سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپاکستان: له افغانستان د ځینو وسله والو ډلو ور اوښتو ته اندېښمن...

پاکستان: له افغانستان د ځینو وسله والو ډلو ور اوښتو ته اندېښمن دي

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۱) پاکستان په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښمن دی.

سپوټنیک په یوه راپور کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای ایس ای د مشر له خولې لیکلي چې په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښمن دي او هڅه کوي د احتمالي ګواښونو د پېښېدو مخه ونیسي.

نوموړي ویلي چې له افغانستان پاکستان ته د ځینو وسله والو ډلو د اوښتو احتمال شته دی چې له همدې امله دوی امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې روان وضعیت دوی ته د اندېښنې وړ دی.

پاکستانی لوری داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د سیمې د هېوادونو، امریکا او افغان حکومت په باور دغه هېواد د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او په ټوله سیمه کې غواړي د ترهګرۍ او جګړو د پاللو له لارې خپلې موخې تعقیب کړي.

افغان حکومت بیا په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا مستقیم پاکستان ولاړ دی او باید پر دغه هېواد نړیوال فشارونه ډېر شي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتېګوس په یوه مرکه کې ویلي دي چې امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي نو د سیمې د هېوادونو په تېره د روسیې او چین مسوولیت دی چې دغه هېواد ته د سولې په راتګ کې همکاري وکړي.

د نوموړې په خبره د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده.

اورتېګوس وایي چې چین له افغانستان سره ګډه پوله لري او روسیه په سیمه کې له پراخ نفوذ برخمن هېواد دی نو ځکه یې د سولې په برخه کې همکارۍ هم اړینې او اغېزناکې دي.

نوموړې ویلي چې امریکا له افغان سولې سره د همکارۍ لپاره د سیمې هېوادونه هڅولي دي او بیا به هم خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

هغې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه هم ویلي چې افغانستان پیاوړی پوځ لري چې کولی شي په همغږۍ سره د ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب