Home+وېسټ انډیز له اسټرالیا دوهمه شل اوره لوبه هم وګټله

وېسټ انډیز له اسټرالیا دوهمه شل اوره لوبه هم وګټله

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۰) د اسټرالیا او وېسټ انډیز ترمنځ دوهمه نړیواله شل اوریزه لوبه هم د وېسټ انډيز لوبډلې وګټله.

دا لوبه چې تېره شپه ترسره شوه په کې لومړی اسټرالیا پچه وګټله او وېسټ انډیز ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

ویسټ انډیز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې.

د اسټرالیا ټوله لوبډله په شلم اور کې د ۱۴۰ منډو په جوړولو وسوځېده او د ۵۶ منډو په ستر توپیر یې لوبه یې وګټله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شیمرون هیټمایر ترلاسه کړه.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ کې  وېسټ انډيز دوه لومړنۍ لوبې ګټلي او درېیمه لوبه به يېد جولای په ۱۳مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...