه سیالۍ ترسره شي.

دغه راز لازمه ده د دواړو هیوادونو ترمنځ د سینما او تیاتر، موسیقي او موزیمونو په برخه کې ګډ فعالیتونه تر سره شي. موږ باید دواړو هیوادونو ته د څیړونکو، سیلانیانو لیکوالو او هنرمندانو د سفرونو لارې هوارې کړو. د دوی د سفرونو په وخت کې د نورو منظمو فرهنګي پروګرامونو تر څنګ هغوی ته دا زمینې مساعدې کړو او ترې وغواړوچې دوی د خپلو سفرونو خاطرې او سفرنامې ولیکي او بیا د دواړو هیوادونو په ژبو ترجمه او خپاره شي.

د آلمان په وایمار فرهنګي ښار کې هر کال هنري فستیوال جوړیږي خو افغانستان ته پکې ونډه نه ده ورکړل شوې لازمه ده دې او دې ډول نورو غونډو او فستیوالونو ته افغان فرهنګیان راوبلل شي.

موږ کولای شو د یو بل په مرسته یوه ګډه مجله ولرو په دې نشریه کې د دواړو هیوادونو اړوند موضوعات چاپ او په دواړو هیوادونو کې په پراخ ډول وویشو. د افغان او جرمني لیکوالو او فیلیسوفانو او مهمو شخصیتونو د ګډو نمانځغونډو جوړول د فرهنګي همکاریو په برخه کې یو بل ګام کیدای شي چې باید ورته پاملرنه وشي.

د یو بل هیوادونو د ژبو د زده کړې لپاره په کار ده ځانګړي پروګرامونه ولرو. په جرمني

کې میشت افغان لیکوال ډاکټر محمداکرم ملکزي اته کاله دمخه د جرمني- پښتو قاموس ولیکه چې دا کار یې د آلمان د جمهور ریس او افغانستان د جمهور ریس له خوا د مډالونو په ورکولو سره وستایل شو. نوموړی اوس په یوه بل مهم کتاب کار کوي چې جرمني افغانانو ته آسانه کړي. په جرمني کې میشتې افغان لیکوالې اناهیتا روهي له جرمني ژبې څخه په زړه پورې کتابونه ژباړلي او خپاره کړي دي چې په افغانستان کې زیات لوستونکي او مینه وال لري، دغه راز د جرمني په کولن ښار کې اوسیدونکي افغان استاد پیښوري شینواري هم د جرمني ژبې د ژر زده کړې لارې چارې پخپله یوه طرحه کې ښودلې دي. او یو شمیر المانیان زموږ په دواړو ژبو پښتو او دري پوهیږي د ژبو په زده کړه کې د دوی له طرحو باید ګټه واخیستل شي دغه راز اوس مهال ډیری افغان پوهان، لیکوال او شاعران او هنرمندان په جرمني کې میشت دي دوی هم له خپلې ټولنې لیرې پاتې شوي او هم یې دلته څوک دومره زیات کار ته ارزښت نه ورکوي لازمه ده  د داسې کسانو له شته والي ګټه واخیستل شي.

موږ کولی شو په علمي او فرهنګي برخه کې ګډې هڅې او همکاري وکړو تر څو د دواړه هیوادونو د خلکو ترمنځ نږدیوالی او ګډې همکاري نورې هم پراخې شي.

یادونه: دغه مقاله د آلمان په هامبورګ ښار کې د افغانستان د فرهنګي آوونۍ په غونډه کې ولوستل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب