پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد ډیلي پولیس وايي ۲۵۰۰ کروړ روپیو په ارزښت هیروین یې کشف...

د ډیلي پولیس وايي ۲۵۰۰ کروړ روپیو په ارزښت هیروین یې کشف کړي

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۰)  د ډیلي پولیس وايي، ۳۵۴ کیلو هیروین یې نیولي چې په بازار کې یې ارزښت ۲۵۰۰ کروړ هندي روپیو ته رسېږي.

د هندي پولیسو په وینا، د ډیلي په فریداباد سیمه کې د دغو هیروینو له کشف کېدو سره د هغې مافیا څرک ورولګېد چې له افغانستانه رانیولې تر اروپا او هند پورې غځېدلې او د هند بېلابېلو ښارنو ته هیروین رسوي.

دوی دا د هیروینو تر ټولو لوی کشف بللی او ویلي یې دي چې په دې تړاو یې ۴ تنه نیولي خو چارواکي هڅه کوي چې د دې مافیا نور غړي هم ومومي.

په نیول شویو کسانو کې یو افغان دی چې حضرت علي نومېږي او د هندي کشمیر په انانتناګ سیمه کې اوسي، درې نور، چې رضوان احمد، ګورجیت سینګ او ګوردیپ سینګ نومېږي، د هند د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي.

پولیس وايي چې د هیروینو ترڅنګ یې ۱۰۰ کیلو کیمیايي مواد هم موندلي چې په هیروینو کې کارول کېږي.

د دوی په وینا نیول شویو کسانو غوښتل چې دا هیروین پنجاب ایالت ته یوسي.

پولیس وايي، له لومړنیو څېړنو ورته څرګنده شوې ده چې دا هیروین له افغانستانه د ایران د چاه بهار بندر له لارې هند ته رسول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب