په هره ټولنه او هېواد کې بې شمېره لیکوالان دي، موږ هر چا ته لیکوال نه شو ویلی لیکوال هغه څوک دی چې خپله لیدنې، کتنې او تجربې د قلم پر نوکه ولیکي او راتلونکي نسل ته یې په میراث پرېږدي. یا لیکوال هغه څوک دی چې د وخت د یون سره برابر مزل کوي او تل معاصر وي.
لیکوالان په دوه ډوله دي، خاص او عام. خاص لیکوال هغه چاته ویل کېږي، چې هغه د یوه مذهب، یوې ټولنې او یوه هېواد لپاره د قلم پر نوکه د خپل لیدنې، کتنې او تجربې د سپین کاغذ پرمخ انځوروي.
عام لیکوال هغه دی چې هغه د مذهب، خاص قشر او هېواد لپاره نه بلکې د انسانیت او بشریت لپاره د سپین کاغذ پر مخ د خپل فکر په تورو انځوروي. د خاص لیکوال یو مرګ دی کله چې د ده له تن څخه روح الوت وکړي تر څلور ورځو پورې به یې خلک یاد کړي نور به یې نوم هم څوک نه اخلي، ده به داسې اثار پنځولي نه وي چې د ده نوم کلاسیک کړي.
د عام لیکوال دوه مرګه وي، لومړی مرګ یې دا دی، چې د ده له بدن نه روح الوت وکړي او دویم مرګ یې هغه وخت دی چې د ده اثار د ټولنې له منځه ورک شي او هېڅ محبوب ونه لري، خو د عام لیکوال اثار کلاسیک وي، ده داسې اثار پنځولي وي چې د ده نوم به تل ژوندی وي. د عام لیکوال اثار کلاسیک وي د تل پاتې ژوند سره به مخ شي، ځکه ده د خپل خوږ ژوند ادبیاتو ته وقف کړی، ادبیاتو د ده نوم ته تل پاتې ژوند وربښلی دی، د ده نوم به هېڅ کله هم د ټولنې له مخ څخه ورک نه شي.
د دوی د تل پاتې ژوند او محبوبیت راز دا دی چې دوی قلمونه یوازې د انسانیت او بشر لپاره په خدمت کې چلولي دي، دوی په خپلو لیکنو کې د انسان او بشریت سره خواخوږي څرګنده کړې، داسې اثار یې پنځولي، چې هر ملت په کې خپله ځان ګوري، اثار یې ګڼو ژبو ته ژباړل شوي، په هره ټولنه او هېواد کې مینه وال لري، د دوی مخاطب انسان دی، نه مذهب، هېواد او نه یوه خاصه ټولنه. د عام لیکوال اثار جغرافیوي واحدونه او پولې نه پېژني، انسانیت او بشر په خپلو منګلو کې نیسي او بحث پرې کوي.
هر وخت چې د نوبل جایزه ورکول کېږي نو هغه جایزه هغه چاته ورکول کېږي، چې اثر یې د بشریت په خواخوږۍ، د هر انسان د زړه خبره او د انسانیت د بڼ کړاوونه یې په کې انځور کړې وي او هر انسان ته یو پیغام ورکړای شي.
د داسې لیکوالو اثار به د پېړیو پېړیو په تېریدو سره د ملت ترمنځ ژوندي وي او د لیکوال نوم به یې هم ژوندی ساتلی وي.
۱۴۰۰/۴/۱۶ غوربن