پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+تورې زولنې او تورې بهانې (۱۳) | عبدالرحيم مسلم دوست

تورې زولنې او تورې بهانې (۱۳) | عبدالرحيم مسلم دوست

(د پاکستان د پټو زندانونو کيسې)
کړۍ ۱۳
د پاکستان مرتد ملايان
د پاکستان اسلام نما تنظيمونه او سرکاري ملايان خو لا له پخوا نه په دې مرتدان او کافران دي چې د پاکستان وضعي او انګرېزي قانون ته يې غاړه ايښې ده او د پاکستان له مرتدو چارواکو سره په هر ډول ظلم او درغلۍ کې شريک دي؛ خو ددوی کفر لانور هم راڅرګند شو. د چين د کمونست ګوند د سل کليزې په پوره کېدو د پاکستان د جماعت اسلامي(؟) مشر سراج الحق او د جمعيت علماء(؟) مشر ملا فضل الرحمن ډيزلي د چين د کمونست ګوند مشر او ټولو کمونستانو ته د سل کليزې مبارکي وويله، د کمونست ګوند او حکومت ستاينې کوي او د خپلې پخې دوستۍ يادونه ورته کوي. دا هغه بې لګامه مرتدان دي چې د کشمير سياسی جنګ ته د جهاد نوم ورکوي؛ خو د چين کفر ستايي، په چين کې د شرقي ترکستان او ايغور په مسلمانانو چې کوم ظلمونه کېږي؛ په هغو نه يواځې دا چې چوپ دي بلکې د کمونست حکومت ستاينې کوی او مبارکۍ ورکوي…..
الله سبحانه و تعالى فرمايي :
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسُوا مِنَ الْآخِرَةِ كَمَا يَئِسَ الْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَابِ الْقُبُورِ». سورة الممتحنة: ۱۳.
((اى مؤمنانو! له هغو خلکو سره ملګرتيا مه کوئ چې الله پرې غوسه شوى دى، هغوی له آخرت نه داسې نهيلي دي لکه کافران چې د قبرونو د خاوندانو (د بيا را ژوندي کېدو) نه نهيلي دي)).
او فرمايي: «قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ». سورة الممتحنة: ۴.
((تاسو ته په ابراهيم او هغو مؤمنانو کې ښه اقتدا ده چې له هغه سره وو کله يې چې خپل قوم ته وويل: مونږ له تاسو او هغو معبودانونه بېزار يو چې له الله پرته يې تاسو عبادت کوئ مونږ له تاسو انکار کړى دى او زمونږ او ستاسو تر منځ تر هغه تل تر تله دښمني او کينه څرګنده شوې ده، تر څو چې تاسو په يو الله ايمان راوړئ)).
او فرمايي:
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا». سورة النساء: ۱۴۴.
((اى مؤمنانو! له مؤمنانو پرته کافران ملګري مه نيسئ آيا غواړئ چې د خپلو ځانونو په خلاف د الله لپاره څرګند دليل پيدا کړئ؟!)).
د کافرو (تَوَلى) او له هغوی سره ملګرتيا کول له اسلام نه اووښتل او ارتداد دى. دا کار چې هر څوک وکړي؛ هغه د اسلام له دعوې او د اسلام د نورو شعائرو د عملي کولو سره سره مرتد کافر او واجب القتل دى، ښځه پرې طلاقه او مال يې غنيمت دى.
له کافرانو سره ملګرتيا او ايمان دوه متضاد عملونه دي او دا دواړه هېڅکله نه شي يو ځاى کېدى يا به نږه مسلم دوست کافردښمن مسلمان يې او يا به کافردوست مسلم دښمن له ايمانه فارغ مرتد يې. الله تعالى فرمايي :
«لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ». سورة المجادلة:۲۲.
((داسې خلک به بيا نه مومې چې په الله او د قيامت په ورځ ايمان لري او بيا له هغه چاسره دوستي کوي چې څوک د الله او د هغه د پېغمبر خلاف کوي، اګر که هغوی د دوی پلرونه يا زامن، يا ورونه او يا يې ټبر هم وي)).
معنی دا چې څوک په الله او د قيامت په ورځ ايمان لري، نو هغه هېڅکله د الله جل جلا له او د هغه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم له دښمنانو او مخالفينو سره ملګرتيا او دوستي نه کوي. اګر که هغه کافران د ده ډېر نږدې خپلوان او قوميان هم وي. خو د مؤمن صفت دا دى چې له هغوي سره به دښمني کوي.
او دوستي خو لا څه بلکې د کافرانو او ظالمانو په لور به معمولي ميلان هم نه کوي.
الله تعالى فرمايي :وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ». سورة هود: ۱۱۳.
((د ظالمانونو لور ته مه کږېږئ چې اور به مو وسېځي او له الله پرته به تاسو لپاره څوک دوستان نه وي بيا به درسره مرسته نه کېږي)).
او الله تعالى فرمايي : وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ». سورة المائدة:۵۱.
((او په تاسو کې چې څوک له کافرانو سره ملګرى شو، نو هغه بې شکه له هغوي نه وګڼل شو)).
د ((فَإِنَّهُ مِنْهُمْ)) معنی داده چې هغه بې شکه د هغوی غوندې کافر شو. نو څرګنده شوه چې له کافرانو سره دوستي او ملګري کول کفر دى .
امام ابن حزم رحمه الله وايي : ((صح ان قوله :((وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ)) انما هو على ظاهره بانه کافر من جملة الکفار و هذا حق لايختلف فِيه اثنان من المسلمين)). المحلى : ١١/١٣٨.
(دا خبره سمه ده چې د الله تعالى دا قول چې: «او چا چې له تاسو څخه د کافرانو ملګرتيا وکړه، نو هغه له هغوی څخه دى». دا په خپل ظاهر دى چې دغه کس کافر دى او د کافرانو له ډلې څخه ګڼل کېږي. دا خبره داسې حق دى چې د مسلمانانو دوه کسان هم پکې اختلاف نه کوي)).
قاسمي رحمه الله په خپل تفسير (محاسن التاويل) کې له دې آية لاندې وايي :
((قوله: ((وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ)) اى من جملتهم و حکمه حکمهم و ان زعم انه مخالف لهم فى الدين فهو بدلالة الحال منهم لدلالتها على کمال الموافقة)).
((د الله تعالى دا قول: ((او چا چې د هغوی ملګرتيا وکړه، نو هغه له هغوی څخه دى)). د دې معنی دا ده چې په هغوی کې ګڼل کېږي اګر که دا دعوه کوي چې له هغوی سره په دين کې مخالف دى هم د ده حکم د هغوی (کافرانو) په څېر دى، د ده حال په دې دلالت کوي چې له هغوی څخه دى ځکه چې د ده ملګرتيا له هغوي سره په بشپړ موافقت دلالت کوي)).
نو ددې او نورو ډېرو آياتونو او احاديثو په استدلال ملافضل الرحمن ډيزلي او ملا سراج الحق په دې ملګرتيا د چين د کمونستانو غوندی کافران دي، که په دې څوک نه پوهېږي، هغه په اسلام نه پوهېږي.
او الله تعالى فرمايي :
«وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا».سورة الفرقان:۷۲.
((او (مؤمنان) هغه خلک دي چې باطلو ته نه حاضرېږي او کله چې په عبثو تېرېږي، نو عزتمند تېرېږي)).
نو ((زور)) هر باطل ته وايي. چې د کافرانو اخترونه، خاص ورځې او محافل او مجالس هم پکې داخل دي .
ابو العاليه، طاوس، محمد بن سيرين، ضحاک او ربيع بن انس رحمهم الله وايي چې له ((زور)) نه مراد : اعياد المشرکين (د کافرو اخترونه) دي .( تفسير ابن کثير )
دوی که په سر سپينې پګړۍ، خولۍ او زيړ دسمالونه ولري، حج ته لاړ شي، ږيرې ولري، لمونځ او روژې ادا کړي، ټوله شپه لمونځونه او د ورځې روژې هم ونيسي ……. دا د قرآن په دې حکم مرتد او کافر دي چې ((وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ)) ((او له تاسو نه چې هر چا د دې کافرو ملګرتيا وکړه، دا د هغوی په څېر کافر دى)).
د بې عملو ملايانو په هکله الله تعالى فرمايي :
«كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا». سورة الجمعة: ۵.
((د دوى مثال د هغه خره په څېر دى چې کتابونه پرې بار وي)).
نو هغه ملايان چې په علم عمل نه کوي، د هغه خره غوندې دي چې کتابونه پرې باروي او هېڅ ګټه ورڅخه نه شي اخيستى .
په بني اسرائيلو کې يو لوى عالم ؤ چې بلعام باعور نومېده، هغه ډېر پرهېزګار سړى ؤ؛ خو کله چې د موسى عليه السلام په خلاف او د خپل قوم او طاغوتي نظام لپاره خلکو ور څخه د دعاء غوښتنه وکړه، نو هغه وويل : که زه داسې وکړم، نو بې لارې به شم؛ خو د قوم په ټينګار يې د طاغوت پلوي وکړه او له علم سره سره بې لارې او مرتد شو. د هغه په هکله الله تعالى فرمايي :
«وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ». سورة الاعراف:۱۷۵.
(( په دوی د هغه عالم خبر ولو له چې مونږ خپل آياتونه ورکړي وو؛ خو ور څخه وواته، نو شيطان ورپسې شو او له سرغړوونکو نه وګنل شو)).
بلعام ډېر لوى عالم ؤ او الله تعالى فرمايي چې مونږ د خپلو آياتونو علم ورکړى ؤ؛ خو کله يې چې عمل له خپل علم نه مخالف شو، نو علم ورته هېڅ ګټه ونه رسوله. نو د فضل الرحمن ډيزلي او سراج الحق غوندې ملايانو به څه حال وي او څرنګه به بې لارې نه وي چې نه يې پرهېزګاري بلعام ته رسېدى شي او نه يې علم. او په دې سربېره د طاغوتانو پلويان دي، په طاغوتي نظامونو کې شريک دي او د کمونستانو په ملګرتيا اعتراف کوي؟!.
همدارنګه الله تعالى فرمايي :
«أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ». سورة الجاثية: ۲۳.
((نو آيا تا هغه څوک ليدلى دى چې خپله خوښه يې معبود نيولى دى او الله له علم سره بې لارې کړى دى)).
نو څرګنده شوه چې ځينې خلک له پوهې او علم سر سره بې لارې کېدى او مرتد کېدى شي او داسې ملايان ډېر زيات دي چې هم ملايان او هم ګمراهان دي. الله تعالى فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ».سورة التویة:۳۴.
((اى مؤمنانو! ډېر ملايان او پيران په باطله د خلکو مالونه خوري او د الله له لارې نه خلک ايساروي)).
نو معلومه شوه چې په ملايانو او پيرانو کې ډېر داسې خلک شته چې د خلکو مالونه په ناروا خوري او د الله تعالی له لارې نه خلک ايساروي .
نو په سپينو جامو، لويو لويو پګړيو، ببرو ږيرو او لويو لويو نومونو او بدنونو مه غولېږئ، او دا په ياد لرئ چې په ملايانو او پيرانو کې هم خامخا ګمراهان او مرتدان شته، که څوک دا نه مني، نو هغه به قرآن نه مني, هغه به د الله تعالى آياتو نه رد وي، او که له دې سره سره څوک د بې لارې ملايانو خبره په پټو سترګو مني او بې تميزه ورپسې د رومي، نو هغه د شرک ارتکاب کوي.
علم هغه دى چې عمل ورسره وي. بې عمله علم بې رڼا ډيوه، بې مېوې و نه او بې ګټي خواري ده.
نو د اسلام د دليلونو په رڼا کې وايم چې ملا فضل الرحمن ډيزلي، ملا سراج الحق او د پاکستان نور سرکاري ملايان مرتدان او له اسلام نه وتلي دي. اصلي جهاد في سبيل الله په پاکستان کې دی او په پاکستان کې جهاد فرض عين دی. تر څو دې مرتدو ملايانو توبه نه وي ايستلې او د پاکستان د انګرېزي قانون او طاغوتي نظام په خلاف يې جهاد نه وي اعلان کړی، دوی هېڅکله مسلمانان کېدی نه شي، ددوی له اسلام سره هېڅ تعلق نشته، دوی د اسلام سپېڅلی نوم د انګرېزي پاکستان او پنجاب د ګټو لپاره په ډېر ناوړه او ناروا توګه استعمالوي. په پاکستان کې حق پرست علماء او زمونږ د سر سترګې هغه علماء دي چې له جماعت الاحرار، تحريک طالبان پاکستان، بلوچو مجاهدينو او سندي مجاهدينو سره ملګري دي او په پاکستان کې جهاد فرض ګڼي.
ځان ولټوه
هسې خو به لوستونکيو د ډېرو چارواکو، پوليسو، پوځيانو او د استخباراتو د مجرمانو د بزدلۍ، بې غيرتۍ او بې عزتۍ په هکله ځينې خبرې اورېدلې وي. خو د پاکستان بزدل پوځ، پوليس او استخبارات بيا په ډارنوکې ډارن، له بې پتو بې پته او له بې عزتو بې عزته دي.
قاري صاحب (بحرين) کيسه کوي چې کله زما په نيولو پسې د پاکستاني پوليسو او پوځ بې شمېره بزدلان راغلل، نو له ډېرې بزدلۍ او وارخطايۍ نه ورته زمونږ له کلي سره په مخکې خټې هم ښکاره نه شوې، په خټو کې را روان شول . او له ورايه يې په رپېدلي او لړزېدلي غږ او لړزيدلي بدن راغږ کړ او راته ويې ويل:
ځان ولټوه !! ځه ځه … ځۀ ځۀ ځان ول ول ولټوه!!! …
ما ويل چې ګنې تڼتڼى دى ژبه يې نښلي؛ خو بيا پوه شوم چې روغ ؤ، خو وا رخطا ؤ .
ماته خندا هم راغله او حيران هم شوم چې وسله خو سپږې نه دي چې ګنې په بدن کې به مې وي ، زه به ترې خبر نه يم او ځان ولټوم!.
خو په اصل کې خبره دا وه چې ډارن له دې نه وېرېدل، چې ما ولټوي؛ هسې نه چې فدايي واسکټ يې اغوستى وي او يا کوم ګرنېډ يا وسله ورسره وي او مونږ دوزخ ته ونه لېږي، نو له ډېرې وارخطايي يې ماته په تڼتڼۍ ژبه وويل چې ځان ولټوه.
نور ګڼ بنديان کيسې کوي چې پوليسو او د استخباراتو مجرمانو به راته ويل چې مونږ ته مه راګوره، ستا له سترګو وېرېږو… سترګې پټې کړه . دادي دپاكستان ډارن او بې غيرته پوليس، پوځيان، استخبارات او چارواكي. دا بزدلان تل بې دفاع او بې وزلو ته تكړه دي دپاكستاني پوځ او پوليسو غوندې بې ضميره بې حياء، بې پته او وږي خلك په ټولې نړۍ كې نشته .
ستاخېټه خو بهر راوتلې ده
يو اتل بندي په نوښار کې د (آى ايس آى) د پټ جېل يوه کيسه کوي او وايي: د نوښار پټ جېل په پوځي چوڼۍ کې دى او هلته کله کله زمونږ د کوټنيو مخې ته د پوځي افسرانو ښځې هم تلې راتلې.
يوه ورځ د يوه پنجابي افسر بلاربه ښځه زمونږ د کوټنۍ مخې ته تېرېده، څوکيدار ورسره داسې مکالمه پيل کړه:
آپکى پيټ تو باهر آ گيا؟!.(ستا خېټه خو بهر راوتلې ده؟!) هغې وويل:
(هان خوشخبري آنی والي هی) (هو يو زېرى را روان دى) . مطلب يې دا ؤ چې زه بلاربه يم او زما د لنګېدو زېری راوران دی.
هغه چې لاړه څوکيدار وويل : (پته نهين اس مين بټ مين اور ډرائيور کا کتنا حصه هی؟) .
(خبر نه يو چې په دې بچي کې به د افسر د خدمتګار او موټروان څومره ونډه (برخه) وي؟).
دا د پاکستان پوځي استخبارات دي او دا د پاکستاني پوځ د جنرالانو او کرنيلانو ښځې دي!!!…
په ټپونو مالګې او مرچکي
دلته ماته ځينو بنديانو ډېرې بوږنوونګې کيسې وکړې، لکه دا چې ځينو بنديانو د سختو کړاوونو او اندېښنو له کبله د ځان وژلو هڅې کړې دي. ځينې ځانونه ووژني او ځينې چې ونه وژل شي؛ خو سخت ټپي شي، نو هغوي بيا پوليس د سور سرو نمبردارانو په لاس راونيسي او په ډېرو سختو وهلو ټکولو سر بېره يې په ټپونو مالګې او مرچکي واچوي!!!… او بې درملنې د فرنټ (مخې ته) تنګو کوټه قلفيو او د چارګاټ په کوټه قلفيو کې واچول شي، چې ملا قات او هر څه پرې بندشي.
د عبدالسلام اوښکې
اګر چې ما نه غوښتل چې زمونږ د کور ماشومان زما ملا قات ته راشي، ځکه چې د زندان ليدل پر هغوی ناوړه اغېزه کوي. خو زما کوچنی زوی عبدالسلام يو ځل د کور له نورو غړو سره ملا قات ته راغی او د جېل په ډېوډۍ کې مې ورسره وليدل؛ خو کله چې عبدالسلام د زندان پوليس، زنځيرونه او اندېښمن چاپېريال وليد، نو بې اختياره يې له سترګو نه اوښکې راماتې شوې . ما چې هر څومره ډاډ ورکاوه، نه کېدل. د هغه د معصومو اوښکو په احترام ما دا شعر ووايه:
ګران عبدالسلامه زنځيرونو ته مې مه ژاړه
اوښكو نه دې ځار شم كړاوونو ته مې مه ژاړه
ستا د مينې اوښكو زما زړه كې لارې جوړې كړې
بـس كړه ګرانه بـس کړه زنـدانـونـو تــه مـې مه ژاړه
سرته زما وګوره شمله مې څومره هسكه ده
مه ګوره لاسو ته مې غمونو ته مې مه ژاړه
ما زولنې وګاللې سر مې چاته ټيټ نه كړ
وګالــه بـېـلـتـون او فــراقـــونـــو تــه مـې مـــه ژاړه
ستا اوښكې درنې دي اوښكې نه دي ملغلرې دي
مه تويوه نورې دې ټپونو ته مې مه ژاړه
ستا پت او عزت زما په تورو زولنو كې دى
وياړه ګرانه وياړه خو وياړونو ته مې مه ژاړه
ستا معصومې اوښكې به يادېږي تاريخونو كې
دوست درباندې وياړي تاريخونو ته مې مه ژاړه
نور بيا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب